له عربستان سره د امريکا د تسليحاتي معاملې په اړه انديښنې
۱۳۹۶ خرداد ۱, دوشنبهايراني چارواکو د امريکا متحدو ايالاتو د جمهوررئيس دونالد ترمپ او سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان لفظي حملو ته جواب ويلی او د مطرح سوو تورونو پر ردېدو سربيره ئې د امریکا او عربستان ترمنځ پر ستري تسليحاتي معاملې نيوکي کړي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د يکشنبې په شپه په هغه پيغام کي چي په تويتر کي خپور سوی، ويلي: «ايران چي تازه ئې رښتني انتخابات لرل د امريکا د جمهوررئيس له خوا پرې نيوکه کيږي. آيا دا بهرنی سياست دئ که له سعودي عربستانه د ۴۸۰ ميلياردو ډالرو لوشل؟»
ترمپ سعودي عربستان ته د خپل سفر په وخت کي ايران «په منځني ختيځ کي د بې ثباتۍ مسئول» گڼلی دئ.
هغه ويلي ول چي ايران «تروريستان او نوري افراطي ډلي چي د نابودۍ عامل سوي، روزي او مالي ملاتړ ئې کوي».
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزيز هم پر ايران باندي نيوکه کړې او «د ايران پوځ ته ئې د لبنان حزب الله، هوثيانو، داعش او القاعدې سره شباهت» ورکړی. هغه دغه شان ايران «د تروريزم غشی» ياد کړی دئ.
د اسرائيلو اندېښنې
د دونالد ترمپ د اوږده سفر لومړی تمځای سعودي عربستان وو. هغه به نن دوشبه اسرائيلو ته سفر وکړي؛ هغه هيواد چي د امريکا له پخوانيو ملگرو څخه دئ، خو دغه هيواد اوس د رياض او واشنگټن ترمنځ د تسليحاتي معاملې په اړه اندېښنه ښوولې ده.
د اسرائيلو د انرژۍ وزير يووال ستاينيتز د يکشبنې په ماښام په بيت المقدس کي په دې اړه وويل: «دغه قضيه بايد زموږ د اندېښنې سبب وگرځي.» هغه زياته کړه چي سعودي عربستان يو «غليم هيواد» دی او له اسرائيلو سره ديپلوماتيکي اړيکي هم نه لري. د ستاينيتز په خبره راتلونکې په هيڅ ډول د وړاندويني نه ده.
د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي يوه امريکايي چارواکي چي له نوم ښوولو څخه ئې ډډه کړې ده، د اسرائيلو اندېښنې «پرځای او د درک وړ» بللي دي او په عيني حال کي ئې ډاډ ورکړی دئ«چي امريکا به داسي اقدام وکړي، څو په سيمه کي د اسرائيلو پوځي برتري تضمين سي».
سعودي عربستان غواړي په دغه ۱۱۰ ميليارده ډالري تسليحاتي معاملې سره د وسلو د تجهيز په برخه کي له ايران سره سيالي وکړي. اسرائيل که څه هم د خپل موجوديت له پاره ايران د ځان له پاره گواښ گڼي خو په عيني حال کي په سيمه کي د خپل پوځي برترۍ د له لاسه ورکولو په برخه کي اندېښنه لري.