1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

محکمې حسني مبارک ته برأت ورکړ

پر حسني مبارک روانه هغه محاکمه ودرول سوه چي پکښې د تقريباً ۸۰۰ احتجاج کوونکو د وژلو تور لګول سوی وو. د قاهرې جزايي محکمې نوموړی د اختلاس د تورونو څخه بري اعلان کړ.

پر حسني مبارک د سونو احتجاج کوونکو د وژلو تور لګول سوی وو. خو د شنبې په ورځ د قاهرې جزايي محکمې د هغه پرضد روانه محاکمه ودروله. دا په داسي حال کي چي په مصر کي د ۸۰۰ احتجاج کوونکو د وژل کېدو نژدې درې کاله پوره کيږي.

محکمې د حسني مبارک تر څنګ د احتجاجونو پر وخت د مصر د کورنيو چارو وزير حبيب العدلي او د حسني مبارک دوو زامنو ته هم برأت ورکړ. پر دوی تور وو چي د ۲۰۱۱م کال په پسرلي کي يې د احتجاج کوونکو د وژلو امر ورکړی وو.

په دغه کال کي د حسني مبارک پر ضد په ټول مصر کي احتجاجونه رامنځ ته سوي ول. هغه تقريباً ۳۰ کاله پر مصر واکمن وو چي د احتجاجونو په ترڅ کي راوپرځول سو.

د حسني مبارک د واکمنۍ پر ضد په احتجاجونو کي امنيتي چارواکو له تاوتريخوالي څخه کار واخيست چي په نتيجه کي يې تر ۸۰۰ زيات احتجاج کوونکي ووژل سول.

قتل، اختلاس او اداري فساد

د حسني مبارک پر ضد په روانه محاکمه کي هغه ته د مرګ د سزا غوښتنه سوې وه. په هغه صورت کي که ورباندي د احتجاج کوونکو د وژلو تورونه ثابت سي. مبارک د احتجاج کوونکو پر ضد له تاوتريخوالي څخه د کار اخيستلو تر څنګ په اداري فساد او اختلاس هم تورن سوی وو.

محکمې نوموړی د دغو تورونو څخه هم بري اعلان کړ. دا په داسي حال کي چي د روان مېلادي کال په می مياشت کي يوې محکمې هغه د اختلاس په تور په ۳ کالو بند محکموم کړی وو. حسني مبارک چي روغتيايي وضعه يې ښه نه ده د قاهرې په نظامي روغتون کي ژوند کوي.

مبارک د ۲۰۱۲م کال په جون مياشت کي په عمري بند محکوم سوی وو. هغه د دغې فيصلې پر ضد د استناف په محکمه کي عريضه کړې وه چي د شنبې په ورځ (د نومبر ۲۹مه) يې فيصله واوروله او حسني مبارک ته يې برأت ورکړ. ۸۶ کلن مبارک په محکمه کي وويل چي د ويني تويولو د مخنيوي له پاره په ۲۰۱۱م کال له قدرت څخه ليري سو. هغه وويل چي د احتجاج کوونکو د وژلو سره هيڅ اړيکه نه لري.