1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

مکلفيت او که د خپلي خوښی يا حرفوي عسکري

د مونشن په امنيتي کنفرانس کي حامد کرزي د عسکري مکلفيت د بيرته رواجولو خبره وکړه، او په دې ارتباط ډويچه ويلي دسياسي کار پوه احمد سعيدي سره دغه مرکه کړيده

default

ډويچه ويله :

د آلمان د ميونيخ په امنيتي کنفرانس کي د افغانستان جمهور رييس په خپل هيواد کي د عسکري مکلفيت د بيرته رواجولو خبره ياده کړه . په داسي حال کي چي د دفاع وزارت مخکي له دې ويل چي په اوسنيو شرايطو کي جبري عسکري خدمت ممکن نه دی، اوس ولي افغان حکومت په دې فکر کي لويدلی دی چي دغه خدمت بيرته جاري کړي .

سعيدي :

دا خبره چي محترم کرزي صاحب په مونشن کي کړې ده ، دا يوه ارماني خبره ده . د دې کار لپاره د افغانستان نه عيني او نه ذ‌هني شرايط آماده دي . زه غواړم چي په دې هکله څو ټکو ته اشاره وکړم :

لومړی، ترهغو پوري چي په افغانستان کي سرشماري نه وي شوې او خلک د تذکرو خاوندان نه وي، دا کار ممکن نه دی .

دوهم، هغه ډول ادارې چي دغه ډول کارونه يې پخوا سرته رسول، لکه د مکلفيت مديرت ، احصاييه، بيرته په ولسواليو او ولاياتو کي جوړي نسي، د عسکري مکلفيت خدمت جاري کول امکان نه لري .

دريمه خبر دا ده چي عسکري مکلفيت يوه انګيزه غواړي، هغه دا چي د دې هيواد ځوانان رښتيا هم احساس وکړي چي هغوی بايد له خپلي خاوري، له خپل هيواد څخه دفاع وکړي، خو له بده مرغه په اوسنيو شرايطو کي د اوسني حاکميت په وړاندي يو ډول بد بيني وجود لري، نو په دې وجه دعسکري خدمت انګيزه ځوانانو سره نسته .

بل خڼد په دې لار کي دا دی چي يو شمير زيات ځوانان په مهمو خدماتي دفترو، په کمپيوتري څانګو او نورو داسي غټو دفترونو کي په کار بوخت دي، نو کله چي دغه ځوانان واوري چي هغوی مجبوره کيږي چي د عسکري خدمت وکړي نو يو به هم پاته نسي، يو به د غرب په لور تښتي بل به د شرق په لور.

نو په دې وجه نه عيني شرايط او نه ذهني شرايط آماده دي . عملي جنبه نه لري . داکار به ډير سخت منفي عواقب ولري .

ډويچه ويله :

خو حکومت ولي دا موضوع په داسي يو وخت کي يادوي؟

سعيدي :

زه فکر کوم چي امکان لري چي د خارجيانو مشرانو دا موضوع چيري ياده کړي وي، نو حامد کرزي صاحب هم هغه ياده کړې ده . خو زما په نظرهر سياستمدار يا صاحب نظر چي يوه خبره کوي ، بايد په خپل وطن کي عيني شرايط په پام کي ونيسي ،بيا داسي خبره وکړي . زه فکر کوم چي « ښاغلي کرزي نه له عيني شرايطو او نه ‌په ذهني شرايطو خبر دی!»، که چيري خبر هم وي، دا خبره يې کړ ده. خو څرنګه چي ما وويل د عسکري خدمت د مکلفيت لپاره نه عيني او نه ذهني شرايط آماده دي .

ډويچه ويله :

زه ستاسو په نظر داسي پوه سوم چي د عسکري مکلفيت خدمت غوره ده، که چيري شرايط ورته آماده وي، يعني تاسي که چيري وضعيت سم شي ،دا مناسبه ګڼۍچي ستاسو هيواد خپل دعسکري نظام د خدمت مسأله د مکلفيت بر بنسټ جوړ کړي؟

سعيدي :

په اوسنيو شرايطو کي يې زه طرفدار نه يم . هغه څوک چي اوس د اردو په صفوفو کي قرار لري او د دښمن په مقابل کي جنګيږي، اکثريت يي د پيسو په بدل کي جنګيږي . که چيري دا نن پر هغوی باندي دغه مياشتني پنځه زره تر لس زرو پوري معاش قطع شي، داسي روحيه موجوده نه ده چي هغوی چمتو شي ،تر څو د دښمن په مقابل کي وجنګيږي، دا دې لپاره چي دښمن هم افغانان دي او دوست هم افغانان دي . خو هر کله چي د يو بهرني ملک په مقابل کي جنګ وي، بيا نو افغانان خاماخا يو موټي کيږي.

ډويچه ويله :

مخکي له دې چي د افغانستان د حکومت د تصميم په جزيياتو باندي وغږيږو ، نن په ډيرو هيوادونو کي د عسکري خدمت يا په خپله خوښه ده لکه پاکستان او يا د مکلفيت پر بنسټ چي جبري هم بولي ، لکه زمونږ په بل ګاونډي هيواد ايران کي، د دغو دوو ډولونو توپير، ګټي او نقصونه په څه کي دي؟

سعيدي :

اصلاً خبره دا ده چي هر هيواد خپله عسکري تجربه لري، مثلا په پاکستان کي د معاش په په بدل کي نتيجه ورکړي او په ايران کي مکلفيت . پخوا په افغانستان کي هم مکلفيت ؤ . خو وروسته له شلو کلونوڅخه په افغانستان کي شرايط ډ ير زيات بدل شوي دي . هغه شرايط چي د ظاهر شاه يا داؤدخان په دوره کي وه، هغه انګيزه چي په هغه وخت کي موجوده وه، اوس وجود نه لري . داسي مخالفتونه دي چي يو «ورور طالب دی، بل يې په ارګ کي ناست دی، يو ورور په کندهار کي دی، بل په شمالي کي دی، د هيواد په دننه کي مشکلات ډير زيات دي . خو زه خپله خبره بيا تکراروم ، تر هغو پوري چي عيني او ذهني شرايط آماده نه وي، داسي تصميمونه مثبت نتايج نه لري . خو د دې کار لپاره نه عيني او نه ‌ذهني شرايط آماده دي . نوزه دغه طرحه مطلوبه نه بولم .

