1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

لویه جرګه

پولیس راغلل، «جمال» او «شینکی» یې ونیول او له دې سره د کفتان «فرید» ټولګیوال «هېواد» او «سپین غر» چې د «قوماندان جبار» په امر تښتول شوي و، بېرته را خلاص شول.

د افغانانو دوديزه لويه جرګه

د افغانانو دوديزه لويه جرګه

دا پېښه هغه مهال را منځته شوه، چې سیمه کې پارلماني ټاکنو سره هممهاله د فرید دوی په ټولګي کې د ولسمشرۍ ټاکنو په څېر د کفتان غوره کولو لپاره د قومندان جبار د زوی «سرور» او فرید ترمنځ سیالي روانه وه.

فرید له کلونو را هیسې د ټولګیوالو په غوښتنه د ټولګي کفتان و، خو سرور چې خپل پلار ته ورته یو ټنبل هلک و، نه یې وړتیا درلوده او نه یې اخلاق سم و. هغه د خپل له کنټروله وتي غرور په اور کې سوځېده، چې ولې به د فرید په شان یو د موچي زوی د ټولګي کفتان وي او په ټولګي کې په لومړۍ څوکۍ کښېني! معلم عبدالله چې امریکې کې زده کړې کړې وې، دا مهال د فرید او سرور دوی ټولګي ته زده کړې ورکولې. معلم عبدالله له ساده لارو ټولګیوالو ته ور ښوول چې ډموکراسي یا ولسواکي څه ده؟ دولت څه ډول یوه موسسه ده او د دولت درې ګونې قواوې، څه ځانګړنې او واکونه لري.

فرید به ډېری وخت غېرحاضر و. له دغو نویو زده کړو سره یې هم هېڅ علاقه نه لرله. هغه به کله چې د ډموکراسۍ، فردي آزادۍ، پارلمان، او لویې جرګې نومونه واورېدل؛ نو پسخند به یې واهه. «سردار ولي» د هغه د طبعې ملګری و، نورو مخ نه ورکاوه. ښوونکي به چې د ورځنیو درسونو ترڅنګ دغه خبرې راواخستې، سرور به لکۍ ډانګ کړه او د ښوونځي فضا به یې اخلالوله.

نورو زده کوونکو خپله زده کړه کوله. هغوی ورو ورو د هېواد په چارو پوهېدل. اوس ورته دولت، نظام، پارلمان او لویه جرګه څه نا اشنا نومونه نه و. معلم عبدالله د خپل کار حاصل لیده، ځکه یې په هېواد کې د واک سرچینې یوه په بله پسې تشریح کولې، زده کوونکو هم په دغو بحثونو کې پوره ونډې اخستنې سره، پارلماني ټاکنو ته چمتو کېدل. هغوی دا خبرې له ځانونو سره خپلو کورونو ته وړې او له دې لارې د ټاکنو په اړه د کلیوالو پوهه لا غوړېده.

هېواد یوه ورځ ښوونکی وپوښته، چې پارلمان قانون جوړوي، نو لویه جرګه څه شی ده؟ ښوونکي وویل، چې لویه جرګه په هېواد کې د ولس د ارادې تر ټولو لوړه مرجع ده. فرید دا خبرونه پلار ته وروړل او د هغه په ملاتړ لګیا و، چې په زور او ټګۍ د ټولګي کفتان شي او معلم عبدالله دې خبرو ته پرېنږدي. سرور هره ورځ فرید باندې ملنډې وهلې او هغه یې تنګاوه چې د ټولګي لومړۍ څوکۍ او کفتاني خوشې کړي. خو معلم عبدالله په سړه سینه کوښښ کاوه چې ټولګیوالو ته ولسواکي، فردي آزادي او مسوولیت پېژندنه ور وښيي.

یوه ورځ قومندان جبار خپله معلم عبدالله وګواښه او ورته ویې ویل:
«زما له وېرې د دښتې ماران پوست اچوي، ته ژاولن ماسره ښکر وهې؟!» خو معلم عبدالله خوله ورسره وانه چوله او په خپل کار پسې ولاړ. هغه چا ته څه شکایت هم ونه کړ. بله ورځ قومندان جبار، خپل سړي «جمال» او «شینکی» ورپسې ولېږل چې هغه وتښتوي. خو چې د سیمې پولیسو د تښتونکو موټر ته د ودرېدلو اشاره وکړه؛ هغوی وتښتېدل بیا تعقیب شول او معلم صاحب روغ رمټ را خوشې شو. وروسته پولیسو ته پته ولګېده چې تښتونکي د قومندان جبار سړي و. پولیسو اضافي لټه کوله، چې دا وخت سیمه کې د پارلماني ټاکنو لپاره قومندان جبار او څو تنو نورو ځانونه ونومول. له دې سره هممهاله ټولګي کې هم د کفتان ټاکلو لپاره سیالي ترسره کېدله. سرور څو تنو ټولګیوالو ته پیسې ورکړې، میلمستیا ته یې بوتلل، خو ځينو ټولګیوالو لکه «هېواد» او «سپین غر» دغه ناروا پیسې وانه خستې او ښوونکی یې هم په دې کارونو خبر کړ.


د ټاکنو په ورځ هېواد او سپین غر نه وو! دواړه غېرحاضر شول. پخواني وکیل شاولي خان ټولګي ته راغلی و. د پچې له لارې لومړی نوبت د فرید شو، چې د یوه ولسمشر په څېر خپله وینا واوري. فرید اقتصاد او ټولنیزو برخو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې اړینه موضوع امنیت دی. باید پر قانون ولاړ پولیس جوړ شي. فرید غږېده، چې د سیمې د پولیسو قومندان جمال او شینکی لاسونه تړلي په ټولګي راننوېستل. د ټولګیوالو حېرانتیا هغه مهال زیاته شوه، چې سترګې یې په خپلو همزولو هېواد او سپین غر ولګېدې.

د پولیسو قومندان موضوع روښانه کړه، چې د فرید دواړه ټولګیوال د قومندان جبار سړو تښتولي و، او خپله قومندان جبار تښتېدلی دی. ټولګیوال په دې هم خبر شول، چې معلم عبدالله هم د قومندان جبار د سړو له خوا تښتول شوی و. ټولګیوالو یو بل ته د معلم صاحب دا خبره کوله: «ستا آزادي تر هغې پولې ده، چې د بل وګړي آزادي پېلېږي!» هغوی پوه شول، چې غوره وګړي هغه دي چې له قانون سره سم ژوند کوي. هغوی پوهېدل چې نور ددې وخت راغلی چې د زورواکانو پر ځای عادي او وړ وګړي د ښاروالیو، ولسوالیو، ولایتونو شوراګانو، ملي شورا او لویې جرګې له لارې خلک خپل حقوق ترلاسه کړي او د زورواکۍ پرځای قانونمند نظام په پښو ودروي.

ليکونکی: انور وفا

کتونکی: نسيم صابر