1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

مېرکل غواړي چې د ايډز په وړاندې مبارزه د «جي اته» د ټولنې موضوع وټاکي

د آلمان لومړۍ وزيره انگلا مېرکل غواړي چې اروپايي ټولنه او د نړۍ تر ټولو ستر صنعتي هېوادونه «جي اته» د ايډز په وړاندې يوې نړيوالې مبارزې ته وهڅوي.

بېگم آغا خان او انگلا مېرکل په برېمن کې د ايډز د نړيوالې غونډې په ترڅ کې

بېگم آغا خان او انگلا مېرکل په برېمن کې د ايډز د نړيوالې غونډې په ترڅ کې

د آلمان په بريمن ښار کې د انسان معافيوي سيستم ته د زيان اړونکې مريضۍ په اړه د يوې غونډې په ترڅ کې مېرکل دا وړاندوينه وکړه چې د ايډز په وړاندې مبارزه به د اتو وړاو صنعي هېوادونو د مشرتابه يوه مهمه موضوع شي. په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې 600 کارپوهان ونډه اخلي، چې د هغوی په جمله کې د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د روغتيايي چارو وزيران، د ايډز په وړاندې د مبارزې د پروگرام مشر او د نادولتي ټولنو استازي هم گډون کوي.