1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

لیبیا د کورنۍ جگړې په درشل کې

د پخواني واکمن معمرالقذافي تر مړینې درې کاله وروسته لیبیا د کورنۍ جگړې پر لور روانه ده. د یوه ښه نوي پیل خوب له خاورو سره برابر شو او دا هیواد په سیاسي گډودې کی ډوب دی. د لیبیا زیاتره ستونزې لیبیایانو خپله رامنځته کړي.

کله چې معمرالقذافي د ۲۰۱۱ کال د جنوري او فبروري په میاشتو کې خپله څلویښت کلنه واکمني د ده پر ضد د مظاهرو له کبله په خطر کې ولیدله نو ادعاوې یې وکړې چې دغه ځوان احتجاج کوونکي په هوش کې نه دي او دوې ته د القاعدې د ترهگرې شبکې سره د تړاو درلودونکو اسلامپاله ملیشو له خوا مخدره مواد ورکړل شوي. که څه هم چې مظاهره کوونکو دغه خبره رد کړه خو د هغوی دې خبرې معمرالقذافي له دې منع نه کړ چې د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې د دغه پراخو مظاهرو پر ضد د سخت زور زیاتيو څخه کار واخلي چې له امله یې گڼ شمیر انسانان ووژل شول.

په را وروسته میاشتو کې بیا دغه کړکیچ لا پسې پراخ شو. په ځانگړې توگه د هیواد په ختیځ کې، د « برقة» په ایالت کې یاغیانو واک ترلاسه کړ. همدا راز په لویدیځ کې هم دوی د قدافي پوځونه پر شا وتنبول. د مارچ په میاشت کې قذافي ستر عملیات پیل کړل. د دې عملیاتو له امله یاغیانو د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه چې ومنل شوه او د مارچ د میاشتې پر ۱۷ نیټه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا یوه پریکړه تصویب کړه. په دې پریکړه کې د قذافي څخه د یو سملاسي اوربند او د ولسي وگړو پر ضد د بریدونو د درولو غوښتنه شوې وه.

د دې غوښتنو د عملي کولو په موخه پریکړه کې د لیبیا په هوايي قلمرو کې پر پروازونو بندیز او د پوځي لارو چارو څخه کار اخیستل هم په نظر کې نیولي شوي وو. په دې توگه یو سیاسي حل د «لیبیا د وگړو مشروع غوښتنې» هم باید په نظر کې نیولې وای. د رای گیرۍ د مخه روسیې وړاندیز وکړ چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا لومړی په لیبیا کې د اوربند د یوې پریکړې په اړه باید را گیري وکړي. خو دا غوښتنه د غړو د اکثریت له خوا رد شوه.

د مارچ د میاشتې په پای کې ناټو د «Unified Protector» په نامه د دغه عملیاتو قومانده په خپل لاس کې واخیسته. بریدونو د اکتوبر میاشتې تر پای پورې دوام وموند. وروستۍ جگړه د «سرت» په ښار کې وه چې معمرالقدافي په کې زیږیدلې وو. دغلته نوموړی د اکتوبر د میاشتې پر ۲۰ نیټه د ښار څخه د تیښتې پر وخت د یاغیانو له خوا ونیول شو او سملاسي په سر د ویشتلو سره ووژل شو.

د قذافي د پلویانو او یاغیانو ترمنځ د جگړو سره سره هم اعلان وشو چې د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې به د قانون جوړونکې جرگې له پاره ټاکنې ترسره شي. د دې ټاکنو په نتیجه کې رامنځته شوی ملي کانگرس د دوه کالو له پاره د هیواد تر ټولو لوړه پارلماني جرگه وه. د ۲۰۱۴ کال په اگست میاشت کې د استازو جرگې د نویو پارلماني ټاکنو وروسته د دې ځای ونیو.

