1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

مسلمان گاندهي

خان عبدالغفار خان چي ورته د مسلمانانو گاندهي ويل کيږي په 1890مېلادي کال د نني پاکستان په شمال ختيځ کي د يوه زميندار په کور کي پيدا سو. غفار خان په ډير کم عمر خپل ژوند په ټولنه کي د غربت او بې سوادۍ له منځه وړلو ته وقف کړ

خان عبدالغفار خان

خان عبدالغفار خان

نوموړي په شل کلنۍ کي، خپل لومړی ښوونځی پرانيستی او د خپل تفکر د تبليغ لپاره يې د هغه وخت په برتانوي هند کي سفرونه وکړل.

 

خان غفار خان داسي مفکوره درلوده، چي څوک په قوم او ټبر نه اصل کيږي، بلکي د خپل عمل له مخي. نوموړی په خپلو مينه والو کي د يوه خاکساره، رښتني او زړور انسان په توگه پېژندل کېدی.

 

خان عبدالغفار خان په 1928م مېلادي کال کي د لومړي ځل لپاره د گاندهي سره وليدل او د هند په کانگرېس گوند کي فعاله سو. گاندهي پوه وي کې ټريپاتي د غفارخان په هکله وايي:

 

« د گاندهي پلوي کس پېژندنه څنگه کېدلای سي؟ د گاندهي د مبارزې ځانگړنه په څه کي ده؟ لومړی خو دا چي دلته د ډليزغورځنگ خبره ده، دويمه مهمه خبره د عدم تشدد ده. خان په بشپړه توگه گاندهي پلوی ؤ. د هغه اصول او د ژوند فلسفه د گاندهي هغې ته ورته وه. ولي چي خان هم پر رښتيا، د نورو د درد احساس او خواخوږي د احساساتو څخه برخمن ؤ.»

«زه غواړم چي ووينم چي ايا د عدالت، مساواتو او ټولنيزتوب ارزښتونه حقيقت موندلی که څنگه»

«زه غواړم چي ووينم چي ايا د عدالت، مساواتو او ټولنيزتوب ارزښتونه حقيقت موندلی که څنگه»

 

د گاندهي سره د ملاقات وروسته خان غفار خان ډېر ژر د هغه نژدې ملگری او همراز وگرځېدی.

 

دوی يو د بل سره زيات وخت تېر کړی او په بېلابيلو سياسي، ديني، کلتوري او فلسفي موضوعاتو به يې خبري سره کولې. دواړه دا ارمان درلودی چي هندوستان يو متحد او سيکولر هيواد پاته سي چي پکښي هندواڼ او مسلمانان دواړه د سولې او آزادۍ په فضا کي يو د بل پر څنگ ژوند وکړي. له همدې وجې غفار خان په هغو مسلمانانو کي زیات دښمنان درلودل چي غوښتل يې هند تقسيم سي.

 

غفار خان پدې وتوانېدی چي د خدايي خدمتگارانو په نوم په لسگونو زره انسانان سره راټول کړي او د ټولنې و خدمت ته يې و هڅوي. فيصل خان نومي يوه هندي فعال څو مياشتي تر مخه د غفار خان څخه په بېلگه اخيستلو سره د خدايي خدمتگارانو نوې ډله جوړه کړه، چي پکښي په لسگونو کسان غړيتوب لري. فيصل خان وايي چي غفار خان يو معتقد مسلمان ؤ او ويل به يې چي په اسلام کي سوله او عدم تشدد لوی ځای لري:

 

« هغه همېشه پر اسلام ډېر ټينگ ؤ. هغه لومړی کس ؤ چي پښتنو ته يې وويل چي ټوله انسانان د الله مخلوق دی. نوموړی پدې وتوانېدی چي بېل دين لرونکي انسانان يو دبل سره يو ځای سي. دا يوه لويه لاس ته راوړنه وه. هغه خپلې مفکورې ته ډېر وفاداره او ژمن کس ؤ.»

 

په 1948م مېلادي کال د گاندهي ترمرگ وروسته غفار خان و خپلې آبايي سيمې ته ولاړی چي د 1947م په مېلادي کال د نوي رامنځ ته سوي هيواد پاکستان برخه گرځېدلې وه.

 

نوموړي د هند د تقسيم څخه تر مخه لا د گانگرېس گوند سره خپلي اړیکي پدې دليل وشلولې چي دغه گوند د هند و تقسيم ته هوکړه کړې وه. غفار خان به ويل چي که هند تقسيم سي نو به موږ شرموښانو ته په لاس ورسو.

 

خان غفار خان په 1987م مېلادي کال د بهارت رتنا هندۍ جايزه وگټله

خان غفار خان په 1987م مېلادي کال د بهارت رتنا هندۍ جايزه وگټله

د مهاتما گاندهي د 100 کليزي په ترځ کي غفار خان د هند په پارلمان کي وينا واورله. فيصل خان د گاندهي د هغې وينا په هکله وايي:

 

«کله چي هغه د پارلمان مخ ته راڅرگند سو نو وې ويل: زه راغلی يم چي وگورم چي د گاندهي د هيواد څنگه سوی دی. زه غواړم چي ووينم چي ايا د عدالت، مساواتو او ټولنيزتوب ارزښتونه حقيقت موندلی که څنگه. زه غواړم چي ماته راوښودل سي چي خلک د غربت څخه په خلاصون کي بريالي سوي دي. زه نه غواړم چي پدې هکله راته خبري وسي، بلکي زه غواړم چي په خپلو سترگو دغه بدلونونه وگورم. د نوموړي دا وينا ډېره د احساساتو ډکه او پياوړې وينا وه.»

 

خان غفار خان په 1987م مېلادي کال د بهارت رتنا هندۍ جايزه وگټله چي د هند تر ټولو ستره ملکي جايزه ده.

 

نومړی لومړی غېر هندی کس ؤ چي دغه جايزه يې په برخه سوه. خان غفار خان په 1988م مېلادي کال په پېښور کي په حق ورسېدی او د هغه د وصيت سره سم د افغانستان په جلال آباد ښار کي ښخ کړل سو.

 

دا چي افغانانو هغه ته څومره احترام درلودی، د دې څخه څرگنديږي چي د هغه د جنازې د مراسمو په خاطرهغه وخت روانه جگړه ودروله سوه.

 

دويچه ويله/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل