1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

مشعل خان مذهب ته د سپکاوي د تور نوی قرباني

په پاکستان کې یو ۲۳ کلن محصل مذهب ته د سپکاوي په تور قهرجنو لاریون کونکو په وهلو وژلی دی. دغې وژنې ګڼ شمیر هغه لیبرال پاکستانيان شوک کړي چي باور کوي دولتي پاليسۍ د مذهبي افراطیانو د لا غښتلي کيدو لامل کيږي.

مشعل خان چې د پاکستان د خیبر پختونخوا د مردان ښار د عبدالولي خان پوهنتون محصل وو، په دې هیواد کې مذهب ته د سپکاوي د تورونو نوی قرباني دی. مشعل د پنجشنبې په رڼا ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۱۳مه نېټه) د یوې ډله کسانو لخوا د همدې پوهنتون په انګړ کې ووژل شو. پر نوموړي ملګرو محصلانو تور پورې کړی وو چې یوه ورځ مخکې یې د مذهب د موضوع پر سر په بحث کې اسلام ته سپکاوی کړی وو.

خو لیبرال او آزادي غوښتونکي پاکستانیان بیا په د هغې طریقې له کبله چې مشعل په ووژل شو، په شوک کې دي او خپله غوسه او کرکه یې په ټولنیزو شبکو کې څرګنده کړې. په فیسبوک او ټویټر ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیدونکي ویډیو کې ښکاري چې مشعل د اسلامي دولت ډلې یا د طالبانو کړنو ته په ډېر ورته «د پارېدلې ډلې د خپلسری عدالت» قرباني شو.

تر وژل کیدو مخکې، د نورو محصلينو لخوا مشعل له خپلې خونې بیرون ته ایستل کیږي، ورباندي ډزي کيږي او بیا په وهلو او ډبلو وژل کیږي. پاکستاني رسنۍ د عیني شاهدانو په وینا وايي چي د دې څخه تر مخه چي مشعل ووژل سي، نوموړی دې ته مجبوره کړل شوی ؤ چي د قرآن پاک څو آيتونه ووايي. د مشعل ملګری، عبدالله بیا په دې پيښه کې ټپي شوی دی.

د مشعل د ملګرو او ښوونکو په حواله هغه یو کنجاوه یا (هڅانده) محصل وو چې زیاتره به یې په سیاسي او مذهبي موضوعاتو بحثونه کول. د مشعل یو تن ښوونکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي چې «هرڅه به چې مشعل غوښتل، هغه په آزاده توګه ویل خو هغه په هغه چاپیریال ښه خبر نه وو چې دی پکې اوسیدو.»

پولیسو تر اوسه پورې د پیښې په تړاو ۲۰ کسان نیولي دي او تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې د مشعل لخوا مذهب ته د سپکاوي کوم اصلي شواهد پیدا کړي.

دغه وژنه تر اوسه پورې نه هم د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او نه هم بل کوم پیاوړي سیاستوال غندلې ده.

مذهب ته سپکاوی په جمهوري اسلامي پاکستان کې چې د ټول ۱۸۰ میلیون نفوس ۹۷ فیصده یې مسلمانان تشکلیوي، یوه ډیره حساسه موضوع ده. د حقونو مدافعين هم د دې هیواد د مذهب د سپکاوي په هکله د پخواني پوځي دیکتاتور جنرال ضیأالحق لخوا په ۱۹۸۰ کلونو کې د معرفي شوو قوانینو د اصلاح غوښتنه کوي. فعالان بیا وايي چې دغه قوانین مذهب ته له سپکاوي سره دومره ډیر نه دي تړل شوي څومره د شخصي کم ارزښته ستونزو د حل او همدا راز د غچ اخیستنې له پاره کارول کیږي.

د پاکستان په لاهور ښار کې د یو محصل دویچه ویله ته وویل: «دا په دې معنی نه ده چې [مذهب ته د سپکاوي] قانون کې دې تغیرات راوستل شي یا دې نوی قانون جوړ شي.» هغه وايي چې څوک مذهب ته سپکاوي کوی باید سزا وویني.

د افراطیانو له پاره حکومتي ملاتړ

په دې اسلامي هیواد کې د بشري حقونو مدافع ډلو مذهب ته د سپکاوي په تور د وژنې پر پیښې اندیښنه څرګنده کړې. فعالان وايي چې په پاکستان کې مذهب د سپکاوي تور لګول ډیر اسانه کار دی او په دې هیواد کې د قانون په اساس دې جرم ته د مرګ سزا ټاکل شوې ده. په دې راز پیښو کې معمولاً عیني شاهد ته اړتیا نه وي. د تیرو وختونو په ورته څو پیښو کې په زياترو مواردو اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور تورنو کسانو پر ضد په پوليسو کي د عيني شاهدانو د حاضرۍ موقع نه ده برابره شوې ولي چي دغه تورن کسان د په غوسه ډلو له خوا په وژل سوي دي.

د جمعې په ورځ د پاکستان غیردولتي د بشري حقونو کمیسیون د یوې خپرې شوې اعلاميې له لارې په دې هکله وویل: «د حکومت لخوا د مشعل خان د ژوند د ژغورلو په هکله ناکامي، د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ ډیره ویره خپره کړې ده. که چیرته په دې پیښه کې ټول ښکیل کسان د عدالت منګولو ته ونه سپارل شي، نو دا راز بې بنده باري به نوره هم ډیره شي.»

په یوه بله پیښه کې د روان کال په جنوري میاشت کې د پاکستان یو وتلی فعال او د پوهنتون استاد سلمان حیدر هم د دې هیواد په پلازمینه کې لادرکه شو. د دې استاد ترڅنګ درې نور د آزاد فکر لرونکي کسان هر یو وقاص ګوریا، عاصم سعید او احمد رضا هم تري تم شوي دي. له څو اونیو وروسته دوی ټول بیرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول پداسې حال کې چې ګوریا ادعا کوله چې هغه د پاکستاني قانون اجرا کوونکو ادارو لخوا تښتول شوی وو.

په پاکستاني رسنیو کې ځینو مبصرینو بیا وروسته پر دې کسانو تور پورې کړ چې دوی په فیسبوک کې د اسلام ضد خپرونې کولې.

پاکستان په دې وروستیو لسیزو کې د اسلامي افراطیت او مذهبي زورزیاتي د ډیریدو شاهد وو. د طالبانو په ګډون اسلامي ډلو څو څو ځله مذهبي اقلیتونه په نښه کړي او د شریعت د سخت ډول د عملي کولو هڅې کوي.

بل لوري ته بیا مدني فعال افضل وايي چې افراطي زورزیاتی به تر هغه پورې په پاکستان کې پای ته ونه رسیږي ترڅو چې د دې هیواد حکومت د هغو کسانو پر وړاندې چې د مذهب ته د سپکاوي نا سم تورنه لګوي، سخت اقدام ونکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.04.2015):

DW.COM