1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

له وړوکوالي د نارینه جامی اغوندم

بی بی حکمینه د خوست د ولایتی شورا استازی د آلمان غږ راډیو سره په ځانګړی مرکه کی وايی: ماته نارینه او ښځو دواړو رایی راکړي دی. زه د نارنیه او ښځو د حقوقو استازیتوب کوم. خو افغان ښځي له ډیرو حقونو بی برخي دي

د خوست د ولایتی شورا استازی بی بی حکمینه

د خوست د ولایتی شورا استازی بی بی حکمینه

۴۰ کلنه حاجۍ بي بي حکمينه د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د دره ګي د کلي اوسیدونکي ده، د سړيو کالي اغوندي او ډېر کله يې کمربند او تومانچه هم تړلې وي . نوموړې اوسمهال د خوست د ولايتي شورا ښځينه وکيله ده.

دویچه ویلي له هغې سره یوه ځانګړې مرکه کړې د

دويچه ويله: ولې تاسو د سړيو کاليو اغوستو ته مخه کړه؟

حکمينه: زما مور او پلار يو زوې درلود، نور مونږ څه نه لرل. بيا يې ما ته دغه جامی را واغوستی او له پلار سره به د زوى په څېر ګرځيدم. کله مې چې مور او پلار دا جامی راوغوستی تر هغې وروسته مې يو ورور او يوه بله خور هم پيدا شول.

مونږ دوه خويند يو او دوه وروڼه لرو. هغه بلې خور مې واده کړى او اوس بچيان هم لري خو ما واده نه دى کړى او د وروڼو سره مې سر سپين کړ.

دويچه ويله: په کوچنيوالي کې د هلکانو کالو ډېر خوند درکاوه؟

حکمينه: ما ته د هلکانو کالو له وړوکوالي ډېر خوند راکاوه، زما همزولې نجونو به ګوټي ګوټي ( یوه لوبه چی نجونی یی کوی) کول او ما به مټک يا چهارمغز ګټل، بس د هلکانو له کړنو سره مې ډېره مينه وه.

دويچه ويله: ستا سره د کور د غړو،ميرمنو او کليوالو رويه څنګه وه، او ده؟

حکمينه: زما پلار مشر ملک و، او له دې سره زه سمه ګرځيدم، په مرکو او جرګو کې به مې د پلار خبرې زده کولې، او د پلار په وجه به قوم ما ته ډېر عزت راکاوه، او دومره به يې نازولم، چې ما ويل لکه دا چی د پلار ځاى ما نيولای دی .

دويچه ويله: تاسو د شوروي ضد مقاومت کې هم برخه اخيستي؟

حکمينه: شکر الحمدالله په جهاد کې مې داسې برخه اخيستي، چې ما به ميږې څرولې او مجاهدينو ته به مې ډوډۍ ور وړله او د ځمکې لاندې کوټو يا ګورو کې د ځينو حشراتو د پيدا کيدو پرمهال به مې دوى ته دواګانې ور وړلې او د شپنۍ په نوم به مې په پټ ډول مجاهدينو ته ډېرې وسلې ور وړي.

دويچه ويله: ستاسو په کلي کې کومې نجونې چې په وړوکوالي کې ستا همزولې وي او اوس واده شوي،په ليدو يې څه احساس کوې؟

په خوست کی د آلمان غږ راډوی خبریال فرید الله ظاهر له بی بی حکمیتی سره ځانګړی مرکه کړی ده

په خوست کی د آلمان غږ راډوی خبریال فرید الله ظاهر له بی بی حکمیتی سره ځانګړی مرکه کړی ده


حکمينه: کله چې خپلې همزولي نجوني ووينم، نو دوى را باندې ټوکې کوي، که تا واده کړى واى، نو اوس به دې زموږ په څېر زامن او لورګانې درلودى. خو زه بيا ورته وايم، زه يوه يم د بچيانو هيڅ غم را سره نشته ، چېرته چې مې ښه وي هلته یم.

موږ سره دوه ښځینه وکيلانې دي، کله يې د بچيانو غم وي،کله يې د ننګورانو او ميړونو غم وي او د خپلو رسمي وظيفو ترڅنګ ټوله شپه او ورځ سرګردانه وي.

دويچه ويله: ولايتي شورا ته چا وهڅولې او د کورنۍ او کليوالو څومره مرسته درسره وه؟

حکمينه: ځينو خو د دروغو ويلي خو زه رښتيا وايم ، ما پنځه نيم زره رايې ګټلي . زه په خلکو ډېره ګرانه يم او بل مې دوه ګټې کړي، يو دا چې سړيو هم رايې را کولې او ښځو هم راته رايې را کړې.

په کليو او قومونو کې ځوانانو او سپين ږيرو راته وويل، چې تاسو ځان کانديد کړئ،ځکه تاسو بچيانو او د کورنۍ غم ډېر نه لرې او په په دې وجه به ښځو او سړيو ته رښتينى کار وکړې. ما همداسې وکړل او د خداى فضل و، چې زه يې ولايتي شورا ته بريالۍ کړم.

دويچه ويله: تاسو خو ميرمن يې، او د سړيو کالي اغوندې، چا ته کار کوې، سړيو ته او که ښځو ته؟

حکمينه: زما خو واړه عاداتونه د سړيو دي، سړيو سره هر وخت نږدې پاتې شوې يم، ځکه زه اوس د سړيو لباس کوم او ځان ته سړى وايم. زه په خپله له غريبانو سره ډېرې منډې ترړې وهم، هغه که ښځې وي او يا سړي. خو بيا په ښځو باندې ډېره خفه کيږم ، ښځې ډېرې ناچارې دي او په پښتني ټولنو کې له ښځو سره په ځينو مسايلو کې سم چلند نه کيږي.

هر وخت ښځې غمونه زغمي، پيغلې نجونې په بدو کې ورکول کيږي او لوړ ولور ور باندې اخيستل کيږي او همدارنګه ښوونځیو ته نه پريښودل کيږي.

بی بی حکمیته او د هغی د کورنی یوه غړی

بی بی حکمیته او د هغی د کورنی یوه غړی

دويچه ويله: کليوالي ميرمنې چې تا په غم او ښادۍ کې وينې، هغوى څه ډول چلند درسره کوي؟

حکمينه: زه چې کله چېرې ولاړه شم په کټ باندې روجايي راته اچول شوي او ميرمنې را باندې بابوزى وهي، چاى او ډوډۍ تر ټولو ما ته مخکې را وړي، خبره دا ده چې ما ته دوه ډوله درناوې کيږي يو د سړي اوبل د ښځې. ځينې ښځې چې نا بلده وي، هغه بيا راته وايي، بوډا سړى يې د ښځو په منځ کې څه غواړي، ځه بيرون د سړيو سره د ميلمنو خدمت وکړه.

يوه ورځ خوست ولايت ته د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل راغلي وه، ما چې د هر کلي پرمهال ستړي مه شي ورکوله د والي صيب په مخکې را څخه سخته وويريده او په شاه شوه، او د ليري څخه يې زما ستړي مه شي وا خيسته او ويل يې چې له دې بوډا سړي څخه خو زه په کابل کې هم ويريدلي وم.

دويچه ويله: تاسو ته خو څوګ ګواښ نه کوي چې تاسو ميرمن يئ ، ولې د سړي لباس کوى او د ولايتي شورا وکيله يي؟

حکمينه: نه هسې پخوا یو ځل تليفون راته وشو او هغه به زما په ګومان په انتخاباتو کې زما د رقيبانو کار وي.

دويچه ويله : تفنګچه د څه لپاره ګرځوې؟

حکمينه: دا وسله زه د خپل ځان لپاره ، د خپل ناموس او خپل عزت لپاره ګرځوم. وسله له همدې لپاره ده، چې ځان پرې وساتل شي.

دويچه ويله: په ژوند کې مو ستر ارمان څه دى، چې پوره وي او يا د پوره کيدو هيله يې لرې؟

حکمينه: ستر هيله او ارمان مې په هيواد کې سوله ده او بل دا چې خوست ته هيڅ کار نه کيږي او که څه ترسره کيږي هم خو کيفيت ته يې پام نه شته. په تېرو لسو کالونو کې خوست ته د کابل عمومي سړک پوخ نه شو او نور هم داسې هيڅ کارونه ونه شول، چې هغې دې دلته ښه ابادي وي. پخوا به چې دلته جرمنيانو کوم کارونه کول، د څلوېښتو کالونو له تيريدو وروسته يې اوس هم ښه نومونې شته او د دوى له ابادۍ څخه سمه ګټه اخيستل کيږي.

دويچه ويله: تاسو څخه ډېره مننه چې له المان غږ راډيو سره مو مرکې ته وخت راکړ.

حکمينه: زه له تاسو نه ډېره منه کوم او د المان له راډيو څخه ډېره مننه کوم، چې زه مو ياده کړم او له ما سره مو زما په ژوند مرکه وکړه، خداى دې تاسو تل کامياب او اباد لري.

مرکه کونکی: په خوست کی د آلمان غږ راډیو خبریال فرید الله ظاهر

کتونکی: عبدالباري حکيم

DW.COM