1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

«مونږ يو ولس يو....مونږ يو ولس يو..» ديوال بايد ړنګ شي، ديوال بايد ړنګ شي...!

د دغه ديوال د ړنګولو لپاره لاډيرپخوا، د سړي جګړي په اوج کي هغه وخت چي افغانستان لا د شورويانو تراشغال ؤ،غږونه پورته شول. جمهور رييس ريګن په 1987 ميخايل ګوربه چوف باندی غږ وکړ:«ښاغلي ګوربه چوف ! دغه ديوال ړنګ کړه!»

د هغه وخت د ختيځ آلمان خلک په 1989 کال د برلين په ديوال ناست دي او لويديځ ته د سرحد د پرانيستلو خوښي کوي

د هغه وخت د ختيځ آلمان خلک په 1989 کال د برلين په ديوال ناست دي او لويديځ ته د سرحد د پرانيستلو خوښي کوي

هو! کوم ديوال بايد ړنګ شي؟ ښکاره ده چی د برلين ديوال ، هغه يو ديوال چي د آلمان خاوره يي د دوهمي نړيوالي جګړي څخه وروسته په دو برخو او دو دولتونو ويشلي ؤ او ختيځ او لويديځ د بيلتون او د سړي جګړی سبمول ګڼل کيده.

د دغه ديوال د ړنګولو لپاره لا ډير پخوا د سړي جګړي په اوج کي هغه وخت چي افغانستان د شوريانو له خوا لااشغال ؤ، غږونه پورته شول. د امريکا متحده ايالاتو د هغه وخت جمهور رييس رونالد ريګن د 1987کال د جون په مياشت کله چي له لويديځ برلين څخه ليدنه کتنه کوله، د برلين ديوال تر څنګ ودريد او په خپله تاريخي وينا کي د شوروي اتحاد د هغه وخت پر مشر ميخايل ګوربه چوف باندي غږ وکړ:

«ښاغلي ګوربه چوف ! دغه ديوال ړنګ کړه!»

داسي غوښتنو په هغه وخت کي ډير شور او ځوګ راوپاروه ، خو ډيری زياتي هيلي ورته نه وي. که څه هم د هغه وخت د ديموکراتيک آلمان يا DDR، په ختيځو ګاوڼدو بيا په خاصه توګه په خپله شوروي اتحاد کي د ديموکراسي کيدو بهير لا مخکي پيل شوي ؤ، د ديموکراتيک آلمان د سوسيالستي متحده ګوند يا SED ، مشر، اريش هونکر له دي څخه ډه ډه کوله چي د ګوربه چوف د پيريسترويکا يا اصلاحاتو له سياست سره همنظر نه شي. د 1989 کال په جنوري کي هونکر ګواښ وکړ:

« ديوال به 50 کاله او حتي 100 کاله نور هم پر خپل ځاي پاتي شي، که چيري د هغو لامونو لپاره چي هغه جوړ شوي دی، له منځه ولاړ نه شي.»

په 1989 د آلمان خلکو د خپل پلارني وطن د يووالي لپاره شعار پورته کړ

په 1989 د آلمان خلکو د خپل پلارني وطن د يووالي لپاره شعار پورته کړ


په همدي کال کي د آلمان په لويديځ کي يواځي دری فيصدو دا فکر کاوه چي ښايي د هغوي په ژوند کي آلمان بيرته سره متحد شي. خو تاريخ خپل ګامونه ګړندي کړل، هغه ګامونه چي د ديکتاتورانو وړاندويني یی خپلي کندي ته وسپارلي او د يو ولس رښتني ژوند ته يي نوی سا وروبښله. له ختيځ آلمان څخه د خلکو د تيښو ستر بيهر پيل شو. او په سړکونو کي مظاهرو او د خلکو احتجاجونو د ختيځ آلمان مشري تر فشار لاندي راوستله. هغه مجبوره شوه چه د نومبر په مياشت کي خلکو ته د سفر کولو يوه محدوده آزادي ومني. د 1989 کال د نومبر په 9 د ختيځ آلمان د سياسي بيرو غړي، ګيونتر شابوفسکي يو اعلاميه خپره کړه چي وويل :

« مونږ تصميم ونيو چي د ديموکراتيک آلمان هر وګړي وکړاي شي د دغه دولت له پولو څخه بهر ته سفر وکړي.»

