1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

ملگرو ملتونو د مهاجرو په تړاو د ایران هڅې ستایلي

ملگري ملتونو ویلي دي چې ایران د مهاجرو پر وړاندې د یوه سخاوتمندې نمونې په توگه ګڼل کیدای شي. پر دې سربیره هم ایران د ولسمشر ترمپ د سفر د ممنوعی په فرامان کې شامل دی. یوې محکمې اوس د دې فرمان مخه نیولې.

فرانس پرس خبري آژانس په تهران کې د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمیسارۍ (UNHCR) د ټیم مشري سیوانیکا دهاناپالا، له قوله لیکلي دي: «د ایران د حکومت مشر تابه ښوولې ده چې د کډوالو په کوربه توب کې بیلگه ده او خپلې پولې پرانیستې ساتي.»

هغې یادونه کړې ده چې «دا هغه کیسه ده چې په هکله یې زیاتره وخت څه نه ویل کیږي.»

ایران کابو له څلورو لسیزو راهیسې د شا او خوا یو میلیون راجستر شویو افغان مهاجرو کوربه توب پر غاړه لري او غیر حکومتي سازمانونه اټکل کوي چې په دغه هیواد کې نور دوه میلیونه نا راجستر شوي افغانان هم اوسیږي. د ملگرو ملتونو په وینا دا په نړۍ کې په یوه هیواد کې د میشتو مهاجرو تر ټولو لوړ څلورم شمیر دی.

د چهارشنبې په ورځ د متحدو ایالاتو په هاوایي ایالت کې یوې فدرالې محکمې د ترمپ له لوري پر شپږو اکثریت میشتې مسلمانو هیوادونو باندې د ویزې بندیز په اړه فرمان عملي کیدو مخه ونیوله. د محکمې قاضې په خپله پریکړه کې وویل چې د دې قوي احتمال شته چې که چیرې د ترمپ فرمان تطبیق شي نو د «نه جبرانیدونکي» زیان سبب وگرځي. پر نورو سربیره په دغو شپږو هیوادونو کې ایران هم شامل دی.

که چیرې دغه اجرائیوي فرمان نافذ شي نو پر شا او خوا یو میلیون ایرانیانو او د هغوی پر کورنیو به چې په متحدو ایالاتو کې اوسیږي او یا زده کړې کوي، ځانگړی اغیز ولري.

د بهرنیو غیر دولتي سازمانونو کارکوونکو دې جالب ټکې ته اشاره کړې ده چې ایران په داسې حال کې په دغه لیست کې شامل دی چې دغه هیواد د گڼ شمیر داسې مهاجرینو کوربه توب کوي چې له هغو شخړو تښتیدلي دي چې متحده ایالات هم پکښې هم ښکیل دي.

دهاناپالا، په ۲۰۱۵م کال کې د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنه اي هغه فرمان ته اشاره کوي چې ښوونځیو ته د ټولو افغانانو (راجستر شوي او نه راجستر شوي) د منلو خبره کوي. دا هغه یو گام دي چې چارواکي یې اړ ایستي دي چې نوي ۱۵۰۰۰ ټولگي رامنځ ته کړي.

دهاناپالا زیاتوي: «موږ له حکومت سره هم کار کړی دی، څو مهاجر په هغو صحي بیمو کې شامل کړی چې د حکومت له ملاتړ څخه برخمنې دي. دغه څه نه یوازې په ایران کې بلکې د نړۍ په کچه یو نوی پرمختگ دی.»

خو پر دې سربیره هم چارواکي پر دې پوهیږي چې افغانان په ایران کې له ستونزو سره لاس او گریوان دي. د نورو هیوادونو په څیر ایرانیان دې ته خوشحاله نه دي چې په دومره ډیر شمیر کې د بې وزله بهرنیانو کوربانه اوسي، په ځانگړې توگه په داسې یوه وخت کې چې د دغه هیواد اقتصاد په وروسیتو کلونو کې د نړیوالو بندیزونو له کبله ضربه لیدلې ده.

په پایله کې ایران ډیره هڅه کړې ده چې افغانان په دغه هیواد کې له اقامت څخه زړه ماتې کړي، هغوی هغه افغانان راټولوي چې اسناد نه لري او بیرته یې خپل هیواد ته استوي.

