1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

معصوم ستانکزی هره ورځ او اتمر په دوو میاشتو کې یو ځل له طالبانو سره غږیږي

که څه هم داسې بریښي چې د افغانستان د سولې بهیر په ټپه دریدلی خو چارواکي وایي چې د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی کابو هره ورځ د طالبانو له یوه مشر سره د افغانستان اساسي قانون او سیاسي راتلونکې په اړه د تلیفون له لارې غږیږي.

چارواکو دا هم ویلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر، هم له طالبانو سره هره یوه میاشت وروسته خبرې اترې کوي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس داسې اسناد لیدلي دي چې په کې په پاکستان او قطر کې له طالبانو سره د افغان چارواکو د خبرو اترو جزئیات راغلي دي.

افغان چارواکو روښانه کړې ده چې تر اوسه پورې نه حکومت او نه هم طالبان علني خبرو ته چمتو دي، خو د اسوشیتد پرس له خوا په لیدل شویو اسنادو کې د هغو موضوعاتو جزئیاتو ته اشاره شوې ده چې افغان چارواکې پرې له طالبانو سره بحث کوي. دغه اسناد ښيي چې طالبان د افغانستان د اساسي قانون او راتلونکو ټاکنو له منلو سره څرګنده لیوالتیا لري.

یوه افغان چارواکي چې له دغو خبرو اترو څخه یادښتونه اخیستي دي، هغه په یوې کتابچه کې د «له طالبانو سره د خبرو جزئیاتو» تر عنوان لاندې ثبت کړي دي. دغه چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبان په اساسي قانون کې د یو شمیر اصلاحاتو غوښتنه کوي. دغه افغان چارواکي روښانه کړې ده چې طالبان سمدستي په اساسي قانون کې د اصلاحاتو غوښتونکې نه دي. چارواکي زیاته کړې ده چې طالبان په افغانستان کې د یوه اسلامي سیستم غوښتونکي دي.

دغه افغان چارواکي د طالبانو دغه غوښتنې یاداشت کړې دي:

-     هغوی د هلکانو او نجونو له پاره زده کړې مني، خو غواړي چې دوی جلا زده کړې وکړي.

-     ښځې د امنیت او قضا په ګډون په ټولو برخو کې په کار ګوماریدای شي. هغوی کیدای شي چې د قاضیانو په توګه کار وکړي خو نه په سترې محکمې کې. خو طالبانو په اساسي قانون کې د داسې یوه تضمین غوښتنه کړې چې له مخې یې یوه ښځه نه شي کولای چې ولسمشره شي.

-     داسې ځانګړې محکمې باید جوړ شي چې هغه په زرونو قضیې وڅیړې چې په کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د زورواکو له خوا د ځمکې د غصب ادعاوې شوې دي. ډیری دغه احتمالي غاصبین پخواني جنګسالاران دي چې اوس په حکومت کې ښکیل دي. طالبان غواړي دغه ځمکې بیرته هغو کسانو ته وسپارل شي چې په لومړي قدم کې ترې اخیستل شوې وې.

-     انتخابات تر یوه موقت حکومت وروسته ترسره کیدای شي. داسې کسان چې له پخوانیو حکومتونو سره یې تړاو لرلی وي نه شي کولای چې په موقت حکومت کې ونډه ولري. طالبانو ویلي دي چې ټول اړخونه کولای شي د رایې تر اچوونې پورې ټولې هغه سیمې چې اوس په کې کنترول لري، له ځان سره وساتي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي. خو چارواکو ویلي دي چې د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي تقریبا هره ورځ د طالبانو له یوه مشر عباس ستانکزي، سره تلیفوني خبرې اترې کوي. دغو ټولو چارواکو د نوم د نه بربنډیدو په شرط خبرې کړي ځکه اجازه یې نه لرله چې له رسنیو سره وغږیږي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور دفتر هم د دغه رپوټ په اړه د نظر له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

په قطر کې د جورج تاون له پوهنتون څخه پروفیسور اناتول لییوان، ویلي دي چې که د دغو شرایطو له مخې ټاکنې وشي نو طالبان به په تر خپل کنترول لاندې سیمو کې ډیرې رایې ترلاسه کړ. خو هغه وایي چې سولې ته د رسیدو په موخه اوس هم په افغانستان کې اوږده او سخته لار پرته ده.

هغه زیاته کړې: «که سړی بل هر څه اړخ ته پریږدی، نو د دې خبرې تصور چې د کابل اوسني واکمنان به واک او د چارو کنترول یوه بې طرفه حکومت ته وسپاري. دا خو لا پریږده چې چارې داسې یوې ادارې ته وسپارل شي چې په راتلونکې کې به طالبان هم په واک کې شریک کړي.»

لییوان هیله څرګنده کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس او د ملي امنیت مشاور مک ماستر، به په افغانستان کې د ترمپ نوې ستراتیژي پر طالبانو باندې د فشار راوړلو په موخه وکاروي ترڅو دغه ډله د سولې خبرو اترو ته حاضره شي.

خو طالبانو د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د سولې له مذاکراتو سره لیوالتیا نه لري.

د افغانستان د سولې شورا یوه غړي عبدالحکیم مجاهد، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ملګرو ملتونو کې د دې ډلې استازی وو، ویلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پراخه بې اعتمادي موجوده ده. هغه روښانه کړې ده چې دا هم ډیره ممکنه نه ده چې طالبان پرته له دې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تضمین ترلاسه کړي، د سولې خبرو ته حاضر شي.

هغه وویل: «طالبان له دې غوښتنې چې بهرني ځواکونه دي سمدستي له افغانستانه ووځي لیرې شوي دي خو هغوی غواړي له امریکایانو سره [د وتلو] پر یوه مهال ویش بحث وکړي.»

DW.COM