1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

له طالبانو سره په نژدې ورځو کي خبري کيږي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي په راتلونکو څو ورځو کي کيدای سي له وسله والو طالبانو سره د سولي خبري پيل سي. طالبانو ته نژدې پاکستاني سرچينو ويلي دي چي طالبانو پرېکړه کړې چي په خبرو کي گډون وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني، د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۴مه) د جرمني خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولي خبري کيدای سي په راتلونکو څلورو ورځو کي پيل سي.

د پاکستان د امنيتي چارواکو او بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله ويل سوي دي چي دغه خبري اتري کيدای سي په يکشنبې يا دوشنبې ورځ د دغه هيواد په پلازمېنه اسلام آباد يا مري کي وسي. مري د پاکستان په شمال کي د پنجاب ولايت يو کوچنی ښار دئ.

خو د طالبانو له خوا تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويل سوي. افغان وسله والو طالبانو ته نژدې پاکستاني سرچينو ويلي دي چي د طالبانو مشرانو په کويټه کي په دوو غونډو کي پرېکړه کړې ده چي خبرو اترو ته د استازو يوه ډله ولېږي.

د جرمني خبري آژانس لیکي چي په دې اړه د وسله والو طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد سره پر اړيکو نيولو بريالي سوي نه دي.

په افغانستان کي د سولي راتلو په موخه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو پيلېدو له پاره د تيرکال له دسمبر مياشتي راهيسي د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا متحدو ايالاتو استازي د څلور اړخيزي ډلي په نوم د سولي د خبرو اترو د پلان جوړولو غونډي وکړې.

دغي ډلي په خپله وروسته غونډه کي چي څو ورځي دمخه په کابل کي وه اعلان وکړ چي په راتلونکې غونډه کي به چي د مارچ مياشتي په لومړۍ اوونۍ کي به وي، له طالبانو سره خبري پيل سي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولي د چارو سلا کار قطب الدين هيلال له دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه کي وويل چي د پاکستان د پوځ مشر هم دوې ورځي دمخه په کابل کي له جمهور رئيس غني سره ليدلي دي.

پاکستان تيره ورځ په لومړي وار دا ومنله چي د افغان وسله والو طالبانو مشران او کورنۍ ئې په هيواد کي خوندي ځايونه لري.