1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

له سيما سمر سره ځانگړې مرکه

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې، سیما سمر د نوبل الترنتیف یا بدیل نومې جایزه څو ورځي دمخه په ستاکهلم کې ترلاسه کړه. هغې په برلین کې د آلمان په پارلمان یا بوندستاگ کې د خبریالانو پوښتنې ته ځوابونه ورکړل.

میرمن سیما سمر له دویچه ویله سره په افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندي پراته چلينجونه او د افغانستان د راتلونکې په اړه ځانگړي خبري اترې کړي دي.

دویچه ویله: سره له دې چې تاسې له هیواد څخه بې ځایه شوې واست، د ښوونځیو او روغتونونو جوړولو ته مو مخه کړه، د دې علت څه وو؟

سیما سمر: زه فکر کوم چې په افغانستان کې د جگړې اوږدیدل د بې سوادۍ له امله دي. نو له همدې امله تعلیم او تربيې ته لاس رسی زما له پاره د ډیر اهمیت وړدي.په هغه هیوادونو کې چې د سواد کچه لوړه وي، دومره ادامه نه مومي. له بده مرغه د افغانستان په څیر هیوادونو کې له بې سوادۍ څخه سواستفاده کیږي. له دې امله زه فکر کوم چې تعلیم او تربیې ته لاس رسی د بشر اساسي او لومړنی او اړین حق دی. کله چې خلک پوره سواد ولري، د روغتیایي اصولو په اړه هم پوهاوی پیدا کوي او په دې سره په هیواد کې روغتیایي وضعه هم ښه والی مومي.

دویچه ویله: څه شی د دې انگیزه شوه چې تاسې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د دفاع لار خپله کړئ؟

سیما سمر: زه فکر کوم یو له مسایلو څخه چې زه یې دې ته وهڅولو چې د بشر د حقونو څخه د دفاع مبارزه پیل کړم د تبعیض مسئله ده، چې په افغانستان کې د نجونو او همداشان د میرمنو پر وړاندې د قومي او مذهبي دلایلو له امله تر سره کیږي. له همدې امله ما تصمیم ونیو چې د ټولنیز عدالت د تأمین له پاره مبارزه او هڅه پیل کړم.

دویچه ویله: تر کومه وخته غواړئ چې خپل دغه کار ته ادامه ورکړئ؟

سمر: موږ په دې لار کې ډیري ستونزي گاللي دي، خپل یو ډیر شمیر خپلوان او دوستان مو له لاسه ورکړي دي. خو ټولنیز عدالت ته مو لاس رسی نه دی موندلی او تر هغه وخت مو ډیره لار په مخ کې ده.

دویچه ویله: د افغانستان خلک شکایت لري چې اوس هم له بشري حقونو څخه سرغړونه کیږي او جنایتکاران محاکمه شوي نه دي. ایا داسې هیلې شته چې یوه ورځ به دغه خلک محاکمې ته راکش شي؟

سمر: د عدالت تأمین پرته له قید او شرط څخه د دولت وظیفه ده. په هغه صورت کې چې دولتونه جدي تصمیم ولري او د عدالت د تأمین له پاره سیاسي ژمنتیا وجود ولري، دا مسلمه خبره ده، هغه هیوادونو چې تصمیم نیولی دی دغه کار سر ته رسیدلی دی. خو زما په نظر په افغانستان کې د عدالت تطبیق یوازي د جنایتونو د عاملینو په محاکمه کولو سر ته نه رسیږي. که چیرې دغه عاملین لږ تر لږه پر خپلو هغو کړنو اعتراف وکړي چې د هغې له امله خلکو ته درد او رنج رسیدلی دی او هڅه وکړي چې په تیرو وختونو کې کوم عملونه تر سره شوي دي، بیا تکرار نه شي نو دا د ټولنیز عدالت د رامنځته کولو بله برخه ده. دا چې یوازې وویل شي چې جنگي جنایتکاران دې محاکمه شي او فزیکي جزا وویني، د تل له پاره د حل یوه لاره نه وه او نه ده. له همدې امله په افغانستان کې ملي پخلاینې او پایداره سولې ته اړتیا ده چې د افغانستان خلک په دغه پروسه کې ونډه ولري او په ځانگړې توگه د جگړې قربانیانو ته توجه وشي.

دویچه ویله: په افغانستان کې په درسي کتابونو کي داخلي جنگونه سانسور سوي دي، او تاسو چي څه وایاست د هغه برخلاف دي!

سمر: مطلقاً همداسې ده، زه غواړم چې په تکراري سره ووایم له واقعیتونو څخه انکار او سترگې پټول هغه ته تغیر نه ورکوي. زما په نظر دا یوه لویه تیروتنه ده چې موږ غواړو د افغانستان له تاریخي واقعیتونو څخه له دې امله سترگې پټې کړو چې په افغانستان کې چې کوم کارونه تر سره شوي دي هغه مستند نه شي او زما راتلونکي ماشومان له دې څخه خبر نه شي؟ باید هغوی پوه شي او له ښو او بدو کارونو څخه پند واخلي.

