1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

مک کين: کندهار هم د بريا او هم د ناکامۍ کلي ده

د افغانستان په جنوب کي دغه ښار د جان مک کين په خبره د طالبانو په وړاندي په جگړه کي يو مهم رول لوبوي...

مک کين چي د جمهوريت غوښتونکو دگوند د يو مخکښ استازي په توگه د امريکا د مشرانو د جرگې غړی دی. د يو مهم سياستوال په حيث د سنا د دفاعي جرگې غړيتوب هم لري.

مک کين چي د جمهوريت غوښتونکو دگوند د يو مخکښ استازي په توگه د امريکا د مشرانو د جرگې غړی دی. د يو مهم سياستوال په حيث د سنا د دفاعي جرگې غړيتوب هم لري.

کندهار د برياليتوب او يا ناکامۍ کلي ده. دغه خبره نوموړي د افغانستان څخه د ليدني پر مهال وکړه.

او ورسره يې پر ولسمشر بارک اوباما خپله نيوکه تازه کړه چي غواړي د راتلونکي کال په جولای کي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو لړۍ پيل کړي.

مک کين په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل : موږ بايد دښمن ته داسي و نه وايو چي، موږ وزو مخکي تر دې چي کار سرته رسېدلی نه وي.

مک کين چي د جمهوريت غوښتونکو دگوند د يو مخکښ استازي په توگه د امريکا د مشرانو د جرگې غړی دی. د يو مهم سياستوال په حيث د سنا د دفاعي جرگې غړيتوب هم لري.

د افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو د وتلو اندېښنې وروسته تر هغه ډيري سوې چي د اوباما ادارې پر خپله ټاکلې نېټه باندي ټنگار کوي چي د افغانستان څخه به د ځواکونو په ايستلو پيل وکړي.

د بلي خوا په پولنډ کي نوي ټاکل سوي جمهوررئيس برونيسلاو کوموروسکي هم ويلي چي په راتلونکي دوو کلونو کي به د افغانستان څخه د ځواکونو په ايستلو پيل وکړي.

تيره ورځ د المان د دفاع وزيره په يوه مرکه کي ويلي ويل چي متحدين چي د هر دليل له مخه د افغانستان څخه پوځونه باسي بايد د خپلو انډيوالانو سره په همږغۍ دا کار وکړي.

AG/ زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم