1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

له شټاين ماير سره ځانگړې مرکه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير له دويچه ويله سره په يوه ځانگړې مرکه کي د اوکراين کړکېچ، د آلمان بهرني سياست او د اروپا د راتلونکي په اړه پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

دويچه ويله: ښاغلی وزير! د يکشنبې په ورځ په اوکراين کي يو ولسمشر ټاکل کيږي. آيا تاسو دې ټاکنو ته په خوشبيني سره گورئ؟

شټاين ماير: موږ د دي هدف له پاره کار کړی دی. کله چي وايم، موږ، هدف مي يوازي آلمان نه، بلکي له ډيرو نورو سره په گډه مو دا کار کړی دی. په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان، OSCE په دي برخه کي ستر نقش لوبوي، څو دغه ټاکني تر سره شي. زه هيله من يم چي د اوکراين ټول وگړي، هغه چي په ختيځ کي هم اوسيږي دا امکان پيدا کړي چي په دي ټاکنو کي برخه واخلي. زه هيله من يم چي په دي اوني کي په دنيڅک کي د گردي مير خبري اتري دايري شي، څو هلته په دي هکله ټول سره پوه شي چي يوازي ټاکني اوسني وضعيت ته مشروعيت ورکوي او په پای کي يو ولسشمر ټاکل کيږي چي د دي هيواد په ختيځ کي هم په رسميت پيژندل کيږي.

دويچه ويله: کيدای شي چي دا د بدلون انعطافي ټکي وي؟

شټاين ماير: زه وايم چي دا په هر صورت سره دا يو ډير سخت او کړکيچ حالت دی. موږ په داسي يو وضعيت کي قرار لرو چي په کيف کي يو نوي حکومت او يوه نوي مشري لرو چي د پارلمان له خوا ټاکله شوي دي، خو په ختيځ اوکراين کي د هغوي مشروعيت شخړه ييز دی. هغه معيارونه چي موږ يي وړاندي کوو، دا دي چي: کله چي څوک داسي نيوکه کوي، نو په دي سره بايد هم ډير ليوالتيا ولري چي يوازي له ټاکنو سره د يوي قانوني پروسي پيل ممکن دی، هغه يوه پروسه چي د اساسي قانون د اصلاحاتو له پاره او بيا په همدي کال کي د پارلماني ټاکنو له پاره لار هواره کړل شي.

دويچه ويله: که چيري په راتلونکي کي بيا د بنديزونو گواښ رامنځ ته شي، آيا کومه سره کرښه هم ټاکل شوي ده چي وويل شي، نور وضعيت د ځغملو وړ نه دي؟

شټاين ماير: دا په وخت او زمان پوري اړه لري، په دي هکله اوس فکر کول پکار نه دي. زه اوس په دي هکله فکر کوم چي د يکشنبې په ورځ ټاکني تر سره شي او په هغو کي ډير خلک گډون وکړي. اوبيا به د هغو ستونزو په هکله خبري کوو چي لا حل شوي نه دي، البته له سياسي لاري، څرنگه چي له تر دې دمخه مي توضيح کړه: يعني د اساسي قانون اصلاحات. په دي هکله به بيا خبري وشي چي د دې هيواد د مشري واک او صلاحيت تر کومي کچي غير مرکزي بڼه ولري، په راتلونکي اساسي قانون کي د ولسمشر او حکومت ترمنځ صلاحيتونه په څه ډول انډول پيدا کړي. خو تر ټولو سرت چلينج په دي هيواد کي اقتصاد ثبات دی. د دې هدف له پاره په لومړي سر کي د اختلاس د يوي تينگي مبارزي پيل او د اختلاس ضد قانون تصويبول دي. خو تر ټولو مهمه د هغه يو ارگان جوړول دي چي دنده يې د اختلاس تعقيب او تحقيق دي، هغه يو ارگان چي له حکومت څخه خپلواک وي، دا خو پريږده چي هغه دي په يو شخص پوري تړلی وي. له داسي يو ارگان سره سړي کولاي شي چي ووايي په اوکراين کي د دي شررات ( اختلاس) ريښي له بيخه ايستلي کيږي. سربيره پر دي اقتصادي مرستي بايد وشي او له يوه غوره سياست سره دغه مرستي عملي شي. دا ټول هغه چلينجونه دي چي اوکراين ور سره مخامخ دی، نو نه يوازي اوکراين، بلکي ټوله نړوياله ټولنه او بيا په خاصه توگه هغه چي له دي سره ليوالتيا لري چي اوکراين بيرته يو با ثباته هيواد وگرځي.

