1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

مظاهره کوونکو د کابل کندهار لویه لاره وتړله

افغان چارواکي وايي چي یو شمیر مظاهره کوونکو د کابل-کندهار لویه لاره بنده کړې او د امریکا پر ضد ئې شعارونه ورکړل. هغوی له ځان سره د ۴ ماشومانو مړي لیږدول چي په خبره ئې د ناټو او یاغیانو په جگړې کې وژل شوي ول.

د وژل شوو ماشومانو عمرونه د اتو او ۱۲ کلونو تر منځ دي چي د مظاهره کوونکو په خبره د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کي د طالبانو او د ناټو د جگړې پر مهال وژل شوي دي.

په دغه سیمه کې هغه وخت جگړه پیل شوه چي ناټو او افغان ځواکونه د سیمي له مشرانو سره په خبرو بوخت ول او د طالبانو تر برید لاندي راغلل.

د زابل ولایت د والي مرستیال محمد جان رسول یار، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «کله چي پر ایساف او افغان ځواکونو باندي برید وشو هغوی هم بیرته پر برید کوونکو ډزي وکړې. د ډزو په پایله کي څلور ماشومان ووژل شول او یو شمیر نور تپیان شوي دي. نن خلک د ماشومانو د وژل کیدو په خاطر لاریون کوي.»

د چارواکو په خبره لومړني معلومات ښيي چي ماشومان د طالبانو د برید په پایله کي وژل شوي دي. د زابل ولایت د پولیسو یوه چارواکي محمد ظاهر د فرانسې خبري آژانس ته وویل چي په لاریون کې په سوونو کسانو گډون کړی وو. هغه وویل چې مظاهره کوونکو له ځان سره د هغو ماشومانو مړي هم لیږدول چي د هغوی په خبره د ناټو د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.

ایساف لا تر اوسه پوري د پېښي په اړه څه نه دي ویلي. په افغانستان کي د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي کسانو مرگ ژوبله د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت تر منځ یوه شخړیزه موضوع ده چي کله نا کله د لویو ستونزو د رامنځ ته کیدو سبب شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل