1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

له ميني سره د انسان بدن څرنګه مخامخ کيږي؟

هغه چا چې د میني خوند کتلی دی په دې ښه پوهیږي چې دغه احساس په انسان څه کوي. خو پوښتنه دا ده چې مینه څه ده؟ آیا کولای شو هغه اندازه کړو او یا یې په بدن کې ووینو؟ پوهان له ډیر وخت راهیسې د دغو پوښتنو په جوابونو پسې گرځي.

داکتر جان گري چې لیکوال او کورنی مشاور دی په ۱۹۹۲ کال کې یو کتاب وکيښ. د دغه کتاب نوم «مریخي سړي، ونیوسي ښځي» وو. د دې کتاب پنځوس میلیونه ټوکه د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې وپلورل شول او د ۱۲۱ اونیو له پاره د تر ټولو ډیر پلورل شوو کتابونو په لیست کې شامل وو.

دغه امريکايي ليکوال په دغه کتاب کې د ښځي او نارينه ترمنځ رايجي سونزي د بنسټیزو روانشناسي اختلافونو له کبله بللي دي. هغه ليکلي دي چې د ښځو او نارینه وو تر منځ دومره توپیر دی چې نارینه له مریخه او ښځې بیا له ونیوسه ځمکي ته راغلي دي.

که څه هم د مریخ نارینه او د وینوس ښځي يو له بل سره ډیر اختلافات هم ولري، بیا هم هغوی په یوه مورد کې سره یو ډول دي چې هغه هم مینه ده. کله چې سړی مين کيږي روح او جسم یې بې قراره کیږي. له ډیر وخت راهیسي انسانانو فکر کاوه چې مینه یا عشق یوه معما ده، خو اوس پوهان په دې هڅه کې دي چې دغه معما حل کړي.

مینه څه ده؟ آیا سړی کولای شي هغه اندازه کړي؟ آیا سړی کولای شي هغه د مغز د سکن کولو او یا هم نورو معایناتو له لاري اندازه کړي؟ آیا د بیلگې په توگه سړی کولای شي چې د انځورونو د اخیستلو له لاره د یوه انسان په بدن کې د عشق ناروغي تشخیص کړي؟ او تر ټولو اصلي پوښتنه دا ده چې اصلاً عشق زموږ په بدن څه کوي؟

پر عشق باندي د مغز قومنده

په ادبیاتو، هنر او د خلکو په عادی مهاورو هر وخت چې د میني خبره کیږي خلک هغه له زړه سره تړلې موضوع بولي. د بیلگې په توگه وایي چې زړه د معشوق په لیدو سره تپیږي او سړی داسي احساس کوي چې زړه یې له سینې څخه د راوتلو په حال کې دی. که څه هم په دې تعبیر کې د زړه او میني تر منځ اړیکه ډیره ټينګه ده خو په حقیقت کې د عشق ټول فشار د انسان پر مغز وي باندي وي نه پر زړه.

د پیزا پوهنتون استادي دونانلا مارازیتي، چې پخپله هم دوه واري مينه شوې ده، د میني په اړه يې ډیري څېړني کړې دي. هغې په ۱۹۹۹ کال کې د یوې څېړني پایله خپره کړه چې پکښې ښوول شوي ول چې د سروتونین سطح د هغو عصبي ناقلینو په پرتله چې د انسان د آرامولو دنده لري، په هغو کسانو کې ډیره کښته وي چې مين وي.

د دې څېړني له مخي په دغو کسانو کې د سروتونین سطح تر هماغه اندازي لوړه وي لکه په اختلال او وسواس اخته کسانو کي. دغه څېړنه د New Scientist په مجله کې خپوره شوه او پکښې راغلي ول چې مينان او په اختلال یا فکري/عملي وسواس اخته کسان د یوه شي او یا هم یوه کس په اړه ډیر تشویش کوي.

دغو څېړونکو ویلي ول چې د عاشقانو د مغز حالت د وسواسي کسانو مغزي حالت ته ورته وي. وسواسي کسان د بېلگې په توگه په یوه ورځ کې څو واري خپل لاسونه پرېمینځي او یا هم په غیر عادي ډول له نظافت سره ډیره علاقه لري.

دوناتلا مارازیتي او کاري ډلي یې په خپله څېړنه کې ۲۴ نارینه او ښځي چې تر څېړني شپږ میاشتي دمخه مينان شوي ول له ۲۴ نورو نارینه او ښځو سره پرتله کړل چې یا خو په یوه ثابته رابطه کې ول او یا خو هم له ډیر وخت راهيسي له یوه کس سره اوسیدل.