یو افغان چې نسبتا په تهران کې ښه کار لري او نه غواړي نوم یې واخیستل شي فرانس پرس ته وویل: «حتی زما په څیر کسان چې په ایران کې زیږیدلي دي او ۳۶ کاله یې دلته ژوند کړی دی لا هم د دې هیواد تابعیت نه لري. او هغه توپیري چلن چې د تعلیم او کار په برخه کې ورسره مخامخ شوی یم زندۍ کوونکی دی.»

خو دغه کس بیا هم د اقامت اجازې ته خوشحاله دی چې له هرو شپږو میاشتو څخه تر دولسو میاشتو پورې تمددیږي.

هغه زیاتوي: «په رسنیو کې له بد انځور پرته ما هیڅکله افغانستان نه دی لیدلی. زه واقعا له بیرته ستنیدو څخه ویره لرم. خو ۳۶ کاله ما په دې ویره کې ژوند تیر کړی چې زما د اقامت اجازه به تمدید نه شي او دې موضوع زما ژوند تریخ کړی دی.»

ایران ته ډیری افغانان د کار له پاره ځي او د تهران په څنډو کې په ساختماني چارو کې د کارگر، د موټرو تمځایونو کې د ساتونکو او یا د کثافاتو ټولوونکو په توگه کار کوي.

یوه بل څلویښت کلن چې راجستر نه دی او نه غواړي نوم یې واخیستل شي فرانس پرس ته وویل: «نور څه شی وکړو؟ زه په افغانستان کې دوې لوڼې او یو زوی لرم.» دغه افغان اوس راجستر نه دی، ځکه چې افغانستان ته د تگ له پاره یې خپل مهاجر کارت ورکړ او بیرته ایران ته په درې میاشتنۍ ویزه راغی چې بیا یې و نه شو کړای هغه تمدید کړي.

هغه زیاتوي: «درې کاله کیږي چې کور ته نه یم تللی. که چیرې کور ته ولاړ شم د ویزې بیا اخیستل له پنځو څخه تر دولسو میاشتو پورې وخت نیسی.»

کله چې ۱۹۸۰مه لسیزه کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ نو دی هغه مهال ۱۴ کلن وو. دغه افغان چې د پاکوونکي په توگه کار کوي وړاندې وایي: «کله چې دې څوک د سړک پر سر ونیسي، دا بې تفاوته چې ستا یو کال کیږي او که سل کاله. سړی د اخراج مرکز ته بیول کیږي او پولې ته د بیرته ستنولو له پاره د سرویس کرایې ورکولو ته مجبوریږي.»

دغه کس وایي چې څو وارې بیرته استول شوی دی او وایي چې د بیرته راتگ له پاره یا باید ویزې ته انتظار وباسي او یا باید په غیر قانوني توگه له انساني قاچاق وړونکو سره ولاړ شي. خو د هغه په خبره دی دغه کار نه کوي ځکه چې ډیر خطرناک دی.

بهرني حکومتونه پر ایران باندې دا تور هم لگوي چې د سوریې جگړې ته افغانان استوي. ایران په دې هکله هر ډول جبر او حکومتي ملاتړ ردوي او وایي چې دغه کسان په دواطلبه توگه دغې جگړې ته ورځي، خو د هغو کسانو کورنیو ته چې په دغه جگړه کې وژل شوي وي خاص امتیازات ورکوي.

په عین وخت کې د غیر حکومتي سازمانونو یو شمیر کار کوونکي له افغانانو سره د ناسم چلن په هکله انتقاد کوي، په ځانگړې توگه په سرحدي سیمو کې، خو ټول پر دې باندې موافق دي چې ایران د دغه بار په ځغملو سره، د ستایلو مستحق دی.

ملگري ملتونه هیله لري چې ایران به پر هغو کارونو بندیزونه نرم کړي چې افغانان یې د کولو وړتیا لري او د نا راجستر شویو افغانانو د ثبتولو له پاره رسمي پروسه پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې داسې اندیښنې موجودي دي چې دا کار به د لا زیاتو کډوالو د جلب سبب وگرځي.