1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ماشومانو سره د اروپا پر سرحدي پولیسو د تاوتریخوالي تور

۱۳۹۶ مهر ۱۳, پنجشنبه

بې سرحده ډاکترانو د اروپایې اتحادیې سرحدي ساتونکي د صربستان په پوله کې له ماشومانو سره په تاوتریخوالي تورن کړي دي. دغه مرستندوی سازمان په خپل نوي رپوټ کې وضعیت بیرونکی بللی دی.

https://p.dw.com/p/2lFZz
Ungarn Grenze Polizeieinsatz gegen Flüchtlinge
انځور: Getty Images/C. Furlong

په سیمه کې د بې سرحده ډاکترانو د کارونو هم غږې کوونکي شټیفن مویسینګ، د چهار شنبې په ورځ د دغه مرستندوی خیریه سازمان د نوي رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل: «د مهاجرو او تنکیو ځوانانو له پاره چې غواړي له سربستان څخه ووزي، هره ورځ د دوی پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخیستل کیږي.»

نوموړي زیاته کړه: «دا ډیر ناراضه کوونکې او بیرونکې ده چې د اروپایې اتحادیې غړي هیوادونه ډيري وختونه له تاوتریخوالي کار اخلي، څو د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو مخه ونیسي چې غواړي په اروپایې اتحادیه کې پناه واخلي».

دغه رپوټ چې د «د تاوتریخوالي وحشت» تر نامه لاندې په برلين او بلګراد کې خپور شوی دی د روان پيژندونکو او د تاوتریخوالي د قربانیانو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې د روان ۲۰۱۷م کال په لومړۍ نیمایې کې نږدې ټول مهاجر ماشومان د روانپژندونی د ټولنیزو او پرستارۍ  څخه برخمن شوي دي.

دوی د بلغاریا، هنګري او کرویشا له سرحدي ساتونکو څخه د دا ډول تاوتریخوالي د عاملینو په توګه یادونه کړې.

دغه تاوتریخوالی د (په سپو داړل، د مرچو سپری او وهل ټکولو) په شکل کې په تکراري ډول ترسره شوی دی. د بې سرحده ډاکترانو له سازمان څخه مویسینګ وایې چې دغو زورزیاتیو ډیر شدید جسمي او رواني ټپونه پرځای پری ایښي دي.

نوموړی زیاتوي: «دغه تنکي ځوانان یا ماشومان د تاوتریخوالي له دا ډول چلند څخه تر ټولو زيات حفاظت ته ضرورت لري. دوی مجبوره کیږي چې قاچاقبر ته پناه یوسي، په داسې حال کې چې اروپایې اتحادیه او غړي هیوادونه یې ادعا کوي چې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندي مبارزه کوي».

د دغه رپوټ پر بنسټ نږدې نیمایې (۴۸ سلنه)د دغو ماشومانو ویلي دي چې د سرحدي ساتونکو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي. د بی سرحده ډاکترانو سیار ټیم ویلي دي چې دوی له بلګراد سره د صربستان په سرحدي پوله کې د تاوتریخوالي د ۶۲ پيښو او د کرويشا په سرحد کې د ۲۴ مواردو په هکله اسناد را ټول کړي دي.

د بی سرحده ډاکترانو د څرګندونو پر بنسټ د دغه سازمان کارکوونکي له ۲۰۱۴ م کال راهیسې په صربستان کې فعالیت کوي. دوی دغه هیواد ته د ننوتلو او وتلو د سرحدي پولې په یوه سیمه کې مهاجرو ته طبي او روانې مرستې او همدارنګه استوګنځای او روغتیایې امکانات برابروي.

زموږ له ارشيف څخه: