1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

محکمې د چینایي منتقد اعتراض رد کړ

په بیجینگ کې یوې محکمې د جینایي هنرمند ای وې وې هغه غوښتنه رد کړې ده چې غواړي پر هغه باندې د لگول شوې ۲.۴ میلیونه ډالرو جریمې پر ضد اعتراض وکړي.

ویل کیږي چې ای وې وې ویلي دي چې د دې پریکړې پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

که څه هم اې وې وې د مالیاتو د نه ورکولو له کبله جریمه شوی دئ خو ویل کیږي چې پر ای وې وې باندې د لگول شوې جریمې تر شا ځینې سیاسي هدفونه هم پراته وي ځکه چې هغه د چین د دولت د منتقدینو له ډلې څخه ده.