1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

م.م:د پوليسو له ليکو څخه بايد ماشومان وايستل سي

د ملګرو ملتونو چارواکو د سې شنبې په ورځ وويل چي افغان حکومت د دغه هيواد د پوليسو څخه د ماشومانو د پاکولو هلي ځلي پيل کړي. هغوی دغه اراز انديښنه ښودلې چي په پوليسو کي پر ماشومانو جنسي تيری کيدای سي چي تر اوسه پوري هم وي.

افغان پوليس

افغان پوليس

په ملګرو ملتونو کي د آلمان استازی، پيتر ويتيش، افغانستان ته رسيدلی ترڅو هلته د ماشومانو وضعيت تر څيړني لاندي ونيسي.

پيتر ويتيش ويلي چي د ملګرو ملتونو تحريمونه کيدای سي چي د هغو کسانو په وړاندي وضع سي چي ښونځي تر بريدونو لاندي نيسي.

ويتيش همدا راز ويلي چي افغان حکومت ژمنه کړي ترڅو خپل پوليس د هغو کسانو څخه پاک کړي چي تر قانوني سن يې نه دی پوره کړی. د ده په وينا حکومت همداراز منلې چي تر دي وروسته به د پوليسو په جذبولو کي داسي شرايط په نظر کي ونيول سي چي ماشوما دغو ځوکونو ته جذب نه کړای سي.

د روان کال په جنورۍ مياشتي کي افغان حکومت يو داسي تړون لاسليک کړی چي له مخه به يې ژمنه وکړه چي په خپلو امنيتي ځواکونو کي به د ماشومانو د جذبولو څخه مخنيوي وکړي.

د دغه تړون له مخه خو افغان حکومت همداراز ژمنه کړې چي په دغه هيواد کي به پر ماشومانو تيري، د هغوي په وړاندي د تاوتريخوالي څخه استفاده کول او د هغوی د بدن د اعضاوو د پري کولو څخه مخنيوي وکړي.

د يو بل ديپلومات د خبرو له مخه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت توانيدلي چي د خپلو څيړنو په پايلو کي يوازي درې ماشومان د افغان پوليسو په ډلي کي په ګوته کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د ملګرو ملتونو د يو بل استازي په حواله د افغانستان په لري پرتو سيمو کي او دغه هيواد د مليشو په ډلي کي لا تر اوسه هم ماشومان دنده تر سره کوي.

د ملګرو ملتونو کارکونکو په حواله د افغان ځواکونو په ډلي کي تر 12 کلنو ماشوما نو پوري کسان هم دنده ترسره کوي. دغه ماشومان ډير ځلي د پخلي کولو او مهماتو د انتقال دندي په غاړه لري.

د دغو چارواکو په حواله د افغان ځواکونو په ډلو کي جنسي تيري که څه هم شته خو افغان حکومت نه غوښتل چي په اړه يي خبري وکړي. خو اوس دي غواړي چي د تړلو دروازو شا ته د دغي موضوع په اړه هم خبري وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM