1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ملا محمد عمر د افغانستان د حکومت سره د سولي د خبرو رپوټ رد کړی

د طالبانو په ويبپاڼه کي د سې شنبې په ورځ د ملامحمد عمر په خپاره سوي خبر کي داهم ويل سوي چي دا ډول رپوټونه «پلان سوي پروپاګندونه» دي

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پخوانی عکس

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پخوانی عکس

ده ويلي:« رښتيا دادی چي د افغانستان اسلامي امارات نه په سعودي عربستان، نه په عربي اماراتو او نه هم په بل کوم ځای کي له چا سره خبري اتري کړيدي.»

ملا عمر د سولي د خبرو د شرايطو لپاره تياری نه دی ښودلی. پخوا هم د طالبانو وياند د بهرنيو ځواکونو له وتلو مخکي هر ډول خبري اتري په کلکه ردکړي وې.

د افغانستان د حکومت استازو او د طالبانو مخکنیو غړو د تيرسپتمبر په مياشت کي د سعودي عربستان د پاچا عبدالله ابن عبدالعزيز په بلنه په مکه معظمه کي سره کتلي ول، څو په پرله پسې توګه د زور زياتي او تشدد څخه د وتلو لاري چاري ولټوي.

د افغانستان د حکومت استازواوطالبانو پر دې ټينګار کړی و چي د پاڅونکوونکو استازو په دغه کتنه کي برخه نه درلوده. د افغانستان د حکومت له خوا ويل کيږي چي د طالبانو استازي، په عربي اماراتو کي د خبرو لپاره تيار دي.

ايراني رسنيو په دې هکله رپوټ ورکړی چي، ملاعمر د سعودي عربستان پاچا ته په يوه ليک کي د کتني لپاره شرطونه ښودلي دي. د هغه پر بنسټ بايد په کابل کي حکومت له طالبانو سره ځواک ووېشي، د ناټو د ځواکونوځای بايد د اسلامي هيوادونو سرتيري ونيسي.

خو ملا محمدعمر د سې شنبې په ورځ دا خبري رد کړې. دی وايي:« ما کوم ليک د عربستان پاچا يا د افغانستان د حکومت د اوپوزيسيون لوري ته نه دی استولی، او د دوی لخوا مي هم کوم خبر زما په پته نه دی تر لاسه کړی.» خو داسي ښکاري چي د طالبانو د زياتيدونکي اغيز له امله د افغانستان ولسمشر حامدکرزي ملا عمر ته په وار وار د خبرو وړانديز کړی وي. او دا شرط يې وړاندي کړی چي پاڅون کوونکي بايد اساسي قانون ومني او له تشدد څخه ډډه وکړي. ملا عمر له 2001 زيږديز کال راهيسي چي دطالبانو ځواک راوپرزول سو، پټ دی. د طالبانو دغه مشر دنړۍ د زيات تر تعقيب لاندي ترهګرو څخه شميرل کيږي. د امريکا متحدو ايالتونو دده پر سر لس مليون ډالره ايښي دي.