1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ملي آرشیف د افغانستان د آبادي او بربادي نښانه

کورنۍ جگړې د کابل د ډیری سیمو د ورانیدو سبب شوې خو د ملي آرشیف ودانۍ ته په دوغو جګړو کې زیان و نه رسید. د مجاهدینو او طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم دغه ودانۍ زیانمنه نه شوه.

ملي آرشیف د افغانستان د تاریخ ویندوی دی. په دغه ځای کې سړی کولای شي چې د افغانستان د غوړیدو او خرابیدو دورې د اسنادو او انځورونو په ترڅ کې وویني.

خطي نسخې چې په طلا او لاجوردو لیکلې شوي دي، د ملي آرشیف خونو ته د هر نوي داخلیدونکي کس توجه جلبوي. په دغه ځای کې داسې تاریخي بې ساري اسناد ساتل کیږي، چې زوړوالی یې ان تر ۵۰۰ کلونو اوړي.

په ملي ارشیف کې موجود اسناد په لاس لیکل شوي دي.

په ملي ارشیف کې موجود اسناد په لاس لیکل شوي دي.

د ملي آرشیف د خطي څانگې مسوول عبدالرشید عثمان، وایي چې د دې آرشیف ۷۰ سلنه خطي آثار په طلا او لاجوردو سنگار شوي دي.

تاریخي انځورونه

د ملي آرشیف چارواکي وایي چې په دغه ځای کې تر ۱۸۰ زرو زیات تاریخي آثار ساتل کیږي. په دغه آرشیف کې د تاریخي ځایونو انځورونه هم موجود دي. د بامیان د بودا مجسمې د ویجاړیدو تر مخه اخیستل شوي انځورونه او د هغې وروسته د دغو مجسمو د د ویجاړیدو بېلا بېل انځورونه سړی کولای شي په ملي آرشیف کې ننداره کړي.

په ملي آرشیف کې همداراز د افغانستان په بیلابیلو دورو کې د چاپو شویو پیسو نمونې هم موجود دي. پر دې سربیره د افغانستان د پخوانیو حاکمانو د څوکیو او تختونو نمونې هم په دې ځای کې لیدلې کیږي چې د لرگي څخه جوړې دي او په ډیر مهارت په لاس سینگار شوي دي.

د ملي آرشیف د تاریخي اسنادو مسوول خدا داد آغر، وایي چې د سلطان حسین بایقرا د وخت اسناد هم په دغه آرشیف کې ساتل کیږي: «آرشیف له دوو برخو څخه جوړ شوی دی، یوه برخه خطي اسناد او بله برخه د تاریخي اسنادو ده.»

په ملي آرشیف کې کابو ټول خطي آثار پر لاس لیکل شوي دي. د پخوانيو حاکمانو فرمانونه، رسالې او کتابونه په لاس لیکل شوي دي. د ملي آرشیف د خطي نسخو ځینې برخې د اوسني نسل له پاره نا آشنا دي.

دغه آثار په کوفي، سیاه مشق او بهاري رسم الخطونو باندې لیکل شوي دي، چې نن ورځ له دغو رسم الخطونو څخه استفاده نه کیږي. د دغو خطونو حاشیې یا څنډې په ځانګړي توګه سنگار شوي دي.

ناکافي بودجه

د ملي آرشیف د مسوولینو د وینا له مخې هغه اسناد او لیکنې چې زوړوالی یې پنځوسو کلونو ته ورسیږي، په ملي آرشیف پورې مربوطیږي او په بازار کې د هغې پر خرڅلاو بندیز دی.

که څه هم ملي آرشیف داسې اسناد چې خلکو په شخصي توگه ساتلې وي رانیسي، خو د مسؤلینو په وینا د گران بیه اسنادو د رانیولو له پاره کافي بودجه نه لري. ښاغلی اغر زیاتوي: «موږ د اسنادو د رانیولو له پاره په کافي مقدار کې بودجه لرو خو له بده مرغه پر هغې باندې یوازې کولای شو چې مهم اسناد راونیسو.»

په ملي آرشیف کې د موجودو اسنادو زوړوالی ان تر ۵۰۰ کلونو اوړي.

په ملي آرشیف کې د موجودو اسنادو زوړوالی ان تر ۵۰۰ کلونو اوړي.

د ملي آرشیف دغه مسؤل له خلکو وغوښتل که چیرې تاریخي اسناد له ځانه سره ولري، هغې دې ملي آرشیف ته وسپاري تر څو په سمه توگه وساتل شي او څیړونکي او پوهان له هغې څخه استفاده وکولای شي: «موږ تل د رسنیو له لارې ویلي دي که چیرې زموږ هیوادوال کوم اسناد په اختیار کې ولري هغې دې آرشیف ته وسپاري ترڅو پوهان ترې ښه استفاده وکړي.»

ملي آرشیف د هغو سیلانیانو او څیړونکو له پاره یوه ښه منبع ده چې غواړي د افغانستان او د هغې د تاریخ په اړه معلومات تر لاسه کړي. د دغه آرشیف ودانۍ په وروستیو کلونو کې رغول شوې ده.

DW.COM