1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

مورسي د مالي کي د فرانسې نظامي عمليات غندلي دي

د مصر جمهوررئيس محمد مورسي په مالي کښي د فراسې نظامي عملیات غندلي دي. مورسي په سعودي عربستان کښي د یوه اقتصادي کنفرانس پر مهال وویل چي په دې ډول به په افریقا کښي یو نوی بحران رامنځته سي، چي دا بيا شمالي عربي هيوادو او نورو هيوادو ته هم ورانتقالیدای سي. د ده په نظر لازمه ده چي سوله يیزه مداخله وسي او د دغه هيواد له پاره پرمختیايی پروژې په نظرکښي ونیول سي.