1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

لیلا حیدری؛ هغه اتله چې د انسانانو ژوند ژغوري

لیلا حیدري په کابل کې د مور کمپ یا «کمپ مادر» مسووله ده. دغه کمپ په نشو له روږدو کسانو سره د مرستې له کبله مشهور شوی دی او پر دې توانیدلی دی چې په سلونو تنه په نشو روږدې کسان بیرته عادي ژوند ته راوګرځوي.

د لیلا حیدري کار هره ورځ د کابل له تر ټولو خرابې سیمې څخه پیلیږي. هغه د سلونو په نشو روږدو هغو کسانو لیدو ته ورځي چې د کابل تر پل سوخته لاندې وخت تیروي او ځینې یې د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې وي. حیدري هر هغه معتاد چې غواړي له نشو ځان خلاص کړي، له ځان سره د مور کمپ ته بیایي.

تر پل سوخته لاندې ناوړه هوا کې د هغو کسانو له پاره وخت تیرول چې پخپله معتاد نه وي ستونزمن کار دی خو لیلا دې سیمې ته ورځې تر څو د انسانانو ژوند وژغوري.

پل سوخته په نشو د روږدو کسانو له پاره د وروستي تمځای په توګه شهرت لري. هغه روږدي کسان چې اعتیاد یې ډیر قوي وي او نور په ټولنه او کور کې ځای و نه لري دغې سیمې ته د ژوند کولو له پاره ورځي او په ډیرو مواردو کې یې هم انجام مرګ وي.

د لیلا حیدري څیره د روږدو کسانو له پاره اشنا ده. یو شمیر کسان خو آن د مور کمپ ته تللي دي خو د نشو پر پریښودو نه دي توانیدلي.

لیلا «پل سوخته» ته راغلي ده چې دا ځل د یوه روږدې کس چې عارف نومیږي ژوند وژغوري. د عارف کورنۍ له میرمن حیدري غوښتي دي چې له هغه سره مرسته وکړي. خو هر څه چې لیلا د حیدري نوم اخلي نو نه شي کولای چې د سلونو په نشو روږدو کسانو په منځ کې هغه پیدا کړي.

کله چې میرمن حیدری پر دې نه توانیږي چې عارف ومومي، نو له یوه بل روږدې کس سره چې غواړي په داوطلبانه توګه نشه پریږدي د مرستې کولو هڅه کوي. دغه ځوان هاشم نوميږي او دوه کاله کیږي چې په نشو روږدی شوی دی.

لیلا حیدري دغه معتاد کس په خپل شخصي موټر کې کښینوي او بیا یې د مور کمپ ته بیایي. د مور کمپ ته تر ننوتو وروسته لومړی قدم دا وي چې په نشه له روږدي کس څخه باید خپل ټول نشه يي توکي او وسایل ضبط شي.

د مور د کمپ ټول کارکوونکي چې پخپله هم یو وخت په نشو روږدي ول، د هاشم د سر ویښتان خريي او لمبوي یې. د کالیو تر بدلولو وروسته هاشم د هغو کسانو له ډلې سره یوځای کیږي چې غواړي له نشو لاس واخلي.

تر ټولو سختې ورځي

له میرمن حیدري سره هغه وخت په نشو د روږدو کسانو د ژغورنې انګیزه پیدا شوه چې د هغې خپل ورور په نشه يي توکو اخته شو. لیلا حیدري وايي چې د خپل د ورور د ټولو سختو ورځو شاهده وه او دا چې په خپلو سترګو یې لیدل چې د ورور ژوند یې څرنګه ورځ تر بلې خرابیږي.

تر دې وروسته میرمن حیدري په ډیرو لږو پیسو چې له یوه سوداګر څخه یې تر لاسه کړې وې د مور کمپ یا «کمپ مادر» جوړ کړ.

کومه لار چې میرمن حیدري پرې روانه ده اسانه نه ده. هغه له غریبۍ، ګواښونو او فشارونو سر ټکوي. حیدري وایي چې داسې شپې یې هم په یاد دي چې په یوازې ځان به یې د ۴۰ روږدو کسانو پالنه کوله. هغه روښانوي، هغه کسان چې تازه اعتیاد پریږدي نو په لومړیو ورځو کې د وړوکو ماشومانو په څیر وي چې د ځان له پاره پخپله هیڅ څه هم نه شي کولای.

هغه زیاتوي: «معتاد چې کله تر تداوۍ لاندې وي هغه ځان نه شي کنترولای. هغوی ډیر وخت ناروغه کیږي. باور وکړئ چې ما په یوه شپه کې څلویښت ماشومان چې له ۴۰ څخه د ۷۰ کلونو تر منځ یې عمر لاره ساتل. هغه هم د ژمي په سړه هوا کې.»

لیلا حیدري وایي چې کله یو روږدې کس د مور له کمپه وتښتي نو نوې ستونزې راولاړوي: «ځیني وختونه به هغوی تښتیدل. زه به په ډیره سړه هوا کې هغوی پسې پیاده روانه وم. دومره به ورپسې تلم چې هغوی به خپل انرژي له لاسه ورکړه او وبه لویدل. بیا به مې بیرته د مور کمپ ته راوستل. ډیرې سختې ورځې مې لیدلې دي.»