هغه خبره چې دغه پوهان په لومړي سر کې په پوه شول، دا وه چې د مينانو په بدن کې د کورتیزول هورمون سطحه چې د ستریس پر مهال ترشح کیږي ډیره لوړه وه.

مينان ملایمه دي خو ميناني نه

دوناتلا مارازیتي په دې خبره هم پوه شوه چې په مينانو کې د تستوسترون هورمونونه چې تر ټولو مهم نارینه هورمونونه دي، کمیږي او په بدل کې بیا د هغو ښځو په بدن کې دغه هورمونه ډیریږي چې ميناني وي. په دې ترتیب سره نو د ډاکټري مارازیتي په خبره مينان ډیر ښځو ته ورته کیږي او ميناني بیا ډیر د نارینه وو خصوصیتونه خپلوي.

پوهان تر اوسه لا په دې توانیدلي نه دي چې د دغو بدلونونو علمي علت پیدا کړي. خو هغه څه چې پوهان په پوهیږي دا دي چې مينان ډیر ملایم وي او دا هغه څه دي چي په مرسته يې هغوی خپلي میني ته رسوي. له بلي خوا بیا کله چي ښځي ميني شي جنسي اړیکو ته يې تمایل ډیریږي. خو اوس پوښتنه دا ده چې دغه بدلونونه یوازي د ميني په صورت کې رامنځ ته کیږي؟

د تکامل تئوري ته په کتو سره پر دې باندي باور موجود دی چې عشق په یوه انسان کې له شپږو میاشتو څخه تر درو کلونو پوري عمر کوي

د تکامل تئوري ته په کتو سره پر دې باندي باور موجود دی چې عشق په یوه انسان کې له شپږو میاشتو څخه تر درو کلونو پوري عمر کوي

یو شمېر څېړونکو بیا د انسان په بدن کې د عشق پر مهال د هورمونونو د سطحي بدلیدل، له جنسي اړیکې سره تړلې خبره بللې ده چې په دې مرحله کې ډیریږي.

خو یو شمیر نور څېړونکي بیا دغه نظر ردوي او وایي چې که دغه خبره صدق ولري نو باید په نارینه وو کې د تستوسترون سطحه د کمښت پر ځای ډېره شوي وای.

آیا مينه یو ډول اعتیاد دی؟

څېړونو ښوولې ده، کله چي سړی په ټينګه مينه اخته شي، د مغز ځیني برخي ډیري فعالیږي او د ځینو نورو برخو فعالیت بیا په څرگند ډول راکښته کيږي. له لندن څخه سمیر زکي او اندریاس باریلز دوه لومړني پوهان ول چې د دوغو برخو په پېژندلو وتوانیدل.

هغوی مينانو ته د هغوی د معشوقو انځورونه وښول او مغزونه یې ورته د آژ ای په واسطه سکن کړل. په دې څېړنه کې دا خبره معلومه شوه چې د مينانو د مغزونو په لیمبیک سیستم (د احساس عصبي رشتې) کې څلور نقطې ډیري فعالي شوې. هغوی دا خبره ثابته کړه چې دغه بدلونونه په کوکائینو باندي د اخته کسانو په مغز کې بدلونونو ته ورته ول. ډاکټر بارتلز لیکي: «د ميني او اعتیاد تر منځ اړیکه موجوده ده. داسي ښکاري چې اعتیاد په مغز کې له په عشق پوري تړلو مودلونو څخه ناسمه استفاده کوي.»

د تکامل تیوریو ته په کتو سره دا باور رامنځ ته شوی دی چې د جذابیت احساس له شپږو څخه تر درو کلونو وخت ته اړتیا لري، څو دوه کسان وکولای شي یو له بل سره ژوند وکړي.

علمي څېړني ښيي چې مينه د مغز د لذت مرکز فعالوي. دا هغه وضعیت ته ورته دی چې سړی له نشه يي موادو لکه کوکائین، هیروئین، نیکوتین، آمفتامین او نورو څخه استفاده کوي.

دغو څېړنو دا خبره هم ثابته کړه چې کله میندي د خپلو کوچنيانو انځورونه ويني په مغز کې یې هماغه برخي فعالیږي لکله د ميني پر مهال چې فعاله وي.