په عين شپه پرته له کومي ډزي څخي د ختيځ آلمان سرحدي نظام د خلکو د هجوم او سيلاب په نتيجه کي ړنګ شو. د ختيځ آلمان د سوسيالت واکمن ګوند د قدرت د مشری په دننه کي ګډوډي را پيدا شوه . د مرکزي کميتي غړي، برنارد کوانت، چي يو پخواني زوړ کمونست ؤ، د هر هغه چا لپاره يي د مرګ د سزا غوښتنه وکړه چي هڅه کوي ، د هغه د خپلی وینا له مخی «ديموکراتيک آلمان يا DDR ړنګ کړي.

« مونږ په دولتی شورا کي د اعدام سزا لغوه کړي وه. زه اوس د دي غوښتنه کوم چي دغه سزا بيرته جاري شي، او تول هغه کسان په ډزو سره ووژني چي زمونږ ګوند یی له دغه شرمونکي حالت سره مخامخ کړي او په نړي کي مخامخ کوي ..»

خو د هغه د غوښتني پر خلاف د ختيځ آلمان د هغه وخت د خلکو د سړکونو احتجاجونو ورځ په ورځ قوت پیدا کاوه، هغه قوت چي د ختييځي اروپا د نور هيوادونو د اصلاحي او ديموکراتيک غورځنکونو لکه د پولند د سولیدارنوش (پيوستون) يا د هنګري د اصلاحاتو د غورځڼګ څخه اغيزمن شوي ؤ. د برلين د ديوال له ړنګيدو سره د آلمان د يو والي لپاره غږونه پورته شول او خلکو په سړکونو کي نعري وهلي چي ...

«مونږ يو ولس يو مونږ يو ولس يو...»

د آلمان د هغه وخت صدراعظم هلموت کول او د شوروي اتحاد د هغه وخت مشر ميخايل ګوربه چوف

د آلمان د هغه وخت صدراعظم هلموت کول او د شوروي اتحاد د هغه وخت مشر ميخايل ګوربه چوف

په لويديځ آلمان کي د مسيحي ديموکرات د ګوند د هغه وخت صدراعظم ، هلموت کول لا مخکي د وخت او زمان په واقعيت پوه شوي ؤ او له هغه څخه يي د آلمان د يووالي لپاره استفاده وکړه. د هغه حکومت چي د فدرالي آلمان د جمهويت د هغه وخت د فدرالي شورا د ټولو ګوندونو ملاتړ ور سره ؤ د ختيځ آلمان له حکومت سره خبري اتري پيل کړي او له هغه سره موازي د دوهمي نړيوالي جګړي له فاتحو ځواکونو سره یی د آلمان د يووالي د بيرته اعاده کولو په تړونو باندي خبري وکړي. د آلمان اروپايي ګاوڼديانو او نړي ته هلموت کول ژمنه وکړه:

« مونږ آلمانانو له تاريخ څخه درس واخيست. مونږ د سولي او آزادي خوښوونکی ولس يو. مونږ به هيڅکله خپله ديموکراسي د سولي او آزادي دښمنانو ته په لاس ور نه کړو. مونږ له خپل پللرني وطن سره مينه لرو، مونږ له آزادي سره مينه لرو او مونږ له خپلو ګاونديو سره د سوليز ژوندانه سره مينه لرو... »

دا د فدرالي آلمان د هغه وخت د مشرانو ژمني وي چي د آلمان د يو والي لپاره يي لاره اواره کړه او د 1990 کال د اکتوبر په دريمه يي د آلمان د يو والي پر تړون د رسميت مهر ولګاوه.

نن دغه ورځ په ټول آلمان کي لمانځه کيږي.

برند ګريسلر/عبدالباري حکيم