1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

لیکوالي یا له خپل سرنوشت سره اشنا کېدل

پلار وېل: «هلکه! غنم لو کې دنیا ته راغلې»؛ خو مور به وېل: «نه، ته مي په مني-طلایي موسم- کې دنیا ته راوړې!» خو زه چې څه د ځان په اړه خپل واک کڼم، د تلې مېاشتې وروستۍ نیمه شپه وه او زه په دنیا کې را زېات شوم.

انور وفا سمندر

انور وفا سمندر

له خیاله چې د ذهن دنیا ته راواوړم، نو په پېژندپاڼه کې یې راته ۱۳۴۱ لمریز (۱۹۶۲) زېږدیز کال د زېږون کال لیکلی دی. آه، اوس نه ماشومتوب شته، او نه زه غواړم ماشوم شم؛ ځکه ماشومتوب تللې زمانه ده او تللې مړه ده؛ او یوه «اوس» ژوندۍ! تېره د تاریخ په پاڼو کې ښخه ده. او هلته ګورم چې پلار په کال ۱۹۶۹ کې د مېدان درې مرکزي لیسې لومړي ټولګي کې معلم ته په لاس ورکړم چې اصلاح مې کړي! په ۱۹۸۰ کال له دې ماشین نه غټ پټ راووتم. د کابل پوهنتون د ژورنالیزم څانګې ته ورولوېدم او ۱۹۸۴ کال ترې ژوندی راووتم. په مرکزي رادیو ټلویزیون کې نوکرۍ ته ورولوېدم. دلته و چې قلم زما زده شو. دلته و چې خبریال او بیا لیکوال راووتم.

دا لا چېرې! اوه اته کاله کېدل چې زه د لیکوالۍ له تومنې ډک ګرځېدم.
کال ۱۹۷۶ و. زه د مېدان د چاریکې د خزاندار عیسی خان د برجورې کلا پیتاوي کې له «شریف» او «داود» او...سره په توشلو او «شټو» وم، چې د «محمد عزیز» بنجاره له جړنګانو، بنګړیو، زرتارو او نکروزو ډک خر مخ په کلي را تاو شو.

نور یاد ته نه راځي. زما لاس کې د «آدمخان او درخانې» وړوکی کتابګوټی و. زه تر وچ لمر لاندې، په سپېرو خاورو کې تر هغو ناست او پروت وم، چې چا را غږ کړ: «انوره! جګ شه چې «آبا» دې راغی!»
په دې پسې بله پېښه وشوه، بله وشوه...ما «دختر یتیم»، «دختر همسایه»، «جنایت بشر»...فاړسي ناولونه په خپله ماته ګوډه فاړسو لوستل او لا نور له محمد عزیز بنجاره تر لاسه کول. زما مخه مکتب ته شوې وه، خو دا وږمه مې تازه تجربه کوله، چې د ولس بدلولو لپاره سره او شنه او تور اورلن انقلابونه له لارې را ورسېدل. نو زه چې تازه د حروفو په هندسه کې لارې ته شوی وم، د ایډیالوژۍ وبا ووهلم. لس دولس کلونه وشول چې ما ځان په دې دوزخ کې پردی وپېژاند او را ووتم، چې د کلام په سمندر کې یو سپین غسل وکړم. خو لاره او آواره او د غره څوکې دومره د «بل» بدلولو «اصلاح کولو» فکر پړسولې او رنګ کړې وې، چې ښایسته وخت تېر شو، ترڅو اوسنی «زه» مې زوکړه وکړي.

زه همدغه یم. د «دوه زره نوي یم کال» له کیسه­ییزو طنزونو سره د لیکوالانو په لیکه پسې راشین شوم. «زرګره او زر لاسی کوډګر»، «بنیادمان»، «په کور یو لیونی» دري پښتو ناولونه او «غږ چینه» ادبي- عرفاني نثرونو ټولګه هم زه وم، چې خپل اصیل «زه» مې لټاوه. تازه مې فاړسي ناول «دوازده بال» هم چاپ شوی؛ خو زه تازه خپل د زېږون «ختیځ» ته رسېدلی یم. خدای خبر څومره کاغذونه به کمیس او پرتوګ پرځان زاړه کړم، ترڅو خپل اصیل برخلیک وځلوم.

خو که محمد عزیز بنجاره نه وای، زه به دغه پوړۍ هم نه وم. یاد یې دومره را په کې شین پاتې دی، چې د لیکنې پېل مې پر هغه و. ۱۹۸۲ کال و. د پوهنتون له زده کړو سره مې یوه د سلو پاڼو کتابچه د محمد عزیز په باب ناول ته بېله کړه. کتابچه ډکه شوه، خو نه چاپ شوې او نه له ما سره شته!

زه او زما نسل چې د «بل» بدلولو انقلابي جنګ منګولې شو، راشنه شو، نو داسې مو شپه په پردي کور شوه. زه پېښور کې پروت، له بي بي سي راډیو سره د ماشومانو لپاره په ډرامه لیکلو او پروګرام جوړولو شوم. د تخت سړي چې بدل را بدل شول، زه هم د کلیو پراختیا وزارت او څو نورو ادارو سره د رسنیز سلاکار او ویندوی په توګه په کار شوم، تر څو سیمه­ییزو اورګانونو ادارې ته را ولوېدم؛ دم ګړۍ د فرهنګ، ټولینزو او... چارو کارپوه! په توګه ساه باسم او لګیا یم چې په کتاب لیکلو سره ټول ځان نندارې ته وړاندې کړم.
دغه شان تېر زېږدیز کال مې د دویچ وله المان-غږ راډیو- په غوښتنه، د «غږ ستوری» او «پر ماشومانو باندې کار کول» ډرامې ولیکلې. دا شان له یادو بوختو سره سره له څه مهاله را په دېخوا، دغې راډیو لپاره د «خیال جونګړه» ادبي دوه اونیزه باندې زیار باسم.

«غږ ستوري» راډیویي ډرامه د شپاړس کلنې ماین معیوبې کړې «مریمې» ژوند انځوروي. مریم غواړي سندرغاړې شي. مور د مریمې په سندریز غږ مینه ده. پلار د کلي او تربور د شرم تر نامه لاندې هغه له آواز ویلو منع کوي. خو مریمه چې ښه آواز الهي نعمت ګڼي د خپل تره، «وحید ربابي» په مرسته د دې جوګه کېږي، چې د سندرو په سیالۍ کې د «کابل ستورې» شي.

«پرماشومانو کارکول» ډرامه د «حسن» په نوم یو د یوه ماشوم هلک ژوند انځوروي، چې پلار یې له ښوونځي راګرځولی او بازار کې ورباندې اخبارونه، پرتوګاښونه او پلاستکي کڅوړې پلوري. حسن ټوله ورځ بازار کې نارې وهي او د ښوونځي له خوا ورکړل شوی کورنی کار نشي سرته رسولای. پای کې د حسن پلار ښوونځي کې په چوکیدارۍ نیول کېږي، له دې وروسته حسن هره ورځ خپل ښوونځي ته ځي.