خو سړی کولای نه شي د دې آزمویني په پایلو باندي سل په سلو کې باور وکړي، ځکه که سړی پر يو چا باندي مين وي او د يو بل کس انځور ورته وښوول شي، په داسې حال کې چې هغه د خپلي اصلي معشوقې په اړه فکر کوي، د مغز هماغه بخشونه یې فعالیږي لکه د مين په مغز کې چې د خپلي معشوقې د لیدو په صورت کې فعال وي. په دې ترتیب سره نو سړی کولای نه شي له دې څېړنو څخه قطعي نتیجه واخلي.

هورمونونه، د ميني اصلي ماشینونه دي

سړی کولای شي د ميني محرکه قوه په ډیري اسانۍ سره هورمونونه وبلي. خو په دې صورت کي بايد له یوه او یا هم دوو مشخصو هورمونونو څخه یادونه ونه کړي. د انسان په بدن کې د هورمونونو سیستم یو له بل سره تړلی دی او په یوه برخه کې بدلون د ټول سیستم د بدلیدو لامل کیږي.

آلمانی څېړونکی کریستوف کک، مينه د ستريس يو مثبت احساس بولي چې په هغه کې تر نورو ډېر تيروييد غدې او جنسي هورمونونه شته والی ښيي.

په شهوتي حالتونو کې د هیپوفیز غدې چې تر مغز لاندي موقعیت لري، د اکسي توسین په نوم هورمونونه ترشح کوي چې پر نورو ډیرو موضوعگانو باندي اغېزه کوي. تر اوسه پوري د دغه هورمون په اړه ډیري څېړني شوي دي او د ميني یا وفاداري د هورمون په نوم هم یادیږي. د ميني پر مهال یو بل مطرح هورمون وازوپرسین دی. دغه هورمون په جنسي اندامونو کې د ویني د جریان د تیزیدو لامل کیږي.

څېړونکي دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د ميني احساس د لیونتوب تر حده پوري په منځنۍ توگه یوازي د اوو میاشتو له پاره دوام کوي

څېړونکي دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د ميني احساس د لیونتوب تر حده پوري په منځنۍ توگه یوازي د اوو میاشتو له پاره دوام کوي

د مخ رنگ د مين حال ښيي

د مين د مخ رنگ د هغه دنننی وضعیت ښيي. کله چې یو مين د خپلي ميني يا مين انځور او یا هم هغې یا هغه ته مربوط څه وویني د هغه مغز د مخ رگونو زیگنالونه استوي چې د مخ د عضلاتو د سستیدو سبب کیږي. په دې ترتیب سره په مخ کې د وینې جریان ډیریږي او هغه سور رنگ نیسي.

د ورغوي خولې هم د توجه وړ بله موضوع ده. د مين يا ميني په لیدو سره مغز د خولو غودو ته زیگنال لیږي چې په پایله کې یې انسان ډیري خولې کوي.

د مين سترگې ړندې يي

دا چې پخوانیو خلکو به ویل چې مینه سړی ړند وي، ښایي له حکمته خالي خبره نه وي. څېړنو ښوولې ده چې د ميني په صورت کې انسان کولای نه شي د خپلي ميني يا مين کمی وویني. د ډاکټر اندریاس بارتلز څېړنیزي ډلي دا خبره ثابته کړې ده چې د ميني پر مهال د عصب هغه برخي چې پر نورو د نیوکو پر مهال فعالیږي، غیرفعاله وي.

«مينه یوازي درې کاله عمر کوي»

هغه کسان چې مينه یې کړې ده پوهیږي چې دغه مرحله د یوه وخت له پاره دوام کوي. امریکایي انسان پیژندونکی ډاکټر هلن فیشر، چې د عشق په اړه د نړۍ لو مهمو څیړونکو څخه دی له خپلو همکارانو سره دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د ميني احساس د لیونتوب تر حده پوري په منځنۍ توگه یوازي د اوو میاشتو له پاره دوام کوي.

تر دې مودې وروسته د هورمونونو د بدلونونو سطح کرار کرار راکمیږي او تر یوې مودې وروسته بیا مينان یوې بلي مرحلې ته ننوځي. په دې مرحله کې هم هورمونونه خپل نورمال حد ته نه رسیږي خو د پخوا په شان فعاله هم نه وي.

د تکامل تئوري ته په کتو سره پر دې باندي باور موجود دی چې عشق په یوه انسان کې له شپږو میاشتو څخه تر درو کلونو پوري عمر کوي. تر اوسه پوري لا کوم عالم د ميني د عمر د ډېرښت له پاره د کوم علمي میتود وړاندیز نه دی کړی.