1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

لیبیايي چارواکو د بهرنیو له پاره د ګواښ موجودیت رد کړ

د لیبیا حکومت په بندري ښار بنغازي کې د بهرنیو اتباعو له پاره د خطر د موجودیت رپوټونه رد کړي دي. د لیبیا دکورنیو چارو د وزارت ویاند د دې هیواد دولتي خبري آژانس (لانا) ته ویلي دي چي دغه ډول رپوټونه هیڅ اساس نه لري.

تر دې مخکې آلمان، انګلستان او هالند له خپلو اتباعو څخه غوښتي وه چې د امنیتي دلایلو له کبله له بنغازي څخه ووځي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې داسی شواهد شته چې ښيي په دې سیمه کې د لویدیځو هيوادونو د اتباعو له پاره خاص خطرونه موجود دي.