1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

متحده ایالاتو د بشارالاسد څرگندونې له واقعیت څخه لیرې بللي دي

امریکا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد، وروستۍ څرگندونې له حقیقت څخه لیرې بللې دي. په واشنگټن کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي دي چې ملت ته د بشارالاسد وینا په واک کې د پاتې کیدو یوه هڅه ده.

د هغې په وینا له دې کار سره د سوریې ولسمشر غواړي چې د دغه هیواد له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي لخضر براهیمي هڅې ناکامې کړي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات زیاته کړې ده چې اسد باید استعفا وکړي.