1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

مرکه: د اروپايي جهاديزم ريښې په څه شي کي دي؟

داعش په اول سر کي چا تمويل کړی؟ د دغې ډلي مفکوره څه شی ده؟ اروپا څنګه ورڅخه ځان ساتلی شي؟ د عربي کارپوه نجم ولي سره په دې تړاو د دويچه وېله مرکه ولولئ:

دويچه ويله: «اسلامي دولت» يا داعش نومې ډله خپله د لمسون، ګډوډۍ او قتل ايډيالوژي اوس اورپا ته هم راوړي. د اروپايي جهاديزم ريښې په څه شي کې دي؟

نجم ولي: «اسلامي دولت» لومړی د سعودي عربستان او قطر په مالي ملاتړ رامنځ ته شو او خپله جګړه يې د لويديځ په وسلو باندې شروع کړې ده. اوسمهال هغه دولت ګرځېدلی دی چې خپلې د عايد سرچينې لري او تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې ماليات هم راټولوي. جهاديان پر معدني زېرمو کنترول لري او نفت او تېل د ترکيې له لارې اروپا ته په قاچاق وړي. د دې تر څنګ هغوی د خليج په هېوادونو کې لا تر اوسه ځينې مالي ملاتړکوونکي لري. داسې اټکل کيږي چې ۲۸ سلنه د داعش پيسې له هغه ځايه راځي. کله چې موږ د لوبغاړو په هکله خبرې کوو، نو هغه له اروپا څخه ورغلي زلميان دي، داسې بدمعاشان چې د بهر له خوا ورڅخه استفاده او ورسره تمويل کيږي. په اروپا کې جهاديزم د هغو هلکانو له خوا مخ ته وړل کيږي چې دلته زېږېدلي دي، کوم چې په حاشيه کې ژوند کوي او ځانونه داسې احساسوي چې ټولنې نه دي قبول کړي. هغوی د سخت دريځۍ د داسې يوې ايډيالوژۍ د لاس آله ګرځي چې له سعودي عربستان څخه راغلې ده. دلته په آلمان کې بايد هم د مثال په ډول دا پوښتنه مطرح شي چې له هغو ماشومانو څخه څه شی جوړ شوي دي چې په نوي يمو کلونو کې د بن په سعودي ښوونځي کې تربيه شوي ول.


دويچه ويله: خو سعودي عربستان اوس د اسلامي دولت په وړاندې جنګ کوي.

نجم ولي: اوس يې کوي. سعودي عربستان دا خبره هم تعيينوي چې څوک ګويا اوس منځلارې ډلې دي، لکه د النصره جبهه. خو د النصره جبهې جنګيالي د اسلامي دولت د جنګياليو په څېر قاتلان دي. دغه جمهه د القاعده ډلې يوه بله څانګه ده. اوس حتی داسې ويل کيږي چې القاعده د داعش په پرتله منځلارې ده. خو دا هسې دروغ دي. زه خپله نه غواړم د سعودي عربستان له خوا په ځان تحميل کړم چې څوک منځلاري او څوک تُندلاري بلل کيږي. د وهابيزم يا وهابيت ايډيالوژي تُندلارې ده. د اروپايي جهاديزم پديده ځکه داسې خطرناکه شوې ده چې سياسي کړۍ ډېر وخت غير فعالې وې. د افراطيت خطر له پامه غورځول شوی او سپک ګڼل شوی و، تر هغه پورې چې ترهګري د اروپا له پولو څخه دباندې تر سره کېدله.


دويچه ويله: په پاريس کې مېشت ستاسو ملګري ليکوال او ژورناليست، کريم ميسکې، د آلمان په «زويد دويچه» ورځپاڼه کې اروپايي جهاديزم «اوسمهال تر ټولو افراطي احتجاج» بللی دی او هغه يې د اويايمو کلونو د سره پوځ فراکسيون يا RAF له سياسي انګيزه لرونکي تروريزم سره پرتله کړی دی. تاسو داسې ورته يوه سياسي انګيزه ګورئ؟

نجم ولي: طبعا جهاديزم سياسي انګيزه لري، خو زه يې شايد له سره پوځ فراکسيون سره مقايسه نه کړم. موږ د هغه فراکسيون تاريخ پېژنو چې د تندلارو فليسطينيانو له خوا يې د ترهګرۍ، يرغمل نيونو او ځانمرګو بريدونو په واسطه ملاتړ کېده. خو د هغو سازمانونو فلسطيني مشران، لکه ګېورګ حبش او وادي حداد، ټوله عيسويان ول. څه چې اوس ګورو په نژدې ختيځ کې له پېښو سره تړلي شيان دي. داعش اوس د عراق په زړه کې دولت ګرځېدلی دی. هغه خطرناک دی او له دين څخه د سياسي اهدافو لپاره ناوړه ګټه اخلي. سړی بايد هغه جدي وګڼي. تر اوسه اروپا دغه حالت جدي نه و بللی. داسې فکر حاکم و چې «اسلامي دولت» په نژدې ختيځ کې دی، زلميان ورځي او هلته خپل عرب او مسلمان خلک وژني. خو اوس زلميان بېرته ستنيږي او هغوی خپله هم حيران دي ځکه چې «اسلامي دولت» په دې وروستيو کې په دفاعي حالت کې قرار نيولی دی. اروپا د دې حساب نه و کړی چې دغه زلميان به بېرته راشي، چې دا يوه تېروتنه وه. سربېره پر دې استخبارات هم ناکامه دي. د هغوی لاسته راوړنې څه دي؟ د دغې ډلې (د پاريس د بريدګرو) مشر، عبدالحميد عبود، څنګه وکولای شول چې آزاد د آلمان، اتريش او فرانسې تر منځ تګ راتګ وکړي او د تلاشۍ پر مهال د يو شوي يادداشت سره سره بيا هم تېر شي؟ دا زما لپاره معما ده.


دويچه ويله: اروپا څنګه له تروريزم څخه د ځان دفاع کولای شي؟

نجم ولي: اروپا ځان ساتلی شي په دې چې خپل ارزښتونه وساتي. هغه څه چې په فرانسه کې تر سره کيږي، يعنې دا چې اضطراري حالت برقراره او مدني حقوق راکميږي، نو زه ورته ډېر انتقادي ګورم. په څه لحاظ بيا سړی د مصر له ولسمشر، عبدالفتح السيسي سره انتقادي چلند کوي؟ السيسي هم اضطراري حالت اعلان کړی او د اخوان المسلمين ډېر غړي تروريستان بللي او بندي کړي دي. ولې بيا سړی په نژدې ختيځ او نړۍ کې پر زورواکو ديکتاتورانو او سياستوالو باندې نيوکې کوي، چې هغوی هم ځان ته خطر ګوري، بېړنی حالت اعلانوي او آزادۍ له منځه وړي؟ که اروپا د نژدې ختيځ د يوې ديکتاتورۍ په څېر شي، نو تروريستانو ته به يې سر ټيټ کړی وي. له ترهګرۍ سره مبارزه يوازې د هغه له عواملو سره د مبارزې له لارې کېدای شي. زه فکر کوم چې دا به کومه فايده ونه لري چې له ځينو تندلارو اشخاصو څخه تابعيت بېرته واخيستلی شي. هغوی دې چېرته ولاړ شي؟ د سختو سزاو له لارې هم له ترهګرۍ سره مبارزه نه شي کېدای، تاسو څنګه غواړئ يو احتمالي ځانمرګي بريدکوونکي ته سزا ورکړئ؟


دويچه ويله: يوې پوښتنې اوس لا ډېر اهميت پيدا کړی دی. آيا لويديځ دې په عراق او سوريه کې زياته مداخله وکړي؟

نجم ولي: لويديځ دې ډېره زياته سياسي مداخله وکړي، چې په دې برخه کې يې تر اوسه غفلت کړی دی. هغه يوازې د پوځي فشار څخه خبرې کوي چې دا يوه اشتباه ده. که د آلمان حکومت فکر کوي چې د پاريس بريدونو ته يوازنی جواب دا دی چې سړی کُردان مسلح کړي، نو دا هسې ريشخند دی. په دغه سيمه کې ډېرې زياتې وسلې وجود لري. نه کُردان او نه عربان وسلو ته ضرورت لري. څه چې پکار دي، هغه د اصلاح غوښتونکو ځواکونو زياتره ملاتړ او لا څرګند سياسي فعاليتونه دي: يعنې زياته تبادله او متقابلې ليدنې کتنې. دا ډېر کم پېښيږي چې د بهرنيو چارو يو وزير دې عراق ته سفر وکړي او له سوريې څخه اوسمهال هيڅ نه غواړم خبره وکړم. خو يو سياسي حل بايد پيدا شي، په عراق کې هم. منځلاري سياستوال لکه حيدر العبادي په عراق کې او د فليسطينيانو مشر، محمود عباس د لويديځ له خوا کافي ملاتړ نه لري. تُندلاري له دې څخه ګټه اخلي. که لويديځ غواړي تروريزم تضعيف کړي، نو د بمونو څخه دې کار نه خلي. بمونه کوم شی لاس ته نه راوړي. داعشيان داسې دي لکه مږې چې په سوړو کې ځانونه پټوي او بيا بېرته راوزي. زه د زياتې سياسي مداخلې غوښتنه کوم. د اصلاح غوښتونکو ځواکونو ملاتړ او اقتصادي اړيکي. سربېره پر دې بايد لويديځ له سعودي عربستان او قطر سره د خپلو اړیکو په اړه فکر وکړي. د سعودي عربستان پاچا سلمان تر ټولو لوی سلفي دی، هغه يو تُندلاری دی. خو کله چې په پاريس کې بريدونه تر سره شول، نو نوموړي د جي ۲۰ په غونډه کې حضور درلود. دا د تعجب وړ خبره ده. پر اردوغان باندې بايد هم فشار راوستل شي، چې ډېري تروريستان د ترکيې له لارې تېريږي.


دويچه ويله: تاسو په منځني ختيځ کې د آلمان د رول په هکله څه نظر لرئ؟

نجم ولي: آلمان کېدای شي د يو منځګړي په صفت ډېر مهم نقش ولوبوي، ځکه چې د نژدې ختيځ لوبغاړي ورته احترام لري. خو له بده مرغه آلمان ډېر سست دی. بهرنی سياست د بهرنيو چارو د وزارت په پرتله د دفاع وزارت له خوا عملي شوی دی. تمرکز يوازې د وسلو پر لېږد او پوځي ماموريتونو باندې شوی دی، که هغه يوازې روزنيز پروګرامونه او د سولې ساتنه هم وي، لکه په مالي، افغانستان او عراق کې. د ګوېته کلتوري انستيتوت په بغداد کې ولې يوازې لږ فعاليت او يوازې يوه استازې لري؟ که هغه ډېره تکره هم وي، خو ډېر څه کولای نه شي. آلمان لا ډېر څه کولای شي، او زما په نظر بايد ويې هم کړي.


مرکه زابينه پېشل کړي ده. په ۱۹۵۶ کال کې د عراق په بصره کې زېږېدلی ليکوال او ژورناليست، نجم ولي په ۱۹۸۰ کال کې د ايران او عراق تر منځ د جنګ په شروع کېدلو سره بهر ته وتښتېد. هغه له ۳۰ کلونو راهيسې په آلمان کې ژوند کوي، پخوا په هامبورګ او اوس د آزاد ليکوال په صفت په برلين کې اوسيږي. ولي د وتلو عربي او آلماني ژبو ورځپاڼو له پاره ليکنې کوي. د خپل «بغداد مارلبورو» نومي رومان له پاره يې د سياسي کتاب په برخه کې د ۲۰۱۴ کال د برونو کرېيسکي جايزه هم اخيستې ده.