1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

مطبوعات: عامه شتمنیو ته زیان رسول جنایت دئ

ډيری کابل چاپ ورځپاڼو په افغانستان کې له تیرې اونۍ راهیسي د پيل شوو لاریونونو په اړه بیلا بیلې لیکنې خپرې کړي دي. ورځپانو پر افغانانو غږ کړی دئ چې په مظاهرو کې له تاوتریخوالي څخه کار وا نه خلي.

دغه مظاهرې اوس د افغاني رسنیو په تر ټولو توده موضوع بدلې شوي دي چې له امله ئې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو څنګ ته وهل شوې ده.

د ارادې ورځپاڼې حکومت د هغو بلواگرو په کنترولولو کې پاته بللی دئ چې د لاریونکونکو له احساساتو څخه ئې د مشخصو موخو له پاره ناوړه ګټه اخیستې ده. لیکوال وایي چې هغه کسان چې دولتي او بهرني تاسیسات د لاریونونو پر مهال په نښه کوي د سیمي د استخباراتو په لسمون له مظاهره کوونکو سره یو ځای کیږي.

د ویسا ورځپاڼې هم په بګرام کې د قران شریف د سوځولو د مسلې په اړه د خلکو، پارلمان او حکومت دریځونه تر لیکنې لاندې نیولې دي. ورځپاڼه لیکي چې امریکا او نوره نړۍ باید په دې پوه شي چې د خلکو له احساساتو سره لوبې کول څومره خطرناک دي او ناوړه پایلې لرلای شي.

ویسا لیکي چې که امریکا غواړي له افغانستان سره ښې اړیکي ولري نو باید د دغو ډول پارونکو پېښو له تکرار څخه مخ نیوی وکړي.

د سرنوشت د ورځپاڼې اصلي موضوع هم په افغانستان کې وروستۍ مظاهرې دي. سرنوشت وایي چې د مسلمانانو د سپڅلي کتاب د ننګې له پاره احساسات په کار دي خو په هغو کې باید شرعي او قانوني مسایل په پام کې ونیول شي. ورځپانه وایي چې د قرآن شریف د ننگې له پاره په مظاهرو کې باید عامه شتمنیو، ټول ګټو پروژو او نورو حکومتي او غیر حکومتي تاسیساتو ته تاوان و نه رسول شي.

په همدې حال کې د ملي باور ورځپاڼه بیا د امریکا له لوري د قرآن شریف د سوځولو له پاره یوازې بخښنه غوښتنه کافي نه بولي.

د هیواد او انیس حکومتي ورځپاڼو بیا پر خلکو غږ کړی دئ چې له آرامۍ څخه کار واخلي. ورځپاڼو د ملک د عالماو شورا او نورو مذهبي مشرانو په حواله لیکلي دي چې په لاریونونو کې باید د زیان له رسولو ډډه وشي.

انیس ویلي دي چې افغانان باید له تاوتریخوالي سره د سوله ییزو لاریونونو په بدلولو د دښمن ژرندې ته د اوبو له اچولو ډډه وکړي او یو موټی خپل غږ په سوله ییزه توګه نړیوالو ته ورسوي.

د هیواد ورځپاڼې بیا ویلي دي چې د سیمي یو شمیر خراب کاري کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان کورنیو مسایلو کې لاسوهنه وکړي او له لاریونکونکو څخه د خپلو ناوړه اهدافو په موخه گټه واخلي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش