1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

محصلين: په کابل پوهنتون کي اصلاحات غواړو

د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی محصلینو له يوې اوونۍ راهيسي درسي اعتصاب کړی دئ. دوی غوښتنه کوي چي په دغه پوهنځی کي دي اصلاحات راسي.

Protestierende Studenten der Social Sciences University in Kabul am 15. April 2013 DW/ Hossain Sirat

Afghanistan Studenten protestieren gegen Bildungssystem

اعتصاب کوونکي محصلين د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۵) د افغانستان پارلمان د عمومي دروازې مخ ته ودرېدل او ويل ئې چي غوښتني ئې بايد د پارلمان استازي ور پرځای کړي.

دغو محصلینو له ځان سره د «اصلاحات» شعارونه لېږدول او د «استبداد» پر لغت باندي ئې چليپا کش کړې وه. دوی ويل که ئې غوښتنو ته څوک غوږ و نه نيسي د سه شنبې له ورځي څخه به د نه خوړلو اعتصاب هم پيل کړي.

د درسي اعتصاب کوونکو له ډلي څخه يوې تنې جواهر يوسفي وويل چي دوی د اصلاحاتو غوښتونکي دي او غواړي چي د دغه پوهنځی رئيس او يوشمېر استادان بايد له دندو څخه ليري کړل سي: «موږ په دې خاطر درسي اعتصاب کړی دئ، چي د اجتماعي علومي په پوهنځی کي اصلاحات راوستل سي.»

ديکتاتوري او تهديد

په هغه پريکړه ليک کي چي د اعتصاب کوونکو له خوا خپور سوی دئ، راغلي دي چي د اجتماعي علومو يو شمېر ښوونکي د علمي تدريس توان نه لري.

محصلين وايي، چي د دغو ښوونکو درسي شېوه زړه ده او له اوسنيو سره هيڅ سر نه خوري. دوی وايي په پوهنځی کي استادان د «ديکتاتور» په شان چلن ورسره کوي.

اعتصاب کوونکو وويل، چي دوی ته د رشتې خلاف درس ورکول کیږي او ښوونکي د امتحان په وسيله د محصلينو د سکوت سبب سوي دي.

يو بل تن چي خپل نوم عبدالرحمان ښيي وويل: «هغه استاد چي په جامعه شناسۍ کي دکترا لري، هغه ئې اخلاقي معلم کړی دئ. دلته تلاښ کيږي چي استادان د رئيس په شخصي علاقې سره تدريس ته مجبوره سي.»

دويچه ويله تر ډيره تلاښ وکړ، چی په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت غبرگون واخلي خو له مکررو تماسونو سره سره بيا هم دغه وزارت جواب ونه وايه.

اصلاحاتو ته اړتيا

دا لومړی وار دئ، چي د کابل پوهنتون محصلين د اصلاحاتو د راوستلو په منظور درسي اعتصاب کوي. خو د زړې درسي شېوې په اړه په نورو کلونو کي هم اعتراضونه سوي ول.

کارپوهان هم په دې نظر دي، چي په کابل پوهنتون کي بايد ژر ترژره اساسي اصلاحات راوستل سي.