1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

محمدي: د زندانونو په اړه راپور بې بنسټه دی

وروسته تر هغه يو شمير رسنيو د ملګرو ملتونو د څيړني پربنسټ راپورونه خپاره کړي چي د افغان دولت په زندانونو کي زندانيان شکنجه کيږي. افغان حکومت دا راپور بې بنسټه بولي.

د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي

د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي

سره له دي چي د ملګرو ملتونو سازمان دغه راپور تراوسه نه دی خپور کړي خو آيساف واردمخه د افغانستان زندانونو ته د زندانيانو د ورليږدولو لړۍ درولې ده.

ددغه ځواکونو وياند کريستن جاکوبسن تيره ورځ په کابل کي خبريالانو ته ويلي له تيرو دوو مياشتو راهيسي افغان دولت ته د زندانيانو د ورسپارلو لړۍ درول سوې او دوی انتظار باسي چي د ملګرو ملتونو دغه راپور خپور سي.

د رپوټونو له مخي د افغانستان په زندانانو کي پر شکنجې او وهلو ټکولو سربيره ان هغوی ته بريښنايي ټکانونه هم ورکول کيږي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي تيره ورځ په کابل کي د ملي امنيت له ځای ناستي رئيس رحمت الله نبيل سره ګډي خبري غونډي ته د وينا پر مهال دغه راپور بي بنسټه وباله.

ښاغلي محمدي وويل امنيتي بنسټونو له نورو نړيوالو بنسټونو سره يو ځای د افغان زندانونو له حالت څخه کتنه کړې او د زندانانو وضعيت يي ښه ارزولی دی.

ده زياته کړه سره له دي چي دغه راپور افغان دولت ته نه دی سپارل سوی خو بيا هم د نورو نړيوالو بنسټونو د ارزونو پر خلاف يي د زندانانو وضعيت ناوړه بللی.

ښاغلي محمدي دا ومنله چي تردې وړاندي د هيواد په زندانونو کي ستونزي وې، خو کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت هغه ستونزي اوس هواري کړي دي.

دغه راز، د ملي امنيت ځاي ناستي رئيس رحمت الله نبيل وويل په هر ځل چي نړيوالو بنسټونو د افغان زندانونو له وضعيت څخه کتنه کړې د زندان په کتاب کي يي د خپل نظر ليکلو پر مهال د زندان له حالت څخه خپل رضايت ښودلی.

له بل پلوه د افغانستان د بشري حقونو د کميسون چارواکو هم د افغانستان د زندانونو په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ څيړني ناسمي بللي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د مرکزي زون دفتر مشر شمس الله احمدزي دويچه ويله ته وويل « موږ په دې وروستيو کي د افغانستان نيږدي په ټولو ولايتونو کي د زندانانو له وضعيت څخه  ليدنه کړې او زموږ راپور ښيي چي اوس د افغان زندانانو حالت ښه دی.»

د ښاغلي احمدزي په خبره تردي وړاندي د ملي امنيت په توقيف خونو کي ستونزي وې خو اوس دا ستونزي هواري سوي دي.

د افغان زندانونو په اړه د ملګرو ملتونو څيړني او د افغان چارواکو غبرګون په داسي حال کي رابرسيره کيږي چي ټاکل سوې د روان کال تر پايه د بګرام زندان افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

خو اوس د آيساف له خوا  افغانستان ته د زندانيانو د ورسپارلو لړۍ درولي سوې ده.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM