1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون ملاتړ

د مدني ټولنو یو شمیر استازو او د ښځو د حقونو فعالانو له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيو قانون د نه تصويبېدو پرضد لاريون وکړ. لاریون کوونکي د عدالت او ښځو سره د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو غوښتنکي شول.

women demonstrating for adoption of 'elimination violence against women law' in Kabul, Afghanistan. The conservative members of Afghan Parliament opposing to that law. The photos are taken on 27.05.2013 in kabul by our reporter Hussain Sirat. All right reserved for DW.

Afghanistan Frauenrechte Protest

دغه لاریون کوونکي چې د پارلمان مخ ته راغوند شوی ول شعارونه يې ورکول چې «عدالت زموږ حق دی» ښځي باید قرباني نه شي» ښځي مه وژنئ» زورزیاتی نور بس دی»

هغوی ویل، چي د ښځو حقوق باید سیاسي نه شي او د یوې وسیلې په توګه د نوم او شهرت له پاره ونه کارول شي. لاریون کوونکوو ویل د دغه قانون په تصویب سره به د کوچنيو نجونو د ودیدلو مخنیوی وشي، باید دا قانون تصویب شي.

دا په داسي حال کې ده چې تیره اونۍ ولسي جرګې له ښځو سره د زورزیاتي قانون تصویب نه کړ او د لا بحث او تعدیل له پاره یې پارلماني کمېسيونونو ته راجع کړ.

په ولسي جرګه کي یو شمیر استازو دغه قانون له شرمه ډک وباله او په وینا یې چې د دغه قانون شپږ مادي د اسلام او شریعت له اصولو سره نه دي برابري. په کوچنيوالي کي د نجونو ودول، د ښځو وهل ټکول او څو ودونه د دغه قانون اختلافي مادې دي.

په کابل کي لاريون

په کابل کي لاريون

خو د لاریون یوي سمبالوونکې دیانا ثاقب وویل، چي له ښځو سره د زورزیاتي د مخنيوي قانون باید په همدې بڼه پرته له تعدیله ومنل شي: «دغه ټولي مېرمني له ښځو سره د زورزياتي د مخنيوي قانون د تصويب د ملاتړ په موخه راټولي شوي دي او هیله یې دا ده چې قانون پرته له بدلونه تصویب شي.»

له ښځو سره د زورزياتي د ډيرېدو اندېښنې

مظاهره کوونکو ویل، چي که د دوی مدني او سالمي غوښتنو ته مثبت جواب ورنه کړل شي نو پراخو لاريونو ته به لاس ورته کړي.

په داسي حال کي چي د پارلمان یو شمېر استازي د دغه قانون ځني مادې له شریعت سره په ټکر کي بولي، مېرمن ثاقب وویل چي دغه موارد په مدني قانون کي ځای سوي دي او تطبيقيږي: «له دغو مادو څخه يوه يې هم له اسلام او اساسي قانو سره په ټکر کې نه ده. زه فکر کوم چي دغو مادو ډیرکسان په شک کي کړي دي.»

په پام کې ده چي له ښځو سره د زورزیاتي د مخنیوي قانون د اختلافي مادو تر تعديل وروسته يو وار بيا رايي ورکولو ته وړاندي شي. د ښځو د حقوقو فعالین له دې څخه ویره لري چي داشي نه شي چي دغه قانون بيا په افغانستان کې له ښځو سره د مخ پر زياتېدونکي زورزياتي د مخنيوي ځواب ورکوونکی نه وي.

که څه هم چې په تیرو یولسو کلنو کې د افغانستان حکومت او مدني ټولنو هڅه کړې ده چې د ښځو د حقونو په برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکړی خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون د ورکړل شوو شمیرو له مخی په ۱۳۹۱کال کي له ښځو سره د زور زاتي ۳۰۰۰ پیښي ثپت شوي دي.