1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

مینه ګر مثلث - لنډه کیسه

د دویچه ویله پښتو انترنت پاڼه د نیکمرغه کوچني اختر په ویاړ ځانگړي مطالب خپروي. د دې بهیر په ترڅ کې د افغان لیکوال سمندر وفا په قلم د «مینه گر مثلث» ترعنوان لاندې لنډه کیسه دلته ولولئ.

افغان لیکوال سمندر وفا

افغان لیکوال سمندر وفا

هغوی درې واړه د کابل ښار د لوېدیځې برخې په یوه مشهوره سیمه کې یو ځای را ټول دي. هر لاروی ئې چې د عجیبه کورګي له مخې تېرېږي؛ نو پزه کشوي او ناړې شړي؛ ځکه داسې سړی به څوک ومني، چې ناسته پاسته، خوب او خوراک ئې له سپي او پشۍ سره وي.

څوک ورباندې کار نه لري. څوک ئې غږ نه اوري. درې واړه د تل پاتۍ یا د فکر د مستقیم انتقال له لارې یو بل پوهوي راپوهوي. یاره د هغوی چوپتیا هم عجیبه مینه ګره دنیا ده.

څلور پنځه کاله دمخه وه، چې ما هغوی وموندل. زما خوښېږي، چې سهار له کوره د سړک غاړو ته ووځم. او له یوه تازه، سپین او آرامه کابل سره ګامونه پورته کړم.

کابل لویه ورځ تر لس دولس میلیونو څپل څپل پښو لاندې خاوره دوړه کېږي. شپه چې شي، نو بیا پښې وغځېږي؛ ښار هم وغځېږي. او سهار بیا زه ورته راووځم. زه ګرځم او غوږ مې ښار ته وي، چې کومه خوا ګامونه وهي.

په هغه شنه سهار رفیع جنید-امریکا مېشتې شاعر او پنځګر- هم راسره لاره یوه کړه. جنید غږېده، څه وېلې، نه وېلې ئې راسره شریکولې، چې په دغه مینه ګر مثلث ور برابر شو. هغه زه پوښتلم او ما وېل: «ته ودره، چې وئې ګوروو!» نه مې غوښتل د قضاوتونو په اور کې دغه ساده مینه لمبه شي.

یو خړ پړ او د زمان پنجو موښلی سړی، یوه توره پشۍ او یو هم ورسره سپی، د یوه پرانستي ګراج مخې سره، په سنګفرش ناست وو او سړي د سبا ناري له پاره پیالې او لوښي وینځل.

څو شېبې لېرې او نزدې ودرېدو خو غوره دا وه، چې سیمه خوشې کړو. ښه وه، هغوی مو په خپلو شکاکو پوښتنو ونه ځورول.

ورځې ورځې سړی، سپی او پشۍ را سره دننه؛ د خیال په یوه ګوشه کې کښته پورته کېدل. چې ور پام به مې شو، بیا به ذهن خبره را جوړه کړه، چې دا سړی خامخا لیونی دئ، حواس ئې له لاسه ورکړي؛ کنه له سپي او پشۍ سره څوک په یوه خونه کې اوسېدلي!؟

نه پوهېږم، ښايي دغه سړی په کابل راغلو دوزخي شپو ورځو داسې له نورو له شکایتونو او قضاوتونو غورځولی وي. هغه په ځان روغ رمټ دئ. جامې ئې هم د دغو شپو ورځو د دود له مخې دي، آن پګړۍ هم پر سر را تاووي؛ خو خبرې ئې نه دي زده، غږ ئې نه خېژي... خوراک او څښاک کوي، خو خدای خبر پېسې له کومه ورته راځي؟

ښایي یو له مخورو کابلیانو به وي! هسې سړی هم نه دئ، چې د شپې تېرولو او نس اړولو له پاره د چا کور وټکوي. مخ او څېره ئې هم د کات خوړلې پګړۍ په څېر زماني پخپلو دوړو ګونځې ګونځې کړي؛ خو دا دومره خاطرې په ژبه او خوله نه راوړي.

نن بیا ورته را چکر شوم. ښه دئ، سبایي د هټیوالو او ګاونډیانو بیروبار نه وي. د پولیسو او نورو څارګرو ګزمې هم داسې نه تېرېږي.

زه ولاړ یم. نن بیا یوازې را چکر شوی یم. خبره خولې ته نه راځي. هغه پرته له سواله او ځوابه سوالګر سړي ځوابوي.

مینه په سوال او په ځواب نه کېږي. زه د مینې یو لاروی لیکوال یم. خو د دوی مینه په قلم نه راځي. دا ډېره ساده او خالصه مینه ده. نه جنسیت لري او نه ښکلا. نه په اخلاقو کې راغلې او نه ئې هېڅ انساني ذهن منلای شي. دا فقط مینه ده. یو هم څه په خوله نه راوړي. دوی مینه کوي. او زه له همدومره زده کړې سره نن هم بې پوښتنې ستنېږم.

خو ذهن زه بیا هم سره څېرلم. ذهن پوښتنې په لاس را کولې. ذهن زه ور روانولم، چې خبره ترې راوباسم. ما هغوی لیدلي وو؛ خو اورېدلي مې نه وو. او ذهن نه قانع کېده.

دری واړه یوه مستطیل ډوله ګراج کې اوسېدل. د ګراج نیمه برخه یوه زاړه تخت او اورې کړې بسترې نیولې. بر سر کې پخوانۍ لرګینه المارۍ ولاړه وه. او سړي خپل او د مینې د دغې جونګړې د دوو نورو هستوګنو غړو اړتیا وړ توکي او سامانونه د یوې ښې کورګرې مېرمنې په څېر ځای پر ځای کړي.

کله به مې د خپل کور په پاکۍ او صفایۍ لیده، کله هم پخلي کولو، لوښي یا زړې چیني پیالې وینځلو، یا به ئې هم تخت کې ډډه وهلې وه او زړه سوني، جاپاني رادیو به ئې اورېدله.

د ګراج یوې خوا ته په دیجیتال ابزارو سنبال عکاسخانه وه، بلې خوا ته ئې د برېښنایي توکو لویه هټۍ او داسې نورې هټۍ؛ خو نه له هټیو غږ خوت او نه دغه یوازې وګړي، په خبرو خپله خوله خرابوله.

له بڼې ئې برېښېدله، چې له خبرو او ویناو ئې زړه تش کړی. هغه د چا پروا نه لرله، اصلا هغه له چا سره نه وو. څوک خبر؛ ښایي هغه به یوازې همدا ورسره خپل شوی سپی او پشۍ لیدل، کنه څنګه ئې په دومره نارو سورو کې لږ تر لږه چیغه نه کوله: «غلي شئ!!! ورک شئ!!!»

زه همداسې ولاړم او راغلم؛ خو نه له دغې بې پروا کورنۍ سره کښېناستم او نه مې غږ پرې کولای شو. ښایي شرمېدم به چې څوک مې له خپل انساني ټبر څخه له هغوی سره وویني، او د اخلاقي قضاوتونو ښکار ئې شم!

سپی خو زموږ په فرهنګ او دود دستور کې نجس حیوان دئ. پشۍ هم یوازې د موږکانو د سټې په راوېستلو کې کورونو کې کښته پورته کېږي؛ نور نه څوک کور کې ځای ورکوي او نه خوراک. او ماشومان خو ډبرې وارول په همدغو زده کوي.

زه دومره کلونه، مېاشت کې یوځل دوه ځله ورباندې را تاوېږم. خو درې واړه چوپ دي. ته به وایې د دوی ترمنځ ځانګړې انرژۍ ده، چې فکر او پیغام یو بل ته انتقالوي. هغوی سره جوړ دي. له چا سره ئې نه شم مقایسه کولای. حتا خپله کورنۍ، چې یوه تر ټولو ښه را ته ایسي، هم دومره سره پخلا او دومره سره همغږې نه شم موندلای.

هلته هرڅه آسانه او ساده دي. سړی، سپی او پشۍ دومره سره خپل او آشنا دي، چې د څه شي غوښتلو له پاره پر یو بل غږ نه کوي. کارونه خپله تر سره کېږي. هغوی لکه د یو بل هنداره چې وي. لکه چارې چې پرته له فکر کولو، د مستقیم درک او ژوندیو حواسو له لارې تر سره کوي. نه پوهېږم، په هغوی کې لوړ څوک دئ. اخر د یو بل هندارې دي. او دغو هندارو کې خپل ساده او سپین زړونه ویني.

