1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«مېرکل د راتلونکو مهاجرو شمېر ته پوله ټاکل نه غواړي»

د آلمان د مسيحي سوسيال اتحاد مشر هارسټ زېهوفر د مهاجرو د حد اکثر شمېر ټاکلو غوښتنه کړې وه. خو د آلمان د لومړۍ وزيري دفتر دغه غوښتنه بيا رده کړې ده.

د آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل وياند شټېفن زايبرت د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۴مه نېټه) په برلين کي وويل چي «دا د صدراعظمې دريځ نه دی.» زايبرټ د آلمان د ائتلافي حکومت د مسيحي سوسيال اتحاد CSU د درئيس هارسټ زېهوفر هغه غوښتني ته اشاره وکړه چي نوموړی وايي آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو له پاره بايد کلنی حد او پوله وټاکله سي.

خو د مېرکل وياند وويل چي صدراعظمه په دغه موضوع کي د آلمان له خوا په خپل او يوازي سر دا ډول قدم اخيستل ردوي. له بل اړخه د CSU ګوند يو شمېر سياستوال د خپل ګوندي رئيس زېهوفر د غوښتني ملاتړ کوي.

هارسټ زېهوفر په ويلډباډ کرويت کي د خپل ګوند د کنګرې د پېلېدو څخه تر مخه ويلي چي آلمان هر کال تر ۲۰۰ زرو پوري پناه غوښتونکو ته ځای ورکولای او د هغوی د ادغام او نورو اړتياؤ تر هوده وتلای سي.

د نوموړي په وينا تر دغه څخه زيات پناه غوښتونکي آلمان نه سي ځايولای او له همدې کبله دغه سياستوال غوښتنه وکړه چي و آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو شمېر ته دي د ۲۰۰ زرو اکثر حد وټاکل سي. په آلمان کي د څو مياشتي راهيسي د ياد ګوند د سياستوالو له خوا د مهاجرو و راتګ ته د پولي ټاکلو غوښتني کيږي او ورباندي تاوده بحثونه سوي. خو دا لومړی ځل ؤ چي په دې تړاو زېهوفر ۲۰۰ زره د يوې حد اکثر شمېرې په توګه وړاندي کړه.

د انګېلا مېرکل وياند زايبرټ د مهاجرو د شميرې له پاره د پولو د ټاکلو په وړاندي کي د صدراعظمې مخالفت څرګند کړ: «د حد اکثر پولي ټاکل کېدل (د اروپايي اتحاديې) د يو دولت په يوازي اقدام نه سي عملي کېدلای.» وياند زياته کړه چي د مهاجرو د شمېرو په تړاو يوازي د اروپايي اتحاديې د نورو غړو سره په ګډه يو تصميم نيول کېدلای سي.

لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل چي د مسيحي ډيموکراټ ګوند CDU رئيسه هم ده، د چارشنبې په ورځ د ائتلافي ګوند CSU په کنګره کي مېلمنه هم ده. زايبرټ وويل چي دا «يقيني خبره ده» چي په دغه کنګره کي به ياده موضوع «تر زيات بحث لاندي ونيول سي.» د دغه وياند په وينا دغه کنګره يو ښه فرصت دی چي د مهاجرو د سياست په تړاو زموږ پر اهدافو خبري وسي.