پر لیلا حیدري باندې د پنځو کلونو په موده کې دوه وارې برید شوی دی. یو ځل پر هغې باندې د سړک پر سر برید شوی او بل ځل يې کور ته ورننوتي دي، خو میرمن حیدري له خپلې پریکړې څخه و نه ګرځیده.

پر حیدري باندې د برید مسوول کسان مشخص نه دي خو میرمن حیدري وایي چې د مخدره توکو مافیا چې له دې لارې پیسې ترلاسه کوي هغه خپله دښمنه بولي.

د بریا راز

د مخدره توکو پریښودل اسانه کار نه دی. اوسمهال افغان دولت په کابل او نورو ولایتونو کې د په نشو روږدو کسانو د درملنې په سلهاو مرکزونه جوړ کړي دي. خو بیا هم په دغو مرکزونو کې کاریدونکي طریقې د مور په کمپ کې د کاریدونکو لارو چارو په اندازه موثره نه دي.

د مور په کمپ کې په نشو روږدې کسان د هغو وګړو له خوا تداوي کیږي چې یو وخت پخپله معتادین ول. د مخدره توکو پریښودل یوه میاشت دوام کوي او تر هغه وروسته یې بیا رواني درملنه پیلیږي.

د مورکمپ په نشو روږدې دغه کسان تر یوه میاشت درملنې وروسته د «ګمنامو معتادینو نړیوال انجمن» ته معرفي کوي او په دې ځای کې هغوی ته مفصلې مشورې ورکول کیږي.

انجنیر مجتبی یو له هغو کسانو څخه دی چې د مور په کمپ کې یې درملنه شوې ده. هغه وايي رواني مشورو ورته ډیره ګټه رسولې ده: «هغه څه چې ما ته ویل شوي دي که یو څوک را ته ووایي چې مخدره توکې وکاروه نو زر کاله ژوندی پاتې کیږي او که نه نو په شپږو میاشتو کې مرې. زه شپږ میاشتې پرته له نشه يي توکو ژوند انتخابوم. که سړی زر کاله ژوند وکړي خو هره ورځ بیا زر وارې ومري تر هغه ژونده مرګ ښه دی.»

هغو کسانو ته چې اعتیاد یې پریښی وي د کار موندل یوه بله لاره ده چې د مور کمپ یې له طریقه پخوانیو د په نشو روږدو کسانو سره مرسته کوي. هغه کسان چې نشه يي توکې پریږدي نو په «تاج بیګم» رستورانت کې کار کوي چې بنسټ یې د لیلا حیدرې له خوا ایښودل شوی دی. دغه رستورانت اوس د کابل یو له هغو رستورانتونو څخه دی چې په کې گڼه گوڼه وي. په تاج بیګم رستورانت کې د کار له لارې په نشو روږدي پخواني کسان په ټولنه کې ادغامیږي.

پخواني معتاد چې اوس قهوه خانه لري

لیلا حیدري یو داسې کس چې مخدره توکې یې د دې د پروګرام له لارې پریښې دي او بیرته یې عادي ژوند پیل کړی دی معرفي کوي. میرمن حیدري ټول هغه کسان چې نشې یې پریښې وي خپل زامن بولي.

میرمن حیدري د کابل یوې قهوه خانې ته ورځې چې مالک یې کامران نومیږي او یو وخت په نشو روږدی وو. هغه ۱۲ کاله مخدره توکو کارولې وو او ډیر سخت وختونه پرې راغلي وو: «وضعیت مې ډیر خراب وو. پر لاره به نه شوم تللی. له ډیر خراب حالته د پل سوخته په کثافاتو کې ولویدم خو هلکانو بیا زه له هغه ځایه راوایستم. په هماغه وخت کې پوه شم چې بیچاره ګې او ناتواني تر دې نه شي ډیریدای.»

خو لیلا حیدري په سم وخت له دې ځوان سره مرسته وکړه. کامران د اعتیاد تر پریښودو وروسته شپږ میاشتې د تاج بیګم په رستورانت کې کار وکړ او وروسته یې بیا خپله یوه قهوه خانه جوړه کړه.

کامران اوس بیرته خپل اعتبار تر لاسه کړی دی او د خپلې کورنۍ او ټولنې له پاره پر یوه ابرومنده انسان باندې اوښتی دی: «زه یې له کوره ایستلی وم خو کله چې خبر شول چې ما نشه پریښې ده نو یو ځل بیا یې پر ما باندې اعتماد وکړ.»

د کامران د قهوه خانې له جوړیدو اته میاشتې تیریږي او د هرې میاشتې له تیریدو سره یې د مشتریانو شمیر ډیریږي. هغه د میرمن حیدري په اړه وایي: «میرمن حیدري له موره هم زما ډیر خدمت کړی دی. کله چې زه هغه وینم نو روحیه مې قوي کیږي او ژوند ته بیا هیله من کیږم.»

میرمن حیدري وايي چې خپل کار ته ژمنه ده او د انسانانو د ژوند ژغورنې ته به دوام ورکړي. هغه غواړي چې په راتلونکې کې یو روغتون جوړ کړي او تر څنګ یې د په نشو روږدو کسانو له پاره څو فابریکې هم جوړې کړي چې هغوي په کې کار وکولای شي.

DW.COM