1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

منينگ له امريکايانو څخه بخښنه وغوښتله

برادلي منينگ چې د ویکیلیکس انترنتي پاڼي له لارې یې په زرهاوو امریکایي پټ اسناد افشا کړي ول، په محکمه کي يې د خپل دې کار له کبله بخښنه وغوښتله. دا لومړی ځل دی چې منينگ په رسمي ډول له خپل کاره پښیماني ښوولې ده.

Private First Class Bradley Manning is escorted out of court after testifying in the sentencing phase of his military trial at Fort Meade, Maryland August 14, 2013. Manning on Wednesday told a military court I'm sorry for giving war logs and diplomatic secrets to the WikiLeaks website three years ago, the biggest breach of classified data in the nation's history. REUTERS/James Lawler Duggan (UNITED STATES - Tags: CRIME LAW MILITARY POLITICS) // eingestellt von se

Bradley Manning

منينگ د چهارشنبې په ورځ په «فورد میدي» پوځي اډه کې يوه پوځي قاضي دنیس لیند، ته د ۴۶ نړیوالو خبریالانو او ۷۸ څارونکو په حضور کې وویل: «زه له دې خبرې خواشینی یم چې زما د کارونو له کبله خلکو ته زیان رسیدلی دی. زه خواشینی یم چې زما کارونو امریکا متحده ایالات زیانمن کړي دي.»

۲۵ کلن برادلي منينگ، د خپلو جرمونو له کبله په ۹۰ کلونو بند محکومیدای شي. پر هغه باندې د جاسوسۍ او کمپیوتري درغلیو تور لگول شوی دی. منينگ د ویکیلیکس بربنډونکې پاڼي ته امریکایي دیپلوماتیک یادښتونه، د جگړې یادښتونه او ویدیوگانې ورکړې وې. په دغو ویدیوگانو کې په ۲۰۰۷ کال کې د امریکايي څرخي الوتکې له خوا پر ملکي عراقیانو باندي د ډزو کولو او د هغوی د وژلو ویدیو هم شامله وه.

تر دې یوه ورځ مخکې د منينگ د ماشوموالي او پر هغه باندې د روحي فشارونو په اړه هم خبري شوې وې. د هغه خور وویل چې منينگ په ماشوموالي کې د خپل والدینو له خوا زورول شوی وو. کارپوهانو ویلي ول چې منينگ له یو ډول رواني حالت سره مخامخ دی. دغه رواني حالت داسي وي چي سړی فکر کوي چې دی د مخالف جنس په جسم کې بند دي. د بیلگې په توگه یو نارینه فکر کوي چې هغه په اصل کې یوه ښځه ده، خو د یوه نارینه په جسم کې بندي دی. منينگ هم له دغه حالت سره مخامخ وو.

منينگ د خپلي چهارشنبې ورځې په وینا کې وویل چې هغه اوس دا خبره درک کړې ده چې د جگړې په اړه د خپلو اندیښنو د څرگندولو له پاره یې باید نورې قانوني لاري چارې موندلې وای. منينگ وویل چې هغه غواړي پوهنتون ته ولاړ شي او د ټولني په یوه موثر غړي باندې بدل شي.

د منينگ وکیلانو ویلی دي چې هغه یو «ساده» خو په خبره پوه ځوان دی چې غوښتل یې په خپل دې کار سره د امریکا متحده ایالاتو د پوځي او دیپلوماتیکو سیاستونو په اړه یو دیالوگ رامنځ ته کړي.