1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

مرکه: په افغانستان کې د ناتو راتلونکی نقش

جنرال هانز لوتر دومریوزه چې د افغانستان د ماموریت مسوولیت هم په غاړه لري له دویچه ویله سره په یوه ځانگرې مرکه کې وویل چې د ترهگرۍ پر ضد بریالیتوب او د ۳۵۰ زرو افغان امنیتي ځواکونو روزل د ناتو د سترو لاس ته راړونو څخه دي.

دویچه ویله: ښاغلی جنرال! په افغانستان کې وروسته له ۱۳ کلونو ستاسو جنگي ماموریت څو اونۍ وروسته پای ته رسیږي. دا هیواد تر کومې کچې اوس له ثبات څخه برخه من دی؟

جنرال دومریوزه: مونږ د افغانستان یو ۳۵۰ کسیز امینتي ځواک په جوړولو کې مرسته وکړه، نه یواځي له مالي، بلکه له پوځي لحاظه هم. هغه وروزل شول او هغه اوس یو مسلکي ځواک دی چې د خپل ولس په دننه کې کولای شي قانون او نظم خوندي وساتي او د دې توان لري چی د سولې او ثبات په رامنځ ته کولو کې خپله دنده تر سره کړي.هغه وروزل شول او هغه اوس یو مسلکي ځواک دی چې د خپل ولس په دننه کې کولای شي قانون او نظم خوندي وساتي او د دې توان لري چې د سولې او ثبات په رامنځ ته کولو کې خپله دنده تر سره کړي. نو په همدې وجه اوس مونږ کولای شو چې په آرام وجدان خپل جنگي عملیات له پلان سره سم ودرو. مونږ د ډیرو پرمختگونو شاهدان یو، له روغتيایي خدماتو څخه نیولې تر تجارت او سوداگرۍ پورې. دا ټول په سمه توگه روان دي.

هغه دوهم مهم قدم چې افغانانو واخیست، هغه د سیاست په ډگر کې دی. معنی دا چې د دې هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سیاسي قدرت لیږد په دیموکراتیکه او سولیزه توگه تر سره شو. ولسمشر کرزي څه د پاسه دولس کاله حکومت وکړ، د هغه دوره پوره شوه. نوی ولسمشر ډاکتر غني وټاکل شو، هغه یو ډیر مجرب سړی دی چې له ډاکتر عبدالله سره یې یو ایتلافي حکومت جوړ کړ او هغه اوس په کار پیل کوي. البته په دې کې شک نه شته چې د اپریل په پنځمه له ټاکنو څخه وروسته دغه کار یو څه زیات وخت ونیو.


دویچه ویله: خو دا بې خونده او ستونزمن ؤ که څنگه؟

جنرال دومریوزه: صحیح ده چې بی خونده او ستونزمن ؤ، خو په نورو هیوادونو کې هم داسي یو څه پیښ شوي دي. د بیلگې په توگه په بلجیم کې، چیرته چې د حکومت جوړول له دې څخه هم زیات وخت ونیو. دا د نیوکې وړ خبره نه ده. اوس حکومت هلته جوړ شو او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ولسمشر له ناتو سره هغه یو تړون چې مونږ ېې «د ځواکونو د موقف موافقه» نامه یادوو، لاس لیک کړه. معنی دا چي مونږ هلته پاتي کیږو او اوس مونږ د یو نوي ماموریت لپاره قانوني بنسټ لرو. د دغه ماموریت هدف روزل، مرسته او مشوره ده. یواځې پوځي روزنه. نه جنگي عملیات! څرنگه چې تاسی هم ترې یادون وکړ. معنی دا چې زمونږ ځواکونه به په سړکونو کې نه ، بلکه یواځې په اکادمیو، قشلو او وزارتونو کې شتون ولري.

دویچه ویله: دغه نوي ماموریت ته « پریکړن ملاتړ» نوم ورکړ شوی. کیدای شي چې په دې هکله لږ څه زیاته رڼا واچوې؟ په مشخصه توگه دغه نوی ماموریت څه کول غواړي؟


جنرال دومریوزه: دغه ماموریت درې اړخونه لري: روزل، یعنی مونږ باید افغان ځواکونو ته په لوړه کچه داسي پوځي روزنه ورکړو چې څرنگه « گډ او مشترک عملیات» په لاره اچول کیږي. د بغاوت او د پاتې شوني مقاومت پر ضد مبارزه. هغوی په دې برخه کې یو څه زده کړي دي ، خو اوس د روزنې سطحه نوره هم پراخیږي او ژوره کیږي: هوايي - ځمکني ادغام. معنی دا چې سړی څرنگه کولای شي چې څرخې الوتکې او ځمکنې ځواکونه په لاره واچوي ترڅو ستره نتیجه ترې واخیستله شي. مونږ هغوی ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو تدارکاتو لاري چارې ښیو، هغه څه چې حتی په المان کې هم یوه ډيره مغلقه موضوع ده.

