1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

له ښځوسره زورزياتی

دښځينه ژوندون دغمجنوواقعيتونوپه ډله کی يوهم دنجونواوښځوپه مقابل کی له زورزياتی نه کاراخيستل شميرل کيږی. په ټوله نړۍ کی لږترلږه هره دريمه ښځه دخپل ژوندپه ترڅ کی وهل کيږی، جنسی عمل ته مجبوريږی وياهم بل ډول جنسی ناوړه چلندورسره کيږی. مجرمين په نورمال حالت کی ياددغوښځود کورنۍ غړی دی اويادهغوۍ آشنايان. دروغتيادنړيوالې ټولنې دمعلوماتوله مخی په نړۍ کی دوژل شويو ښځو ٪٧٠ دهغوۍ د نارينه دژوندملگرولخواوژل کيږی.

default

ميرمن Susanne Hehl د amnesty international دنړيوالې ټولنې دآلمان داتحادی جمهوريت دڅانگې دښځو دچارومتخصصه، په راتلونکی کی له ښځوسره دزورزياتی دله مينځه تللودامکان په هکله وائی: » دنړۍ د ښځوحالت ډيرسخت دی، مگرسړی بايدخپله هيله له لاسه ورنکړی. «