1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

مهاجرت او په کابل کې د کهنه فروشۍ تود بازار

د مهاجرت له عواقبو څخه یو هم د افغانستان په بازارنو کې د «کهنه فروشۍ» بازارنونو تودیدل دي. هغه افغانان چې غواړي اروپا ته ولاړ شي خپل د کور لوازم په لږو پیسو پلوري او اروپا ته د رسیدو په لار کې یې مصروفوي.

د افغانستان خلک په ځانګړي توګه د کابل اوسیدونکو، د مهاجرت او بیځایه کیدو له ورځو څخه ترخې خاطرې لري. د دغه ښار اوسیدونکي د لومړي ځل له پاره په ۷۰مې لمریزې لسیزه کې وروسته له هغې په ډلیزه توګه مهاجرتونو ته اړ شول چې په کابل کې د جهادي ډلو تر منځ کوڅه په کوڅه جګړې پيل شوې. کورنیو جګړو په زرونو کورنۍ دې ته اړ کړل چې خپل د کور لوازم خرڅ او ګاونډیو هیواودونو ته د تښتې لګښت پرې برابر کړي.

په هغه وخت کې هم کهنه فروشان یوازیني کسبیان وو چې تر ټولو زیات خرید و فروش یې لاره او د راکړې ورکړې بازار یې د خلکو د کورونو په سامانو ګرم وو. دغه بهیر شپږ میاشتي مخکې یو ځل بیا په کابل کې پیل شوی خو دا ځل د جګړو له امله نه، بلکه په پرمخ تللو هیوادونو کې د ژوند کولو هیلو ته د رسیدلو په موخه پیل شوی.

د کابل ښار یو کهنه فروش عبدالرووف، وايي چې د دوی بازار تر ټولو زیات هغو ورځو کې تود وو چې د اروپا پولې د مهاجرو پر مخ خلاصې وې: «کله چې پولې خلاصې شوې نو کاروبار هم ورسره زیات شو. خلکو تر دې حده خپل د کور سامانونه خرڅول چې مونږ فکر کاوه ټول افغانستان روان دی. هره ورځ به یې خپل د کور سامانونه خرڅول. داسې ورځې به هم راتلې چې مونږ به مال نه اخیستو ځکه یو به مو ځای نه لاره او بل به مو پیسې خلاصې شوې وې.»

اوس مهال د کابل ښار د کهنه فروشۍ دوکانونه د غالیو، یخچالونو، تلویزیونو او د کور له نورو وسایلو څخه ډک دي. شفیق د کابل ښار یو بل کهنه فروش وايي، هغه کسان چې بهر ته ځي، پرته د جامو او ځینې سپکو شیانو، نور خپل هر هغه څه خرڅوي. هغه زیاتوي: «کله چې یو کس ځي نو یوازې د تن جامې یې نه خرڅوي نور د کور ټول وسایل یې خرڅوي. له دې ځای نه هيڅ شی له ځانه سره نه وړي.»

راستانه شوي پښیمانه کډوال

د کابل ښار کهنه فروشان د هغو مهاجرو کیسې لري کوم چې د مهاجرت په موخه یې خپل د کور اجناس په ارزانه بیه پر دوی پلورلي خو د مقصد هیواد پر لور لارو کې د سختو تکلیفونو و کړاونو په لیدلو بیرته کابل ته راستانه شوي دي. دوی وايي چې آن دغو کسانو سره د ډیرو ارزانو اجناسو د اخیستلو پیسې هم نه وې.

د منصور په نوم یو کهنه فروش وویل: «ځینې کورنۍ خپل د کور وسایل خرڅوي، خو بیا بیرته راځي او مونږ څخه زاړه شیان اخلي. خلک باید له اوله ښه فکر وکړي ترڅو بیرته پښیمانه نه شي.»

عبدالرزاق بل کهنه فروش وویل چې قاچاق وړونکي د پناه غوښتونکو هر هغه څه چې په اختیار کې لرې ترې اخلي: «یوه کورنۍ آلمان ته تللې وه. کله چې بیرته راغله ویل یې چې د کور ټول سامان یې په کهنه فروشانو پلورلي وو او اوس غواړي موکیت او زاړه بالښتونه واخلي ځکه ټولې پیسې یې قاچاق وړونکو ورڅخه اخیستې دي.»

عبدالرزاق یو نوی او لوکس کوچ وښود چې بازار کې یې اصلي بیه ۴۰۰ امریکايي ډالر یا ۲۳۰۰۰ افغانۍ ده خو مهاجر شويو کورنیو وربانې په ۳۰۰۰ افغانۍ پلورلی دی.

خو د کور د وسایلو د خرڅولو لامل یوازې د مهاجرت موضوع نه ده، فقر او بیوزلي هم د دې لامل شوې چې خلک خپل د کور وسایل خرڅ کړي او په پیسو یې د څو ورځو له پاره د خپل کور ګوزاره وکړي.

له کهنه فروشانو څخه عبدالرووف وویل: «یو پلورنکی راغی او وېي ویل چې بیکاره یم، کار نلرم او په همدې دلیل د کور سامان خرڅوم چې د کور کرایه مې ورکړم.»

د افغانانو مهاجرت د دې لامل شوی چې له دغه هیواد څخه زیاتې پیسې بهر ته ووځي. دغه حالت د اقتصاد پر عمومي وضعیت باندې منفي اغیزه اچولې.

د کابل ښار کهنه فروشان وايي که څه هم دوی د کور اجناس او وسایل په ارزانه بیه اخلي خو د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله ډیر پيریدونکي نه لري.

DW.COM