د واک پر سر جگړه

خو د ملي کانگرس د کار په لومړیو ورځو کې داسې ستونزې را څرگندې شوې چې دغه هیواد یې تر نن ورځې د سخت مشکل سره مخ کړی. هغه قومونه او ملیشې چې د انقلاب پر وخت د قذافي د ځواکونو پر ضد جنگیدلې وې، دې ته چمتو نه وې چې د دولت د اقتدار تابع شي او د ډیموکراسۍ اصول ومني. له دوي هر یو یې د ځان له پاره د زیات واک غوښتونکی شو. دوي په داسې بیلا بیلو ائتلافونو کې وويشل شول چې د مادي او ادیالوژیکي منافعو له لحاظه یې توپير کول گران شول.

په همدې توگه د ۲۰۱۲ کال په دوبي کې د صوفیانو لرغوڼي زیارتونه ویجاړ کړل شول. د لیبیايي لیکوال مصطفی فیتوري په آند د عبادت ځایونو د ویجاړولو مسوؤلیت د اسلامپالو په غاړه دی. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل:«دا ډول ورانکاري د هغو تندلارو ډلو کار دی چې په احتمالي توگه د القاعدې ترهگرې شبکې او کومې بلې ترهگرې ډلې سره تړاو لري.»

« د گړنگ پر لور»

اسلامي تند لارې ډلې د معمرالقدافي د پلویانو سره هم یوځای شوي. دغسې یوې ډلې د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر په میاشت کې د امریکا متحده ایالتونو پر سفیر کرس ستيونس خونړۍ برید ترسره کړ. د «الوطن الیبیا» په نامه آنلاین ورځپاڼې پوښتلي: «دغه خلک لیبیا په کوم لوري بیول غواړي.» او بیا خپله یې ځواب ورکړې:«د یوه گړنگ پر لور.»

په دې ترتیب سره په لیبیا کې تر نن ورځې پورې نښتې دوام لري. د ۲۰۱۴ کال د مي پر ۱۴ نیټه د جنرال خلیفه حفتر له خوا رهبري کیدونکو قطعو پر پارلمان یرغل وکړ. دوي پارلمان ونیو خو بیرته ژر پر شا شول. په عین وخت کې د نوموړي نور ځواکونه په بن غازي ښار کې د افرطي اسلامپالو سره په جگړه بوخت ول. حکومت، پارلمان او همدا راز د لیبیا د پوځ استازو په یوه شریکه اعلامیه کې حفتر د کودتا په هڅه تورن کړ.

د اسلامپالو او جهادي ډلو پر ضد جگړه

د روان کال د جون په میاشت کې د نویو پارلماني ټاکنو وروسته وسله والو اسلامپالو چې سیاسي استازو یې په ټاکنو کې ډیرې لاس ته راوړنې نه درلودې، د طرابلس د نیولو هڅه وکړه. د دې وروسته د امنیتي دلایلو پر اساس د لیبیا پارلمان د دربوک ساحلي ښار ته چې د طرابلس لویدیځ ته په کابو ۱۰۰۰ کیلومیترۍ کې پروت دی، وکوچید. د دغه ځای څخه د پارلمان استازو د ملگرو ملتونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه څو لیبیا د سقوط څخه وژغورله شي.

لیبیا د گاونډي هیواد مصر له خوا مرسته ترلاسه کړه. مصري پوځ په طرابلس کې د اسلامپالو مورچلونه په نخښه کړل. په ورته وخت کې دوي د «اسلامي دولت» د ترهگرې ډلې د لیبیا د څانگې پر ضد هم عملیات ترسره کړل. همدا د روان کال د جولای په میاشت کې د جهادي ډلې له خوا د لیبیا د خاورې څخه د مصر پر سرحدي ځواکونو برید ترسره شو چې له امله یې ۲۲ تنه عسکر ووژل شول.

د ایبولا ساري ناروغۍ، د اوکراین کړکیچ او په عراق او سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې پرمختگ د نورو سیمو څخه د نړیوال پام ځانته را گرځولې دی. د دې بحرانونو تر سیوري لاندې په لیبیا کې زور زیاتې ادامه لري او داسې نه بریښي چې دغه دې ژر پای ته ورسیږي.

DW.COM