1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

نااميديو په کابل کي پاسپورت اخيستلو ته کتارونه اوږده کړي

په کابل کې هغه کسان چې غواړي پاسپورتونه تر لاسه کړي، تر بل هر وخت ډېر شوي دي. د پاسپورت ډېر غوښتونکي هغه کسان دي چې له نورو ولایتونو کابل ته ځي، څو د پاسپورت تر اخیستلو وروسته د یوې ښې راتلونکې له پاره له هيواده ووځي.

ډېر غوښتونکي د شپې په درو بجو ځانونه د پاسپورت کوڅې ته رسوي او ځیني نور بیا سړه شپه د کابل د کارته سې په کوڅو کې تیروي، څو له نورو مخکې نوبت ونیسې او پاسپورتونه ترلاسه کړي. بهر ته د تلو خوب ځوانان دې ته اړ کړي دي چې شاوخوا دوې میاشتي په کابل کې په پاسپورت پسې سرګردانه وګرځي.

د پاسپورت ادارې مشر وایي چې اداره یې هره ورځ د ۴۰۰۰ پاسپورتونو د توزیع ظرفیت لري. خو په دې ورځو کې د کابل د بریښنا له قطع کیدو سره د پاسپورتونو د توزیع بهیر هم ورو شوی دی او ځیني ورځې د پاسپورت اداره خلک جوابوي.

د پاسپورت ادارې مشر سید عمر صبور، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ بریښنا غوادو. کله چې برق نه وي موږ خپل د چاپ ماشینونونه ګلوو او نه شو کولای چې پاسپورتونه چاپ کړو.»

خو د پاسپورت یو تن غوښتونکی صمیم، چې له اوو ورځو راهیسې د پاسپورت ترلاسه کولو په انتظار دی، پر حکومت باندي نیوکه کوي او وایي: «یو ریاست چې دومره عاید لري، باید جنراتور هم ولري. هر ورځ پنځه میلیونه افغانۍ پر برق مصرفیږي، ولې دې ریاست ته یو جنراتور نه رانیول کیږي چې د زرونو هغو کسانو چې دلته منتظر دي، کار وشي.»

د مهاجرو او راستنېدونکو چارو وزارت په حواله په روان کال کې ۲۵۰ زره افغانان اروپايي هیوادونو ته مهاجر شوي دي. د اروپايي هیوادونو له خوا د مهاجرو تشویق او یا هم د هغوی د ایستلو ګواښ پر افغانانو اغیزه نه ده کړې او هره ورځ په زرونو کسان په دې تمه دې چی له خپل هیواده ووځي.

په کابل کي د پاسپورت ادارې ته ولاړ کتارونه

په کابل کي د پاسپورت ادارې ته ولاړ کتارونه

له زده کړو پښیماني

د پاسپورت غوښتونکو په کتار کې داسي ځوانانو هم شته چې له پوهنتون څخه فارغ شوي دي خو بیا هم غواړي خپل هیواد پریږدي. ۲۹ کلن صمیم یو له همدغو ځوانانو څخه دی چې له فراه ولایت څخه کابل ته د پاسپورت ترلاسه کولو په موخه راغلی دی. هغه ۱۲ کاله ښوونځی او څلور کاله پوهنتون لوستی، خو بیا هم نه دی توانیدلی چې ځان ته کار پيدا کړي.

صمیم تر ډیرو سرګردانیو وروسته، اوس پریکړه کړې ده چې خپل هیواد پریږدي: «دا داسي هیواد نه دی چې څوک دې پکښې کار وکړي. که څوک غواړي کار وکړي نو څوک ورته کار نه ورکوي. دا وطن په اصل کې کاری ځواک ته اړتیا نه لري. په کار پسې ډېر وگرځېدم، خو چا راته کار را نه کړ.»

خو د پاسپورت ترلاسه کول ښايي اروپا ته د رسیدو لومړۍ برخه وي، ځکه هر ورځ په لسونو انسانان اروپا ته پر قاچاقي لارو د بیلابیلو لاملونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو بيا هم ځني افغانان وايي چې اروپا ته پر لار مرگ ښه دی نه په دې هيواد کي پاتېدل. ۳۳ کلن حبیب الله، چې د لوګر ولایت اوسیدونکی دی وايي: «موږ له ډوبیدو نه ویریږو. موږ له دې خاوري بې زاره یو. د راتلونکې له پاره هیڅ هیله نه شته او حکومت هم هیڅ نه شي کولای.»