1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

مبارک له زندان څخه روغتون ته لېږدول سوی دئ

مصري چارواکو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی دئ، چي حسني مبارک تر یوې مغزي سکتې وروسته له زندان څخه روغتون ته استول شوی دﺉ او اوس په کوما کي دﺉ.

چارواکو هغه ادعاوي رد کړي دي چي گويا حسني مبارک له کلینیکي لحاظه مړ شوی دئ.

د حسني مبارک د روغتیا په اړه په داسي حال کي ضد او نقيض خبرونه خپریږي چي په مصر کې د وروستیو ولسمشریزه ټاکنو پایلي لا تر اوسه پوري معلومي نه دي. د دغو ټاکنو دواړه ګډونوال ادعا کوي چي ټاکني ئې گټلي دي.

په همدې حال کي د مصر د روغتیا د څانگي یوه کارکوونکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي مبارک له «کلینیکي لحاظه نه دئ مړشوی هغه په کوما کي دئ او ډاکتران هڅه کوي چي هغه و ژغوري.»

د مصر دولتي تلویزیون هم ویلي دي، چي مبارک په کوما کي دئ او له کلینیکي لحاظه نه دئ مړ. دا په داسي حال کي ده، چي تر دې مخکي د مینا دولتي تلویزیون ویلي ول، چي ۸۴ کلن مبارک تر مغزي سکتې وروسته، مړ شوی دئ.

ویل شوي دي چي د مبارک مېرمن د هغه د ليدلو له پاره روغتون ته ورغلې ده. د مصر دولتي تلویزیون ویلي دي چي د مبارک د روغتیایي وضعیت په اړه به ژر یوه رسمي اعلامیه خپره کړي.

مبارک د خپل رژیم تر ړنگېدو وروسته، په ۲۰۱۱ کال کي د مظاهره کوونکو د وژلو په تور په عمري بند محکوم شوی وو. هغه د روان کال د جون د میاشتي پر دوهمه نېټه زندان ته واستول شو.

د رپوټونو له مخي تر دې وروسته د هغه روغتیايي وضعیت د پخوا په پرتله ډیر خراب شوی وو. ډاکترانو تر دې مخکي ویلي ول، چي مبارک له سخت دیپریشن، د ویني لوړ فشار او نفس تنگۍ څخه کړېدئ.

د حسني مبارک کورنۍ غوښتل چي هغه باید روغتون ته واستول شي. خو دا کار کیدای شوای چي مصریان ئې په غوصه کړي وای، ځکه چي د مصر ډیرو اوسیدونکو غوښتل چي هغه ته د مرگ سزا ورکړل شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل