1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانګړې پاڼه

مصطفی رحماني، هغه چې ژوند ژغوري

مصطفی رحماني د «ستا وینه زما ژوند» تر نامه لاندې په کابل، کندهار او هلمند کې د وینې ورکولو یوه شبکه جوړه کړې. کله چې روغتونونه ویني ته اړتیا ولري له رحماني سره اړیکه نیسي او له لارې يې وینې ته خپله اړتیا پوره کوي.

رحماني په فراه ولایت کې نړۍ ته سترگې پرانیستي دي. هغه اوس ۲۶ کلن دی. په کندهار ولایت کې یې د احمد شاه بابا په لیسه کې زده کړې سر ته رسولي دي او اوس د چراغ، په نوم د لوړو زده کړو په موسسه کې د طب د پنځم کال محصل دی. هغه متاهل دی او د تحصیل پرته بله کومه دنده نه لري.

له ده سره د وینې د ورکولو د شبکې خیال هغه مهال پیدا شو، کله چې یې ولیدل چې ټپیان او هغه ناروغان چې وینې ته اړتیا لري، خپل ژوند له لاسه ورکوي. په داسې حال کې چې هر څوک کولای شي وینه ورکړي او د یوه کس ژوند وژغوري.

د مصطفی رحماني په خبره د کابل د لارې د بندیدو په دلیل به وینې ته ضرورت لرونکو وطنوالو خپل ژوند له لاسه ورکاوه: «کله چې مې ولیدل امبولانس یا هغه کسان چې وینه ورکول به یې غوښتل او روغتون ته به نه رسیدل او په پایله کې به یې وطنوالو ژوند له لاسه ورکاوه، نو داسې احساس راسره پیدا شو چې یو داسې گروپ جوړ کړو چې په هیڅ روغتون کې د ویني له کمښت سره مخامخ نه شو.»

ښاغلی رحماني د ویني له کمښت څخه ترخه تجربه لري. هغه وایي کله چې یې مور مریضه وه او وینې ته یې اړتیا درلوده، نو په وینا یې د کورنۍ د هیڅ غړي وینه یې د مور له وینې سره نه وه برابره او په ډیر مشکل وتوانید یو څوک پیدا کړي چې مور ته یې وینه ورکړي.

رحماني اوس هم له هغه کس څخه چې د ده مور ته یې وینه ورکړې او د هغې ژوند یې ژوغورلی دی منندوی دی: «کله چې موږ وینه ورکوو، د یوه کس ژوند ژغورو. کله چې مې مور ته یوه کس وینه ورکړه، تر ننه د هغه پوره وړی یم او هغه ته دعا کوم.»

د فعالیت ډول

رحماني د خپلو ټولو دوستانو یو لیست جوړ کړی دی چې د تلیفون د شمیرو په شمول پکښې ټولې ځانگړتیاوې ځای پر ځای شوي دي. کله چې په یوه روغتون کې وینې ته اړتیا کیږي، ډاکټران رحماني ته زنگ وهي او له هغه څخه غواړي چې د شبکې غړي یې وینې ورکولو ته حاضر کړي.

د رحماني د وینې ورکولو شبکه ۱۵۰ غړي لري او د کابل، کندهار او هلمند په ولایتونو کې فعاله دي. په پام کې ده چې په نزدې راتلونکي کې دغه شبکه د نیمروز او فراه په ولایتونو کې هم جوړه شي.

رحماني دغه شبکه له خپلو نزدو کسانو څخه جوړه کړې ده. د هغه ټولگیوال، ملگري او هغه کسان چې د مصطفی شا او خوا ژوند کوي په داوطلبانه توگه دې ته حاضر شوي دي چې له دغې شبکې سره یو ځای شي او هر کله چې وینې ته اړتیا شي، روغتونونو ته ولاړ شي او وینه ورکړي.

د جگړې له قربانیانو سره مرسته

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون چې د ایټالیا له لوري تمویلیږي، د جگړې د قربانیانو د درمنلې له پاره ځانگړی ځای دی. دغه روغتون په کابل کې د بل هر روغتیایي مرکز په پرتله وینې ته اړتیا لري، ځکه چې ډیري ټپیان وینه ضایع کوي او په عاجله توگه وینې ته اړتیا لري.