ډويچه ويله :

خو له بلي خوا د افغانستان حکومت غواړي ،په راتلونکو څو کلونو کي تر 300000 پوري امينتي ځواکونه ولري، کله چي د عسکري مکلفيت لپاره هم شرايط آماده نه وي، او له بلي خوا دافغانستان مالي توان هم کمزوری دی چي د دومره شمير عسکرو تمويل هم ورته سخت دی، نو څه به کوي، حال دا چي دا هم غواړي چي د خپل هيواد امينتي مسووليت هم پر خپله غاړه واخلي؟

سعيدي :

ما هم اوريدلي دي چي کرزي صاحب ويلي دي چي هغه غواړي د درو څخه تر څلورو لکو پوري امنيتي ځواک ولري . تاسي خپله فکر وکړي، کله چي لږ تر لږه يو عسکر يا سرتيری له خوراکه نيولې تر جامو او دريشي پوري د مياشتي تر څلور سوو ډالرو پوري وي، نو له دې حسابه هر مياشت حکومت لس ګونو مليونو ډالرو ته ضرورت لري، که «چيري امريکايانو دا ژمنه کړې وي چي تر 50کلونو پوري د افغانستان امنيتي ځواکونو لګښت ورکوي، دا خبر بيله ده!»، پرته له دې حتی که دولت د 20000 ځواکونو د جوړښت تصميم هم ولري، هغه په خپله بودجه کي د داسي يوه پوځ د تمويل توان نه لري . دوی د کميت حساب کړی، خو د کيفيت حساب يې دځان سره نه دی کړی . آيا دوی ددغه لګښت دځان سره حساب کړی دی که نه! ګمان نه کوم. «په دې هيواد کي د پاړسي ژبي د متل له مخي، هر څه چوت انداز دي»! حقيقت دا دی چي منطقي طرحه وجود نه لري، کله چي دوی د 300000اردو د جوړولو خبره کوي، د دې معاش څوک ورکوي؟ حتی که چيري په ټول افغانستان کي امنيت وي، خلک هم چمتو وي چي خپله ماليه او تکس ورکړي . زه دا امکان نه وينم . کيدای شي چي دا يوه طرحه وي خو عملي بڼه نه لري . تاسي ګوري ، کرزی صاحب له يوې خوا په لندن کي د سولي او مصالحي خبره کوي، له بلي خوا په هلمند کي جنګ را شروع دی!

ډويچه ويله :

نوپه داسي يو اړودوړ کي په داسي يوه ګډوډي کي د حل لاره څه ده!

سعيدي :

ما ستاسو او نورو رسنيو سره تل دا خبره کړې، چي د افغانستان قضيه منطقوي ده . تر څو چي يوه منطقوي طرحه وړاندي نسي، دا ستونزه نه حل کيږي . معنی دا چي په دې منطقوي طرحه کي افغانستان د هغه ګاونډي هيوادونه پاکستان، ايران، منځني آسيا او روسيه دوی ټول ګډون وکړي .

بله خبره دا ده ، هغه څوک چي د دې حکومت په مقابل کي جنګيږي، هغه ټول تروريستان نه دي، ټول القاعده نه دي، ټول طالب نه دي، ډيری خلک له دغه حکومت، له دې حاکميت څخه مرور دي، هغوي خفه شوي دي .

ترڅو له دې حاکميت او يا بل حاکميت سره د افغانستان مينه نه وي، د افغانستان ارمان او آرزو ور سره نه وي، په دې وطن کي حکومت نسي کولای . د افغانستان خلک له دې حاکميت څخه خفه دي، تر څو چي ملتونه د حکومتونو تر شا ولاړ نه وي، په داسي عسکرو او په داسي پوځيانو دا ستونزه نه حل کيږي . زما په نظر په افغانستان کي يو ډول «رقابت دی، نه مخالفت!».

ډويچه ويله :

د وروستۍ پوښتني په توګه که چيري په افغانستان کي حالات عادي شي، تاسو د يو افغان په حيث او يو افغان کار پوه په توګه غواړی چي ستاسو په هيواد کي د عسکري خدمت د مکلفيت پر اساس وي او که د خپلي خوښي او پيسو په بدل کي؟

سعيدي :

زه شخصا کله چي پوه شم، چي د افغانستان سياسي استقلال، اقتصادي استقلال او د تصميم نيولو استقلال په خپله په افغانانو پوري مربوط دی، او بل دا چي پوه شم چي دغه زمامدران چي په کابل کي دي ، هغوی ملي منافع تر شخصي منافع پورته بولي او هغو ته ارجيحت ورکوي، زه چمتو يم چي له خپل وطن څخه سر هم قربان کړم، خو که «چيري يو شمير کسان د اختلاس او رشوت لپاره ملا تړلي وي، نو زه د چا مزدور نه يم! »

احمد سعيدي / حکيم باري

کتونکی : محمد قاسم نوري