دویچه ويله: آیا تاسو دوسیې راټولې کړي دي؟

سمر: موږ دوسیې نه دې راټولې کړي. موږ د افغانستان د واقعیتونو، د اسنادو د راټولو او د تاریخ د ثبتولو له پاره له خلکو سره مرکې کړي دي. نه د یوه او بل کس په نوم دوسیې. دا د بشري حقونو د کمېسیون وظیفه نه ده، دا د حکومتونو د اجرائیوي څانگې وظیفه ده چې په دې برخه کې تصمیم ونیسي. زه پر دې خبره ټینگار کوم چې له قيد او شرط پرته د عدالت تامینول د حکومت دنده ده، نه د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون. د کمېسیون دنده دا ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړ وکړي. موږ محکمه او څارنوالي نه یو.

دویچه ویله: تاسو همېشه پر دې باندي انتقاد کړی دی، چې د بشري حقونو د تامین له پاره سیاسي اراده وجود نه لري، آیا دا انتقادونه د دې باعث شوي دي چې تاسې ته گواښ وشي؟

سمر: هو، هغه خلک چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تامین او تقویت باور نه لري، کله چې په دې اړه خبرې کوم د خطر احساس کوي. طبعي ده چې له دې سره مخالفتونه هم موجود دي.

دویچه ویله: کیداې شې په دې اړه یوه بېلگه وواياست؟

سمر: البته په دې برخه کې مې همکاران گواښل شوي دي. زما په خپل مورد کې ادعا کیږي او یا په علني توگه په ځینو رسنیو کې ویل کیږي چې زه د مشخصو سیاسي کارونو او یا د هغه مشخص طرز تفکر په خاطر چې زه یې لرم دا کارونه کوم. په داسې حال کې چې زه په دې باور لرم چې هر څوک چې په افغانستان کې ژوند کوي په عزت ژوند وکړي، عدالت ته لاس رسی ولري او مساوي حقوق ولري. هیڅ قوم، هیڅ کس او هیڅ جنس پر بل قوم، کس او جنس برتري و نه لري.

دویچه ویله: په تیرو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د جنسي تیریو او قتلونو په تړاو ډیر رپوټونه ورکړل شول. داسې احساس کوئ چې وضعه خرابه شوې ده؟

سمر: زما په نظر وضعه خرابه شوې نه ده. زه دې ته په مثبته سترگه گورم او هغه په دې دلیل چې خلکو پوهاوی تر لاسه کړی دی او د عدالت غوښتنه کوي. په تیر وختونو کې دغه ناموسي مسایل به په اصطلاح خپله د کورنۍ له پاره د شرم یوه مسله وه او هغه به یې پټوله. خو اوس خلک راځي او د عدالت غوښتنه کوي، چې دا یو مثبت گام دی. د بشري حقونو د کمیسیون، د رسنیو، د مدني ټولنې او د ښځو چارو د وزارت موجودیت د دې باعث شوی دی چې خلک د خپل حق غوښتنه وکړي. دا یو ضرورت دی. دا په ټولنه کې عامه پوهاوي په گوته کوي.

دویچه ویله: فکر کوئ چې په ۲۰۱۴م کال کې به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، وضعه د ۹۰مې لسیزې په شان شې؟

سمر: زه یوه خوشبینه انسانه یم او د ډیرو دلایلو له امله فکر کوم چې وضعه به د ۹۰ لسیزي پر لور ور و نه گرځي. خلکو د وسله والو ډلو او طالبانو واکمني ازمایلي دي. هغوی نور په هغوی او هغه څه چې دوی وایي باور نه کوي. پر دې سربیره د افغانستان ځوان نسل، سړو او ښځو د تعلیم او تربیې له امکاناتو څخه استفاده کړې ده او هغوی به نور له خپلو لومړنیو حقونو څخه سترگې پټې نه کړي.

بله خبره دا ده چې موږ ډله ییزي رسنۍ لرو، چې دا د افغانستان له پاره یوه ډیره لویه لاس ته راوړنه ده. زما د خوشبینۍ یو بل دلیل دا دی چې هغه جنگسالاران چې په ۹۰مه لسیزه کې په کابل او نورو ښارونو کې د یو بل پر وړاندې جنگیدل، په تیرو څو کلونو د ډیرو ملکیتونو او جایدادونو خاوندان شوي دي. هغوی نه غواړي چې خپلې شتمنې له لاسه ورکړي او له دې امله به د یو بل پر وړاندې جگړه پیل نه کړي. زه فکر کوم چې زموږ گاونډی هیواد پاکستان چې د طالبانو ملاتړ کوي، د ۹۰م لسیزه په پرتله په متفاوت موقعیت کې دی. هغوی پخپله د طالبانو له اړه څخه چې زموږ له پاره یې رامنځته کړي ول، مشکلات لري. زه هیله منده یم چې هغوی متوجه شي او د طالبانو روزنه او ملاتړ راکم کړي. زه هیله منده یم چې نړیواله ټولنه به یو ځل بیا موږ یوازې پرې نه ږدي، لکه په ۹۰مه لسیزه کې یې چې پریښي وو. که نه نو هغوی به یوه بله تیروتنه تکرار کړي.

مرکه کوونکې/ مهرنوش انتظاري
کتونکی: نجيب الله زيارمل