1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

مکيرنن: افغانستان ته حتی اروپايي ښورښيان راغلي دي

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قومندان David D.Mckiernan ويلي دي چي د پاکستان استخبارات د طالبانو سره مرسته کوي، ځکه نو د هغوي يعني د طالبانو په بريدونو کي په سلو کي 50 ډير والی راغلی دی

د ناټو ځواکونو مطبوعاتي مرکز

د ناټو ځواکونو مطبوعاتي مرکز

د ناټو ځواکونو قومندان په داسي حال دا څرګندوني کړي چي د يوې خوا په افغانستان کي د آيساف ځواکونه و نورو عسکرو ته اړتيا لري د بلي خوا داسي ويل کيږي چي هلته د بهرنيو جنګياليو شمير ورځ تربلي ډيريږي چي د هغوی په ډله کي حتی اروپايان هم سته.

نوموړی څلور ستوري لرونکی جنرال زياته وي چي د تندلارو او طالبانو د ساز مان سره د پاکستان د استخباراتو يا ISI مشغولاډيره ده او خورا پيچلې بڼه لري.

جنرال څرګنده کړې:« داچي تر کمي اندازې پوري دا پيچلتيا موجوده ده. زه نسم ويلای خو و دې نتجې ته سړی رسيدلای سي چي د ISI په برخه کي ځني نښي نښانې سته چي په کومه سويه دوي په قباييلي سيمو کي د زورلارو ډلو د پر مختګ کارته ملا تړلې ده.»

جمهوررييس حامد کرزی

جمهوررييس حامد کرزی

د افغانستان جمهوررييس حامد کرزی بيا مستقماً پر ISI باندي تور لګوي چي په افغانستان کي د ښورښيانو سره مرسته او په دې هيواد کي اور ته لمن وهي. خو پاکستان هر وخت دغه تورونه ردوي.

امريکايي جنرال مکيرنن، چي په افغانستان کي يې د روان کال د جون په مياشت کي د 53000 ايساف ځواکونو قومنده په غاړه واخسته او تر دې د مخه په 2003 کال کي په عراق کي د امريکايي ځواکونو قومنده په غاړه درلو ده په دې نظر دی چي، په افغانستان کي نا آرامۍ تر يوې اندازې پوري په دې خاطر هم ډيري سوې دي چي،افغان او نړيوال ځواکونه د مبارزې و نوو ډګرونو ته ور ننوتي دي.

جنرال زياتوي، ښورښيانو هم خپلي تګ لاري ته تغير ورکړی دی، دوی پر کوچنيو ډلو ويشل سوي دي او هرځای ګوزارونه کوي. او په پاکستان کي و دوی ته دا زمينه برابره سوې ده چي د افغانستان پولو ته نږدې پټځايونه ولري. په تيره بيا د هغو جنګياليو لپاره چي پښتانه ندي او په هغه وخت کي يې د طالبانو سره اړيکي درلودې چي طالبانو د 1996 څخه تر 2001 ميلادي کال پوري په افغانستان کي حکومت کوۍ.

پاکستاني طالبان

پاکستاني طالبان

جنرال مکيرنن، وايي په روان کال کي د تير کال په پرتله ډير شمير غير پښتانه او غير افغان جنګيالي راغلي دي. هغه وايي:« دوی د بيلابيلو هيوادونو څخه دي چي ځيني يې د چيچنيا، پاکستان، ازبکستان ، عربي او حتی د اروپايي هيوادونو څخه راغلي دي.» که د افغانستان سرحدونه کلک وساتل سي نو د ښورښيانو سره به ډير ژر معامله وسي.

نوموړي زياته کړې چي ښورښيان د افغانستان څخه د باندي قومنده اوخپل اکمالات تر لاسه کوي چي دا پخپله د ښورښيانو جوړښت ته مغلقه بڼه ورکوي.

د مکيرنن، د خبري سره سم داسي ښکاري چي ښورښيان غواړي په افغانستان کي په راتلونکي کال کي د جمهوري رياست ټاکني تخريب کړي. چي لدې کبله بايد افغانستان ته نور عسکر وليږل سي.

ددې امريکايي جنرال د خبرو سره سم په افغانستان کي د ناټو د ماموريت موده په دې پوري اړه لري چي څه وخت افغان ځواکونه پخپله ددې توان پيداکړي چي د امنيت وظيفه پخپله په غاړه واخلي. د مکيرنن، د څرګندونو سره سم اوس هم په افغانستان کي ځيني سيمي او اولسوالۍ سته چي افغان ځواکونو يې امنيت په غاړه اخستلای سي،او دا څرګنده خبره ده چي نړیوال ځواکونه به ددوی ملاتړ وکړي.