1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

میټ رومني د جمهوري غوښتوونکو رسمي نوماند شو

په متحده ایالاتو کې جمهوري غوښتونکو د سه شنبې په ورځ په رسمي ډول میټ رومني د دې هیواد د راتلونکو ټاکنو له پاره د خپل نوماند په توګه وټاکه.

دا نو په دې معنی ده چې رومني به د امریکا په راروانو ولسمشري ټاکنو کې له ولسمشر اوباما سره سیالي وکړي. په امریکا کې د نومبر پر ښپږ ویشتمه نیټه د ولسمشري ټاکنې کیږي.

رامنې پنځه شپیته کاله عمر لري او تر دې مخکې د مسې چوسیتس ایالت ګورنر پاتې شوی دﺉ.