1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

ميرکل: د نړيوال کېدو دپاره هڅي وکړی

د آلمان لومړۍ وزيري مېرمن انګيلاميرکل د نړيوالي ټولني څخه غوښتي چي د نړيوال کېدو او د يو ټولنيز او چاپيريال ساتني د جوړښت د پاره هڅي وکړي.

د آلمان لوړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل

د آلمان لوړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل

په برلين کي د نړۍ د پنځو اقتصادي موسسو د مشرانو سره په يوه ليدنه کتنه کي ميرکل وويل: د نړيوال کېدو چانسونو خطرونه ډېرکړي دي. ددې د پاره چي ټول خلګ د نړيوال کېدو څخه ګټه واخلي، په نړيوالو مالي بازاونوکي د انصاف او عدل پر بنسټ ولاړ يو نړيوال تجارتي او ترانسپورتي نظم ته اړتيا ده.