دا یوه عجیبه جمعه ده. وایي چې همجنس له همجنس سره جمعه کېږي؛ خو دلته سړی، سپی او پشۍ بې قیده او شرطه مینې سره همجنسه کړي. له دغو دری واړو ګډ عدد جوړ دئ. د مینې عدد او د مینې بیه په هېڅ بانک کې نشته.

نن د اختر ورځ ده. زه ورباندې را تېر شوم. د ګراج له نیمکښه دروازې څخه د راډیو غږ راته. خپرونه کې یو روانشناس میلمه وو، چې د ښار له کوڅو د سریلا سپو د ټولولو په موضوع وغږېږي. ما سر له دروازې لږ ورښکاره کړ. سړی نه وو. پشۍ بره پر تخت ناسته وه. زړه ئې وو، څوک ئې په غېږ کې ونیسي او عکس ورسره واخلي!

سپی لاندې ناست وو. زه د ګراج وره کې ودرېدم. سپی را پاڅېد، خپله ژبه ئې شروع کړه: «عووووو...» دا لومړنی غږ وو، چې ما له دغو درو چوپه خوله مینه ګرو واورېده.

ما سره پلاستیکي کڅوړه کې کیک او کلچې وې. کڅوړه مې وړاندې کړه. پشۍ غوښتل را ټوپ کړي؛ خو سپي په خپلو کتو بېرته آرامه کړه. اضافي زور ته اړتیا نه وه. پشۍ د خپلو بریتونو په څټلو او ارګميو شوه.

سپی را نزدې شو. زه لا ولاړ وم. سپي زما لاس نرم نرم وڅاټه. ته وایې مور ده او د شوخ ماشوم تورې خېرې ترې پاکوي. دې سره یو احساس په لاس راننوت، راپورته شو؛ ټول ځان ئې را څخه وېوړ؛ زه لکه د زېږون د ورځې په شان تش او سپک شوم.

توبه مې کړه، او کڅوړه مې پرېښووه. لکه باد داسې شوم. له سپي او پشۍ څخه لېرې شوم. لکه ماشوم داسې شوم. داسې ورځ مې نه وه لیدلی. نا آشنا احساس زه په خپلو وزرو سپور بیولم. لکه په ټول ځان چې چا مچ کړی وم. خبرې مې نه وې زده. څوک را سره نه وو. هغه شېبه زه او ټول د خدای وو...نه پوهېږم؛ بې شکله احساس نه وېل کېږي.

یو ځل را په سد شوم؛ شاوخوا مې وکتل؛ ښه وو هېڅوک نه وو. وړاندې چټک شوم، غوښتل مې خپل ماشومان او ماندینه ښه ښایسته ښایسته مچ کړم. چې سترګې مې د اړو کسانو په یوه لیکه ولګېدې.

له سعودي څخه رالېږل شوې د قربانۍ غوښه وېشل کېدله. کتل مې چې هغه سړی هم له سپینې حلبي کاسې سره غوښې اخستلو ته په نوبت ولاړ دئ.

یو دم خپله څېره را تر نظره شوه: ژوند که د مینې لپاره نه وي؛ نو په څه ارزي؟؟؟

ولې دا سړی له سپي او پشۍ سره ګډ اوسي؟؟؟

ځواب ئې فقط مینه ده. بې قضاوته مینه، بې قید او شرطه مینه؛ لکه خدای ئې چې له ټولو موجوداتو او هستۍ سره کوي.

نزدې وه ور وګرځم او د هغه سړي لاسونه او سترګې او زړه ښکل کړم؛ خو دا کار مې هم ونه کړ. ځکه له ما د انساني قضاوتګر ذهن بوت خوت.

نه مې غوښتل د هغه او د خدای د دوو نورو موجوداتو ترمنځ مینه ګره سوله د خپل ذهن په اور تباه کړم. اوس پوه شوم، نن مې د ژوند لوی لوست وکړ: سوله په زړونو کې ده.

یوازې ساده او خالص زړونه دي، چې حقیقت مومي.

وفا سمندر
کتونکی: سید ریاض

DW.COM