رحماني پر دې توانیدلی دی چې د خپلې شبکې له لارې ډیر وارې هغو ټپیانو ته وینه برابره کړي چې د ایمرجنسي روغتون ته وروړل شوي وي. د کابل د وینې بانک او د ناروغانو خپل خپلوان د وینې ورکولو یوازینۍ مرجع ده. خو د ایمرجنسي روغتون مسوولین وایي چې د کابل د وینې بانک په دې لیل چې ټولو روغتونونو ته وینه برابروي، کله نا کله پخپله هم د وینې له کمي سره مخامخ کیږي. په دغسې یوه حالت کې کله نا کله د ناروغه کس خپلوان هم پر دې نه توانیږي چې د وینې ضرورت پوره کړي. له همدې ځایه د رحماني د وینې ورکولو شبکه د یوه ټپي د ژوند ژغورلو له پاره یوازینۍ لار ده.

د ایمرجنسي له روغتون د مسوولینو څخه یو تن لوکا رادیلي، وایي چې مصطفی په دې کار سره د انسانانو ژوند ژغوري: «مصطفی ستر کار کوي، کله چې موږ د وینې د گروپونو له کمښت سره مخامخ کیږو موږ له هغه سره تماس نیسو، هغه موږ ته کسان رااستوي د هغوی وینه گورو او خپله اړتیا پوره کوو.»

ډیرې وینې ته اړتیا

د ایمرجنسي مسوولین وایي چې اوسمهال د یوه سخت کال د تیرولو په حال کې دي، ځکه چې په وینا یې هره ورځ د جگړې د قربانیانو شمیر ډیریږي. رادیلي زیاتوي: «موږ هیڅکله د ایمرجنسي په تاریخ کې د تیرو دوو کلونو په اندازه مصروفه نه وو.»

د هغوی د ارقامو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د ټپیانو شمیر ۳۰ سلنه لوړ شوی دی. د هغه په خبره تر ټولو زیات ملکي وگړي قرباني کیږي او د درملنې له پاره وینې ته اړتیا لري.

ایمرجنسي په کابل او هلمند ولایتونو کې د جگړې د ناروغانو درملنه کوي او دا چې مصطفی وتوانیږي د جگړې له قربانیانو سره مرسته وکړي، نو په هلمند ولایت کې یې هم شبکه جوړه کړې ده، څو د اړتیا په وخت کې وینه ورکړی شي.

د وینې د راټولو کمپاین

په افغانستان کې د وینې راټولول آسانه کار نه دی. ډیر کم شمیر افغانان پر دې پوهیږي چې د وینې ورکول روغتیا ته کوم تاوان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې ډیری کسان وینې ورکولو ته تمایل نه لري او ځینې یې داسې فکر کوي چې د وینې ورکو نه جبرانیدونکي تاوانونه لري.

خو مصطفي رحماني د پر لار اچول شوو کمپاینونو په واسطه توانیدلی دی چې د شبکو غړو ته د وینې ورکولو په برخه کې پوهاوی ورکړي او هغوی پر دې پوهه کړي چې د وینې ورکول کوم تاوان نه لري.

عبدالطیف فراهي د دغې شبکې له غړو څخه یو تن دی. هغه وایي چې پر دې ویاړي چې د ده وینه کولای شي د یو چا ژوند وژغوري: «موږ ډیر د خوښۍ احساس کوو. هغه کسان چې وینې ته اړتیا لري، زموږ په وینه یې درملنه کیږي او هغوی ته یو نوی ژوند ورکول کیږي.»

د رحماني کمپاین د دې سبب شوی دی چې یو شمیر زیاتې نجونې هم له دې شبکې سره یو ځای شي. او خپله وینه ورکړي.

په چراغ روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر نورالله وایي، هغه کار چې مصطفی رحماني تر سره کوي ارزښت یې له پیسو سره نه شي پرتله کیدای، ځکه چې وینه د انسانانو ژوند ژغوري: «موږ یې بیه نه شو تعینولای، ځکه چې ارزښت یې ډیر لوړ دی. ۵۰۰ سي سي وینه چې یوه ضرورت من کس ته ورکول کیږي ډیر ارزښت لري او موږ نه شو کولای چې بیه ورته وټاکو. یو څاڅکی وینه د انسان ژوند ژغوري او ډیر لوړ قیمت لري.»

د مصطفی رحماني د وینې ورکولو شبکه داسې تنظیم شوې ده چې دواطلبان آن د اړتیا پر مهال نیمه شپه هم روغتونونو ته ورځي او وینه ورکوي. د ایمرجنسي روغتون پر دې خبره ټینگار کوي په افغانستان کې د وینې اړتیا ته په کتو سره دغه هیواد د مصطفی رحماني په توگه په سلگونو کسانو ته اړتیا لري چې اړمنو کسانو ته وینه ورکړي.

DW.COM