دویچه ویله: دا ماموریت خو به یواځي کابل پوري محدود نه وي که څنگه؟ او بل دا چې په دې ماموریت کې جنگي سرتیري هم گډون لري که نه؟

جنرال دومریوزه: هو! دې ماموریت کې جنگي سرتيري هم برخه لري، ځکه مونږ باید دا ډاډ لاس ته راوړو چې زمونږ ۱۲ زره سرتیري چې په مزارشریف، هرات، کندهار، بغلان او کابل کې مستقر کیږي، له امن څخه برخه من وي. دا له امکان څخه لیری نه ده چې ښایي وروسته له دې هم ځینې کسان پیدا شي چې مونږ ته د دوست په سترگه کتنه ونه کړي او پر مونږ ډزې وکړي. د بیلگې په توگه څه موده مخکې د کابل په یوې اکادمې کې یو « داخلي برید کونکي» یعنی یو افغان مخ واړاوه او زما پر دوست، امریکايي جنرال هورن ېې ډزي وکړې او هغه يې وواژه. په دې حمله کې آلمانی جنرال بارچر سخت ټپي شو. نو له دې امله د داسي پیښو پر ضد مونږ باید د ځان ساتنه وکړو.

دویچه ویله: تاسی د داخلي بریدونو او د لانه یې مقاومت خبره یاده کړه. ولي تر اوسه پر طالبانو لاس برتوب موندل شوی نه دی؟ آیا په دی هکله کوم څرگند ځواب وجود لري؟

جنرال دومریوزه: زه نه شم کولای چی قاطع ځواب درکړم. زه غواړم دومره ووایم، چیرې چې مونږ ثبات لرونکي حکومتونه ولرو، هلته د مقاومت د لانو د له مینځه وړلو چانس ډیر زیات دی. مونږ له یو بې ثبات وضعیت سره مخامخ یو.لا تراوسه د پخوا په څير په افغانستان کې داسې ټاتوبي شته چې هلته ټولنیزې بې عدالتۍ ډیرې زیاتي دي، په خاصه توگه د پاکستان پولې ته نژدې پرتو سیمو کې، هلته کابو ۲۰ ملیونه خلک د فقر او محرومیت په شرایطو کې ژوند کوي. البته د پولې په دواړو خواوو کې. په دغو سیمو کې د ترهگرۍ تخم کرل کیږي. له بده مرغه دا یو تریخ واقعیت دی. مونږ له دې څخه سترگې پټولای نه شو. خو زه غواړم تاسو ته په واضحو الفاظو ووایم چې د یو انسان وژل هم ډیر زیات دي، خو اوس لږ تر لږه د خوښۍ خبره دا ده چې د مرگ ژبلو کچه د پخوا په پرتله ډیره راټیټه شوې ده او مونږ په سمه لار روان یو.

دویچه ویله: د افغانستان له دې ماموریت څخه هغه مهم درس چې باید واخیستل شي، کوم دی؟


جنرال دومریوزه: زه فکر کوم چې نه یواځي افغانستان، بلکه کوزوو او بوزنیا کې چیرته چې زه وم، درې مسألې په عیني ډول ښکاره کیږي. په منفي ډول په لیبیا او عراق کي هم داسی یوه څه ؤ. کله چې مونږ یوه ماموریت ته ځو، هدف مو د سولې راوستل او ټینگښت دي. په کوزوو او بوزنیا کې وتوانیدو چې سوله ټینگه کړو، چیرته چې پوځ، سیاست او اقتصاد په گډه یو بل ته لاس ورکړ او یو بل سره یې همکاري وکړه. په افغانستان کې د نړۍ ۵۰ هیوادونو په گډه امنیتي ځواکونه وروزل چې اوس له ښه مهارت څخه برخه من دي. هغوی اوس د دې توان لري چې دښمن لیري وساتي. خو له دې سره کوم ټولنیز مصونیت نه رامنځ ته کیږي. د دې هدف لپاره سیاسي ثبات ته اړتیا ده چی د حکومت دنده ده. دا زمونږ دنده نه ده. هغوی یوه ښه قضایي او اقتصادي نظام ته اړتیا لري. دا ټول باید وده وکړي، کله چې دغه درې واړه یعني پوځ، سیاست او اقتصاد یو موټي شي، نو بیا د سولې لپاره امکانات برابریږي. که چیري یواځي پر پوځ تکیه وشي، اودغه دوه نور فکتورونه موجود نه وي، که تاسي ټول عمر هلته پاتي شی، بریالیتوب به لاس ته را نه وړئ.