1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ناامني، د راتلونکې په اړه تر ټولو لویه اندیښنه

خرابیدونکی امنیتي وضعیت اوس هم د افغانانو اصلي اندیښنه ده. اوس چې آلماني ځواکونه د افغانستان له شمال څخه وځي، د دې سیمې اوسیدونکي راتلونکې ته د شک په سترگه گوري.

د مزارشریف ښار په منځ کې پروت د «کایروکي» یو رستورانت له ځوانانو ډک دی. د رستورانت کارکوونکي یو زوړ مایکروفون له یوه میزه بل ته لیږدوي او راغلي کسان د پخوانیو هندي فلمونو او احمدظاهر سندرې له موزیک سره وایي. ډیر کسان نه په سور خبر وي او نه هم په لی، کله یې د سندرې شعر له یاده ووځي او یو ځل خندا پیل کړي او کله یې غږ ولړزیږي.

د کایروکي، یا سندرو ویلو دغه رستورانت ته یوازې هلکان راځي او د ټولو مخې ته شین چای او قلیان [چلم] ایښول کیږي. له دې کبله چې د لودسپیکرونو او مایکروفون کیفیت ډیر ښه نه دی کله نا کله موزیک د هغو کسانو غوږونه آزاروي چې تازه دغه ځای ته راغلي وي. خو که سړی په دې رستورانت کې ناستو کسانو ته وگوري نو پوهیږي چې دغه افغان ځوانان څومره له دې ځایه خوند اخلي

که سړی تازه دې ځای ته راشي او د دغو ځوانانو څیرو ته وگوري نو له ځان سره داسې فکر کوي چې هغوی هیڅ اندیښنې او ستونزې نه لري او دا گنې د دغو افغانو ځوانانو په ژوند کې هر څه سم دي. خو کله چې له دغو کسانو سره څوک لږ خبرې وکړی نو دستې یې ورته د زړه درد راڅرگندیږي. سړی ډیر ژر پر دې پوهیږي چې دغه ځوانان دې ځای ته د خپل پام بدلولو له پاره راځي او غواړي د موسیقی له لارې په دې اړه چې په راتلونکې کال کې به د هغوی او هیواد برخه لیک یې څرنگه وي اندیښنې له خپل فکره باسي.

مزارشریف په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان له نسبي آرامو ښارونو څخه پاتې شوی دی. په دې وخت کې د افغانستان په شمال کې د دې پروت ښار څیره هم په بشپړه توگه بدله شوې ده. نوي واټونه جوړ شوي، پخواني یې بیا پراخه شوي، د ښار په هرې سیمې که نویو هسکو ودانیو سر پورته کړی دی، ډیرې نجونې او هلکان ښوونځیو او پوهنتونو ته ورځې او د خلکو اقتصاد هم یو څه ښه شوی دی. د همدې ښار له مرکز څه لږ لیري په افغانستان کې د آلماني ځواکونو تر ټولو لویه اډه هم پرته ده چې یو وخت په کې تر ۵۰۰۰ پورې آلماني سرتیري میشت ول خو اوس چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي په دې اډې کې میشتو آلمانيانو شمیر هم ۱۶۰۰ ته راټیټ کړل شوی دی. دغه شمیر به د روان کال تر پایه پورې ۸۰۰ ته ورسیږي.

د کایروکي، یا سندرو ویلو دغه رستورانت ته یوازې هلکان راځي او د ټولو مخې ته شین چای او قلیان [چلم] ایښول شوی وي

د کایروکي، یا سندرو ویلو دغه رستورانت ته یوازې هلکان راځي او د ټولو مخې ته شین چای او قلیان [چلم] ایښول شوی وي

کاروبار کم شوی دی

په کایروکي رستورانت کې ناست یو ځوان مصطفی کوهي نومیږي. هغه اوس په اوونۍ کې څو شپې دې ځای ته راځي. مصطفي چې په بلخ ولایت کې د یوه خصوصي بانک د یوې څانگې مشر دی وایي دوه کاله مخکې یې هیڅ وخت نه لاره چې دې ځای ته راشي ځکه د خپل بانک په کارونو کې به ډیر مصروف وو: «دوه کاله مخکې خلکو په یوې اوونۍ کې په میلیونو ډالر کښته پورته کول ځکه هغوی له راتلونکې څخه ډاډه وو. خو اوس هیڅوک هم پانگونه نه کوي ځکه هغوی ویره لري چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به د افغانستان امنیت لا پسې خراب شي.»

ډیر شمیر افغان په دې باور دي چې له هیواد څخه یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، امنیتي وضعیت خرابیږي. هغوی په دې اړه شک لري چې افغان امنیتي ځواکونه دې وشي کولای په راتلونکې کې په یوازیتوب د افغانستان امنیت ټینگ کړي. مصطفي او د هغه په شان ډیر ځوانان د یوه ژور کړکیچ له رامنځ ته کیدو په انديښنه کې دي.

ښايي دغه کړکیچ همدا اوس د رامنځ ته کیدو په حال کې وی ځکه په افغانستان کې له څو میاشتو راهیسې ټاکنیز بهیر روان دی خو اوس یې هم یو گټونکی نه لري. دواړه نوماندان ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدلله، ادعا کوي چې ټاکنې یې گټلې دي او یو پر بل باندې د درغلیو تورونه لگوي.

په مزارشریف کې د اریا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد، ناصر حسین، وایي چې په تیرو درو کلونو کې پانگونې په ډراماتیکه توگه کمې شوې دي. هغه زیاتوي: «د پانگونو کمیدل درې اصلي لاملونه لري: د بهرنیو ځواکونو وتل، د ولسمشریزو ټاکنو اوږدیدل او د کابل ـ واشنگټن امنیتي تړون نه لاسلیکدل.»

افغان ولسمشر حامد کرزي، چې د واکمنۍ دوره یې ختمیدونکې ده، له امریکا متحده ایالاتو سره د هغه تړون له لاسلیکولو ډډه کوي چې له مخې یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې بهرني ځواکونه پاتې کیږي. خو دواړو نوماندانو بیا ویلي دي چې دغه تړون به لاسلیک کړي. که تړون لاسلیک شي نو د ناټو غړي هیوادونه به په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې خپل نوی روزنیز ماموریت پیل کړي. آلمان هم د دې ماموریت په ترڅ کې په ټول افغانستان کې خپل ۸۰۰ پوځیان ساتي چې د افغان ځواکونو په روزنه، ملاتړ او هغوی ته په مشوره ورکولو به بوخت وي.

د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې

د مدنې ټولنې فعال او «پر بشري حقونو د تمرکز سازمان» بنسټ ایښودونکی سروش کاظمې، په دې باور دی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به امنیتي وضعیت هم خراب شي. هغه وایي: «د آلماني ځواکونو له وتلو سره به د یاغیانو مورال لوړ شي. دا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته زموږ پر وړاندې اصلي ننگونه وي.»

سروش وایي چې افغان امنیتي ځواکونه په یوازیتوب سره امنیت نه شي ټینگولای. هغه په وروستیو وختونو کې په مزارشریف ښار کې رامنځ ته شویو چاودنو ته اشاره کوي او وایي چې امنیتي وضعیت ډیر نازکه دی..

د مدنې ټولنې فعال او «پر بشري حقونو د تمرکز سازمان» بنسټ ایښودونکی سروش کاظمې

د مدنې ټولنې فعال او «پر بشري حقونو د تمرکز سازمان» بنسټ ایښودونکی سروش کاظمې

په مزارشریف ښار کې ځانمرگي بریدونه او چاودنې په تیرو دولسو کلونو کې یوه نوې خبره ده. اوس وخت نا وخت دغه ښار چاودنې لړزوي. دا هغه څه دي چې په تیرو دولسو کلونو کې یې په دې ښار کې سابقه نه لرله. په وروستیو پیښه کې د مزارشریف په مرکز کې درې تنه امنیتي سرتیري هغه وخت ووژل شول چې په یوه بایسکل کې یې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د خنثی کولو هڅه کوله.

سروش وایي: «په افغانستان کې امنیتي وضعیت ډیر ماتیدونکی حالت لري. زه هیله لرم چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته موږ هم د عراق په برخه لیک اخته نه شو. کله چې امریکایان له دې هیواد څخه وتل نو المالکي ویل چې امنیتي ځواکونه یې پوره چمتوالی لري خو اوس ووینئ چې په خپله مالکې له امریکا څخه د داعش پر وړاندې د مرستې غوښتنه کوي.»

ناټو په تیرو لسو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې او تجهیز باندې ډیرې پیسې لگولې دي. افغان ځواکونو د ټاکنو په دوو دورو کې د نسبې امنیت له ساتلو سره د افغانانو په منځ کې خپل اعتبار یو څه لوړ کړ، خو ډیر شمیر کارپوهان اوس هم په دې باور دي چې دغه ځواکونه باید لا ډیره روزنه او وسایل ترلاسه کړي چې وشي کولای د یاغیانو پر وړاندې په یوازیتوب وجنگیږي.

احتمالي کړکیچ تر بل هر چا پر ښځو ډیره اغیزه لري

نیلوفر سما په مزارشریف ښار کې د ښځو د ملاتړ د یوه سازمان مشره ده. هغه وایي چې په وروستیو کلونو کې یې د پروژو شمیر ډیر کم شوی دی. خو دا یوازې د پروژو کمیدل نه دي چې سما یې د راتلونکې په اړه اندیښمنه کړې ده: «ښځې اوس هم په افغانستان کې ډیرې اسیب پذیرې دي. زه فکر کوم چې د آلمانیانو له وتلو سره به امنیتي وضعیت خراب شي او په تیرو لسو کلونو کې د ښځو لاس ته راوړنې به له خطر سره مخامخې کړي.» هغه پر نړیوالې ټولنې او د آلمان پر فدرال حکومت غږ کوي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نیلوفر سما په مزارشریف ښار کې د ښځو د ملاتړ د یوه سازمان مشره ده

نیلوفر سما په مزارشریف ښار کې د ښځو د ملاتړ د یوه سازمان مشره ده

افغانانو په تیرو کلونو کې تر بل هر څه ډیر د امنیت غوښتنه کړې ده خو ښايي د هغوی له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، آن د مزارشریف په شان په امن لرونکو ښارونو کې امنیتي وضعیت مخ به خرابیدو وي. د دې پوښتنې ځواب چې ایا آلماني ځواکونه د پخوا په پرتله یو ښه او اباد افغانستان پریږدي، بې له شکه چې مثبت دی خو اصلي پوښتنه دا ده چې آیا افغانستان به له رامنځ ته شویو پرمختگونو ساتنه وکړي او که نه؟