دويچه ويله: تاسو خپله وويل چي تاسو په تيرو اوينو او مياشتو کي د ورځي ۲۴ ساعته له دي لانجي سره مصروف وي. تاسي ولاړاست او راغلاست، ستاسو عکسونه له هر شخص سره ليدل کيږي چي تاسي ږغيږی او غيږي. خو په عين وخت داسي يو حالت ليدل کيږي چي د مقابلې له منطق څخه ويندويي کوی: آيا موږ خپله دفاعي بودجه بايد زياته کړو؟ آيا موږ بايد د قواوو د تعادل په فکر کي اوسو؟ تاسي له داسي يو حالت سره څه ډول چلند کوي؟

شټاين ماير: زه په دي نظر يم چي موږ له خپلو ټولو امکاناتو څخه چي په اختيار کي لرو ، کار واخلو. خو د بهرني سياست او ديپلوماسي اشتباهاتو پوري دا هم اړه لري چي موږ هغو ته زيات ارزښت ورکړو. زه فکر کوم چي په پای کي به داسي وي، کله چي په اوکراين کي په اوسني کړکيچ باندي رښتيا هم لاس برتوب پيدا کړو، نو بيا به ۸۰ مي لسيزي ته بيرته شاتگ نه کوو او دا به وايو چي: د اوکراين له کړکيچ څخه کومه تجربه چي لاس ته راځي، د کورني بودجي د سخت وضعيت سره سره، يوه څه تسليحات بايد وشي او يا په تسليحاتو کي يوه څه سموالي رامنځ ته شي؟


ديوچه ويله: آيا فکر کوی چي په دي سره بيرته ۲۰۰۹ کال ته وروگرځو؟ معني دا چي د کړکيچ له پيل څخه مخکي دورې ته؟

شټاين ماير: نه! له دي سر زاړه وضعيت ته بيرته نه ورگرځو. دا هغه څه دي چي يوازي ويل کيږي. نه به ۲۰۰۹ کال او نه به ۸۰ مي لسيزي ته مخ ورگرځو. هغه نړۍ نور وجود نه لري، چي د بلاکونو مقابله پکي موجوده وه. او زه فکر کوم حتي هغه کسان چي په دي فکر کي دي چي بيا به سړه جگړه پيل شي، ډير ژر به پوه شي چي د دي کار له پاره وسايل نور کار نه کوي. که چيري موږ بريالي شو چي د اوکراين پر کړکيچ باندي لاس برتوب پيدا کړو، بايد د اروپا د امنيت پر اړتيا باندي له سره فکر وکړو. او زه باور لرم چي دا د هغه څه څخه د سترو ځوابونو غوښتنه کوي چي په اوسني وخت کي موجود دي.

دويچه ويله: معني دا چي وروسته له يو حل شوي کړکېچ څخه به اروپا بل ډول څيره ولري؟

شټاين ماير: دا چي بشپړه بله څيره به ولري، زه څه ويلاي نه شم. خو موږ بايد له نويو ابزارو سره دي ته پام واړو چي هغه څه چي ځوان نسل په وروستيو لسيزو کي تجربه کړه، هغه دا ده چي سوله يو مسلم امر دی او په راتولونکي کي هم د يو مسلم امر په توگه پاتيږي.

دویچه ویله: آیا د آلمان بهرنی سیاست د خپلو ابزارو (امکاناتو) ټوله بسته ښکاره کړې ده؟

شټاين ماير: زه نه پوهیږم. ښکاره ده چي په دې بسته کي ځیني ابزار هم شته چي په اوسني وخت کي یې زه شخصا غوښتونکی نه یم. مقصد می دا دی، هغه کسان چي په پوځي ابزارو سره د اوکراین کړکیچ ته ځواب وايي، نه یوازي غلط فکر کوي، بلکي دا کار غیر مسئولانه دی. او دا ابزار هم په همدې بسته کي شامل دی چي زه په اوسني وخت کي نه غواړم ښکاره کړم.

دويچه ويله: د آلمان د بهرني سياست هدف څه دي؟

شټاين ماير: د آلمان د بهرني سياست هدف دادي چي موږ د مسئوليت يوه برخه پرغاړه لرو، او هغه چي موږ يې د پرغاړه اخيستلو توان هم لرو. اوسني بحث ته په کتو سره چي زه يې نه يوازي په کور کي د نړۍ له حکومتي مېلمنو سره لرم، بلکي په نړيواله کچه يې کوو چي په دې برخه کي له آلمان څخه ورځ تر بلي تمي هم ډيريږي. دا په دې پوري اړه لري چي موږ نسبتاً په اقتصادي لحاظ تر نورو پياوړي يوو، دا په دې پوري اړه لري چي موږ په خپل هيواد کي پر اقتصادي بحران غبله موندلې چي په يوې شمېر هيوادونو کي ډېر جدي نيول سوې ده، او دا په دې پوري اړه لري چي آلمان يو نسبتاً نرم بهرني سياست لري او هر وخت کوښښ کوي چي له کړکېچ سره مبارزه وکړي او د حل لاره ورته پيدا کړي.

دويچه ويله: ښه نو دباندي زموږ څخه ډيري تمي کيږي، خو کله چي سړي آلمانان و پوښتي دوه پرديمه وايي چي په دې برخه کي بايد ډېر ورمخته نه سو.

شټاين ماير: بلې، موږ همدا اوس دا وآزمويه. موږ له نړيوالو کارپوهانو څخه وپوښتل، چي تاسو له آلمان او د هغه له بهرني سياست څخه څه تمي لري؟ په حقيقت کي د ډيرو دا تمه وه چي آلمان بايد په اروپا کي مخکښ رول ولوبوي. خپل ږغ بايد پورته کړي او بايد نړۍ په اوسنيو کړکېچونو د حل په موخه ځان ورمخته کړي. او دا له يوې بلي نظر پوښتني سره چي موږ تر سره کړې ده بېخي مغايرت لري: دا چي آلمانان او آلمانۍ ټولنه له بهرني سياست څخه څه تمه لري؟ دا يو عجيبه متفاوت انځور دي. تقريباً ۴۰ سلنه پوښتل سوي وايي چي، بلې ډېر فعاليت دي وسي او کېداي سي ضروري وي. خو اکثريت چي ۶۰سلنه دي وايي چي ښه به داوي چي دباندي ډېر ښکېل نه سو او که امکان ولري ځان دي ځني وپېچي.

دويچه ويله: له دې قضيې سره څه ډول برخورد کوئ؟ آيا کېداي سي چي بهرني سياست د خپلو خلکو د نظر په مخالفت کي تدوين سي؟

شټاين ماير: هيڅکله نه، خو فکر کوم چي دلته د زده کړو يوه دنده ضروري ده چي بايد مطرح يې کړو. په بهرني سياست کي د نورو دندو په اړوند هيڅ داسي متفاوت شي وجود نه لري چي موږ يې بايد ترسره کړو. موږ بايد داسي څه وکړو چي وښيي له يوه اړخه دا هغه څه دي چي زموږ څخه تمه کيږي او هغه څه چي موږ وايو ترسره کولاي يې سو. او هغه څوک چي وايي ښه به وي چي په منازعو کي له مداخلې څخه ډډه وکړو تلاښ کوو چي هغوي په دې قانع کړو چي موږ داسي يو هيواد يو چي د نورو هيوادو په پرتله په نړۍ کي ډېر پياوړي درجه بندي سوي يو. خو د آلمان په اړه داسي تصور هم سته چي موږ په يوه جزيره کي ژوند کوو او له نورو سره کار نه لرو، داسی یو تصور له واقعیت څخه لیری دی،، او دا د سیاست دنده چی په دی هکله وضاحت وکړی او مونږ باید ترې مخ وا نه اړو.

دويچه ويله: آيا د دې چانس سته چي ووايو دا ټول کارونه موږ د اروپا په چوکاټ کي کوو؟

شټاين ماير: موږ تلاښ کوو چي دغه کار وکړو، او که تاسو هغه مثال په ياد کړي چي زه او زما همکاران فابيوس او سيکورسکي يو ځاي په کيف کي وو او د «ميدان» د ښکېلو اړخونو ترمنځ مو د يوې غونډي د جوړېدو تلاښ کاوه دا د اروپايي ټولني د دلچسپيو اقدام وو. داسي بايد ووايم چي موږ د اروپايي ټولني په استازيتوب هلته تللي وو او تلاښ مو کاوه چي ټول د خبرو ترو مېز ته کښېنوو. موږ کوښښ کوو هغه چي موږ کوو اروپا ته يو څه راوړو او د اروپايي ټولني له پاره کار وکړو نه د هغې پرضد. او زه فکر کوم چي دا په ارزي.

دويچه ويله: تاسو اعلان کړي دي چي غواړي د آلمان بهرني سياست برسي کړي او هغه هم په دې شجاعانه سوال سره چي د آلمان په بهرني سياست کي څه شي اشتباه ده؟ د دې ارزوني بريا په څه کي ده؟

شټاين ماير: ښه که په لومړي سر کي زه اوس دغه پوښتني ته جواب درکړاي سم دغه ارزونه چي موږ هغه ته «د بيا کتني بهير» وايو په رښتيا به جدي منظور نه ولري. خو موږ د پلانونو له پيله د کتبي جوابونو غوښتنه کړې ده او زه د بهرني سياست په اړه د ډيرو آلمانانو غوښتني وينم. داسي غوښتني چي امکان لري موږ اروپا رهبري کو، يا په نړۍ کي د رهبرۍ نقش ولرو، يا بايد خپل اقتصادي او سياسي رول ته متوازن ارښت ورکو، داسي چي موږ ډير تگ راتگ ولرو او داچي په شخړو کي پوځي مداخله ولرو، زه مطمين يې چي آلمان د دغو ټولو غوښتنو د پوره کولو تر عهده وتلاي نه سي خو موږ بايد په خپله د خپلو مسئوليتونو اندازه مشخصه کړو. او زه د آلمان له پاره د داسي بهرني سياست غوښتونکي يم چي د ټولو خلکو په گډون تدوين سوي وي. بايد وليدل سي چي تر کومي کچي پوري په دغه لاره کي بريالي کيږو.