1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«میړه مې غواړي څلور ښځې ولري»

د سهار نهه بجې دي او فریبا د خپل دکان مخې ته ستړې ولاړه ده. هغې د مزار شریف د «شیراباد» له سیمې څخه تر خپل دوکانه پورې لار په پښو وهلې ده. د هغې له کوره تر دوکانه پورې دوه ساعته پیاده لار ده. (انځور له ارشیف څخه)

An Afghan woman clad in a burqa walks past a graffiti painted wall, in Herat, west of Kabul, Afghanistan on Thursday, May 13, 2010. (AP Photo/Reza Shirmohammadi)

Graffiti Afghanistan

که څه هم فریبا میړه او نفقه پیدا کوونکي لري خو هغه وایي چې سخت کار ور په غاړه دئ. هغه زیاتوي: «بې پېسې کیدل هم سخته خبره ده. په ځانگړې توگه زما له پاره چې په دې ورځو کې د سهار او د شپې ډوډۍ په سختي پیدا کوم. هر سهار چې ساعت اوو بجې وښيي له کوره راوځم او تر دوکانه دوه ساعته لاره پیاده وهم.»

فریبا له شپږو میاشتو راهیسې د «رابعه بلخي» په مارکیټ کې دوکان لري. دغه مارکیټ د ښځو له پاره ځانګړی شوی دﺉ. هغه وایي چې غواړي په دې ځای کې له نورو ښځو سره په یو ځای کیدو سره خپل غمونه یو څه هیر کړي‎.

«کاشکې چې خدای ښځه نه وای پیدا کړې»

فریبا ۱۳ کلنه ماشومه وه چې مور او پلار ئې یو چا ته واده کړه. هغه له خپل وړوکوالي او ځوانۍ څخه بدې خاطرې لري. فریبا وایي: «د خپل وړوکوالي ورځې او شپې مې په سختۍ سره د خاوند په کور کې تیرې کړي دي. لا وړه وم چې د یوه ماشوم مور شوم. یو هلک مې نړۍ ته راوړ. سره له دې چې ماشوم مې د ژوندانه امید وو، خو بیا هم مې ژوند په سختې تیریده.»

فریبا وایي چې لږ وخت لا نه وو تیر شوی چې دویم اولاد ئې هم پیدا شو. هغه زیاتوي چې وړوکي «نوید» ئې د ژوندانه په لومړیو شپو کې وکولای شو چې ورته لږه خوشحالي ور په برخه کړي. ځکه چې د هغې په خبره د هلک په زیږولو سره ئې کورنۍ کې قدر ډیر شوی وو. خو د فریبا دې خوښۍ ډیر وخت دوام و نه کړ. هغه وایي: «شاوخوا د ماښام وخت وو چې زموږ د کور دروازه په ډیر شدت سره وټکول شوه. زموږ د گاونډي زوی وو چې زما د میړه د مرگ خبر ئې راوړی وو. زما له خسرگنۍ سره د دښمنې په تړاو زما خاوند په یوه حویلې کې وژل شوی وو.»

فریبا سترگې چې اوښکو ډکې شوې دي په خپل شین ټکري چې پر سر ئې دئ پاکوي. خو اوښکې د هغې پر مخې داسې روانې دي چې د پاکیدو مجال ورته نه ورکوي. هغه وایي: «وروسته له هغې چې کونډه شوم، په دې پوهه شوم چې ژوند له هغه ډیر تریخ دئ چې د میړه د ژواندانه پر وخت مې پر ما تیریده. تر یوه کاله پورې په ډیرو زاریو او ژړاگانو د خسر په کور کې پاتې شوم. خو ظالمانو بالاخره خپل کار وکړ او زه ئې یو کس ته د سلو زرو افغانیو په بدل کې نکاح کړم.»

فریبا د اتلس کلنۍ په عمر له یوه ۶۰ کلن سړي سره واده وکړ. د هغې دویم میړه یوه میرمن او نهه اولادنه لرل او مشره لور ئې تر فریبا مشره وه. اوس چې د فریبا له دویم واده څخه څلور کاله تیریږي د هغې د مخ گونجې د هغې عمر تر یوې ۲۲ کلنې لوړ ښيي.

د فریبا ژړا هغه دې ته نه پریږدي چې خپله کیسه په قلاره وکړي. د بخښنې په غوښتلو سره وایي: «زړه مې نری شوی دئ او په ژړا مې زړه سپکیږي. کاشکې چې خدای پاک ښځه نه وای پیدا کړې. له درې میاشتو ډیر وخت کیږي چې اولادونه مې نه دي لیدلي او زړه مې د هغوی د لیدلو له پاره ټوپونه وهي.»

کله چې فریبا د دویم ځل له پاره واده شوه نو خسر ئې اجازه ورکړه چې خپل وړوکي ماشوم چې هغه وخت ئې مور شیدې څښلې له ځانه سره بوځي. خو د هغې تر واده یو څه موده وروسته میړې ئې فریبا د ماشوم له وجې څو وارې وهلې ده. فریبا خپله کیسه داسې وایي: «له واده مې شپږ میاشتې نه وې تیرې شوې چې یوه شپه مې خاوند د خپل زوی نوید، د ژړا په خاطر ډیره ووهلم او تر هغې وروسته ئې له کوره وشړلم. نیمه شپه په کوڅه کې یوازې وم. زه ډیره ویریدم او بالاخره د یوه گاونډي کور ته ولاړم.»

کله چې د فریبا لومړی خسر له دغې پېښي خبر شو نو له هغې څخه ئې نوید واخیست او فریبا ته ئې نوره اجازه ور نه کړه چې خپل ماشومان وویني.

فریبا پر خپل بدن هغه پپونه ښيي چې د میړه د وهلو له کبله د هغې پر بدن راغلي دي. خو پر دې ټولو سربیره هغه هڅه کوي چې له خپل تقدیر څخه راضي ښکاره شي. فریبا وایي: «څه وکړم، نصیب مې همداسې وو. له واده مې یوازې ۲۰ ورځې تیریدې، میړه مې داسې ووهلم چې ترڅو ورځو مې له خپل ځای څخه حرکت نه شو کولای.»

فریبا وایي چې ډیر وخت ئې هغه میړه ځکه وهي چې خاوند ئې ورڅخه غواړي چې د هغه له پاره یوه بله نجلۍ هم وغواړي. فریبا زیاتوي چې خاوند ئې غواړې چې څلور ښځه ولري.

فریبا په قهریدلې مخ او په لوړ اواز وایي: «له دغې خبرې ئې نفرت لرم. نه غواړم چې د پیسو په خاطر یوه بله نجلۍ هم قرباني شي. خاوند مې ډیرې پیسې لري، خو بې حده شوم دئ. په وروستیو څو میاشتو کې حتې زما د خوراک او څښاک له پاره هم پیسې نه راکوي.»

«دکانداري مې پام په بله کوي»

د فریبا د پلورنځای پیریدونکې ماشومان او ښځې دي. د هغې په دوکان کې د بیلگې په توگه د سینگار سامان، یو څو جوړې کالي، بوټان، د ماشومانو د لوبو سامانونه او داسې نور شيان موجود دي.

فریبا د خپل دوکان د جوړولو د هڅو له پاره په زړه پورې کیسه بیانوي: «له خپل یوه گاونډي څخه مې واوریدل چې د میرمنو له پاره یو ځانگړی بازار جوړ شوی دئ. په ډیرو زاریو او ژړا په دې وتوانیدم چې خپل میړه ته قناعت ورکړم چې د دوکان د پرانیستلو اجازه راکړي. له هغه سره مې ژمنه وکړه چې خپل ټول مصارف پخپله پوره کوم او هر ماښام چې هغه یو دوه د تناره ډوډۍ له ځانه سره راوړي، نورې دې ئې نه راوړي.»

د فریبا وړوکی دکان د هغې هر څه دئ. هغه وایي: «د ژوندانه ټوله هیله مې اوس یوازې دوه شیان دي: اولادونه او همدا دوکان مې.»

فرخنده رجبي / سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش