1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

مبارک باالاخره استعفاء وکړه

د مصرد حکومت پر ضد د 18ورځواحتجاجونوڅخه وروسته د مصر ولسمشر حسني مبارک له ولسمشري څخه لاس واخيست. دا اعلان يواځي څو ساعت وروسته له هغي وشو چی پوځ د عادلانه او آزادو ټاکنو ژمنه وکړه. د هغه له استعفاء څخه نړيوال هرکلی وشو

مبارک د دېرش کالو راهيسي په مصر کي واکمن ؤ

مبارک د دېرش کالو راهيسي په مصر کي واکمن ؤ

د مصر د ولسمشر مرستيال، عمر سليمان د دغه هيواد په ملي تلويزيون کي په يو لنډي وينا کي اعلان وکړ چي ولسمشر حسني مبارک د حکومت« ټول قدرت» پوځ ته وسپاره. د مصر د ديموکراسي د غورځنګ د څه د پاسه دوو اونيو پر له پسي احتجاجونو څخه مبارک باالاخره مجبوره شو جي له قدرت څخه لاس واخلي او د ولسمشر په توګه استعفاء وکړي.

سليمان په خپلي وينا کي وويل: « د هيواد د ستونزمنو شرايطو په پام کي نيولو سره ولسمشر حسني مبارک تصميم ونيو چي د مصرد عربي جمهوريت د ولسمشر په توګه استعفاء وکړي. هغه د مصر د وسلوال پوځ له عالي شورا څخه غوښتنه وکړه چي د هيواد د چارو بندو بست وکړي.

د دغه خبر له خپريدو سره سم د تحرير په ميدان کي چيرته چي د حکومت ضد احتجاجونو په مرکز بدل شوي، د خلکو په منځ کي د خوښي او خوشحالي چيغي پورته شوي. .

د مبارک د ګوښه کيدو خبر وروسته له هغي خپور شو چي د مصر وسلوال پوځ په هيواد کي د آزادو او عادلانه ټاکنو لپاره ژمنه وکړه او وويل چي 30 کلن زاړه اضطراري مقررات به لغوه شي.

د پوځ په «دوهمي» نومي اعلاميه کي چی د وسلوال پوځ د عالي شورا له يو غونډي څخه وروسته خپره شوه، راغلي دي: دغه اضطراري مقررات به « وروسته له هغي ليري کړای شي چي اوسني کړکيچن او ستونزمن حالات پاي ته ورسيږي.»

په اعلاميه کي دغه راز له کارګرانو څخه چي په دي وروستيو ورځو کي د مصر د ديموکراسي له غورځنګ څخه د ملاتړ په توګه په اعتصابونو لاس پوري کړي ؤ، غوښتل شوي دي چي بيرته خپلو کارونو ته ستانه شي.

د مبارک وروستي وينا د جمعي د ورځي د احتجاج لمن پراخه کړه

د جمعي د ورځ احتجاج وروسته له هغي نور هم قوت واخيست چي مبارک تيره شپه په خپلي وينا کي له استعفاء کولو څخه ډه ډه وکړه. د مصر په دننه او بهر کي انتظار دا ؤ چي مبارک به په دي وينا کي له ولسمشري څخه لاس واخلي ، هغه څه چي د تحرير د ميدان د احتجاج کونکو د غوښتنو په سر کي وه. مبارک په نوموړي وينا کي يواځي وويل چي د ولسمشري ځيني صلاحيتونه به خپل مرستيال، سليمان ته وسپاري.

د مصر احتجاج کونکی د مبارک له ګوښه کیدو څخه خوښی څرګندوی

د مصر احتجاج کونکی د مبارک له ګوښه کیدو څخه خوښی څرګندوی

له دغي وينا وروسته د تحرير د ميدان د احتجاجونو لمن د پلازميني قاهري نورو ځايونو ته هم پراخه شوه، څرنکه چي ځيني د ولسمشر د ماڼي مخي ته او ځيني د دولتي تلويزيون ماڼي ته ورغلل. د ولسمشري له ماڼي څخه د ټانکونو او د مصر د خاص جمهوري نومي ګارد په واسطه ساتنه کيدله.

يواځي څو ساعته مخکي له هغي چي د استعفاء اعلان وشي، ځيني رپوټونه خپاره شول چي ويل يي : مبارک له خپلو کورني سره له يوي پوځي هوايي اډي څخه له قاهری ووت. داسي ويل کيږي چي هغه د شارم الشيخ تفريح ځاي ته چي د سره سمندرګي په څنډه کي پروت دي تللي دي.

نړيوال غبرګون

د رپوټونو له مخي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ته د مبارک د استعفاء خبرمخکي له مخکي ورکړ شوي ؤ. د سي ان ان د يو رپوټ له مخي اوباما څو ساعته مخکي خبر ؤ چي مبارک استعفاء کوي. د متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال جو بايدن دا د مصر په تاريخ کي يو پريکړنه شيبه وګڼله.

د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل د مصر د دغه تاريخي بدلون په هکله خوښي څرګنده کړه. مرکل وويل: « هغه د مصر ټولني لپاره د سولي او سوکالي هيله لري، هغه يو ټولنه چي په هغي کي اختلاس نه وي، زور زياتي نه وي، سانسور نه وي، نيول او ربړول نه وي.»

د مبارک د استعفاء له خبر څخه د اروپا اتحاديي هرکلي وکړ. د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو مسوولي، کاترين اشتن په يوي وينا کي وويل چي مبارک « د مصر د خلکو غږ ته غوږ ونيو» او د اصلاحاتو لپاره يي لاره اواره کړه.

د مصر د حکومت مخالف سياستوال او د نوبل د سولي د جايزي ګټونکي محمد البرادعي وويل چي دا « د هغه په ژوند کي تر ټولو بختوره ورځ ده. د مصر اخوان المسلمين، ايران او په غزه کي د حماس ريدکالي ډلي د انقلاب د برياليتوب خبره وکړه.

د اسراييلو حکومت څرګنده کړه چي هغه په مصر کي د سولي د پايښت او له ستونزي او ګډوډيو څخه پرته د قدرت د انتقال لپاره هيله لري.

د ملګرو ملتو عمومي منشي وويل چي د مصر د ولس غوږ بالاخره واوريدل شو.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي. نجيب الله زيارمل