1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

له رحيم الله سمندر سره مرکه

د افغانستان د ژورنالستانو د سراسری اتحادي او له ژورنالستانو څخه د دفاع د ټولني سروال رحيم الله سمندر سره د مطبوعاتو د آزادۍ په هکله مرکه

default

دويچه ويله: تاسي په افغانستان کي د بيان د آزدئ په هکله څه نظر لرئ،آیا په ريښتينی توگه د بيان آزادی شته؟

سمندر: د بيان آزادي څرنگه چې په افغانستان کي طمع کیږي او هغسی،چې د بيان د ازادئ له پاره مبارزه روانه ده په هغه ډول ازادی نه شته. تاسي ته معلومه ده د افغانستان ټولنه يوه دوديزه مذهبي ټولنه ده. دلته اوس هم په ډيرو شيانو خلک خوابدی کيږي، چې څوک د هغه په هکله څه وليکي.د افغانستان د مطبوعاتو په قانون کي او هم دغه راز د افغانستان په اساسي قانون کی د بيان ازادئ ته په څرگنده توگه اجازه نه ده ورکړل شوي. ډیري واضح مادی نه شته،چې دغه ازادی تضمين کړای شي.د افغانستان په اساسي قانون کي ځني مادي دي،چې يوه څه اشاره شوی د مطبوعاتو ازادئ او د بيان ازدئ ته. د مطبوعاتو ازادی تر يو ځايه شته. دلته هر څه خلک ليکي،په اخبارونو کي خپروی. حتی په ريس دولت په کابينه او په دولتي چارواکو نيوکي کوی. خو د بيان ازادي،چې په کار ده هغسي نه ده راغلي. لکه د علي محمد نصب نيونه او يا د علی محمد نصب محاکمه،يا دی ورته محاکمي په افغانستان کي،چې دري څلور نوري داسي محاکمي د ژورنالستانو، چې ټولي د بيان د ازادئ پوري اړه لري او دا يې وښودله،چې په افغانستان کي د بيان ازادی نه شته. ځني مسايل دی چې هغه خلک نه شي ويلاي،د هغه په هکله نظر نه شی ورکولاي نو په واقعي توگه د بيان ازادی هسي چې په کار ده او هغسي چې ورته اړه ليدل کيږي نه شته.

پ: له يوي خوا ويل کيږي چې مطبوعات ازاد دي او له بله پلوه تاسي اشاره هم وکړه ويل کيږي چې رسنئ بايد له ديني کړو وړو سره مطابق کار وکړی.

ځ:دا بيخي څرگنده ده د افغانستان په اساسي قانون کی واضح مادی وای،چې په افغانستان کی هر څه چې کيږي هره مسله چې را منځ ته کيږي که چيري د افغانستان په قوانينو کي د حل لاره ورته پيدا نه شي، نو شرعي قوانينوته به مراجعه کوی او يا به يې په شرعي اصولو کوي. ډيري مسلئ را منځ ته کيږي،چې هغه کله کله په قانون کي ورته د حل لاره نه وي. لکه علي محمد نصب يو مضمون وليکه په دوه زره پنځم کال کي چې (ارتداد د اسلام له نظره) په دغه مقاله کي ويل شوي ؤ ارتداد چې دې دا حرام دې ياني مرتد سړې واجب القتل نه دې. فقط يوه گناه يې کړیده ځکه قتل نه دې،لکه يو سړی چې لمونځ نه کوی. دی ته ورته مسايلو ته یې اشاره کړی وه او دا سړې ونيول شو نشريه يې مصادره شوه،محاکمه شواو په پاي کي په دريمه محکمه کي د دي له پاره وبخښل شو،چې دی به بخښنه غواړي او ده بخښنه وغوښته او هم داي يې يوازنئ لار وه. له دی نه مخکي هم يوه دوسيه وه،چې د ليکونکي مقاله وه (دين جمع دولت برابر است با استبداد ) او بله دوسيه وه،چې د مقالي سرليک ؤ (فاشيزم مقدس)دا د جهادی مشرانو د کړو وړو په هکله او د وخت ستونځو ته يې اشاره کړی وه. هغه هم په هغه وخت کي ونیول شو او په پای کي فتوا صادره شوه،چې دا سړې بايد ووژل شي او ورسره يې يو ايرانې ملگرې ليکوال ؤ، هغه هم بايد چې ووژل شي. دی ته ورته دوه نور محصلين تير کال د هرات په پوهنتون کي په درسي خونه کي دننه پر يو ديني مضمون،چې اسلامي فقه يا اساسات ورته واي ونيول، چې دوی ځني بحثونه کړي وود پيغبرانو د راليږلو په باره کي هلته هم دا پوهيدونکي تورن شو،چې د اسلام خلاف عمل يې کړې.
په همدی ډول د افغانستان د مطبوعاتو نوی قاون راوتلې د دری ديرشمي مادی لومړې بند يې وای،چې ممنوعه موارد ياني هغه څه چې ژورنالستان يې نه شي ليکلې. د لومړئ مادی توضيح دادی،چې تاسی نه شئ کولي د اديانو توهين وکړئ. يا د اديانو په باره کي څه وليکئ. يا د اسلام او نورو اديانو په باره کي،چې دا ډيره څرگند ماده دري ديرشمه ماده ده او که چا تری سر غړونه وکړه نو د دغي مادی پر بنسټ يې محاکمه کوي.
کله کله ډيري کوچنۍ تيروتني وی ځنی فروعات وي اصول نه وي په هغي هم رانيسي. دغه ماده ورته اشاره کوي، همدي مادي ته يې کشوی او محاکمي ته يې برابروي. دا يوه ستره ستونځه ده په افغانستان کي.

پ: سمندر صاحب! تاسي چې د ژورنالستانو څخه د دفاع د ټولنی سروال یاستئ په اوس وخت کی يو خپل واک ژورنالست کولې شي هغه ناخوالی چې په افغانستان کی دی را بربڼډي کړی؟ او که ژورنالست ځان د ټولنی سره سمون ورکولو ته اړ ویستل کیږي.

ځ:دا د اسلام مسايل خو ما مخکی هم درته وويل چې موږ ټول مسلمانان يو او د اسلام اساساتو اصولو ته او هم پنځه بناوی د اسلام ته، ټول مسلمانان بايد چې درناوی وکړي. او موږ وړانديز هم داسي کړې دې. په نوی تعريف کی راځي چې د پارلمان له طرفه نه داسي وړانديز شوې،چې دغه دری ديرشمه مادی لومړې بند دی تعديل شي او دی کي دی وليکل شي هغه څوک چې د اسلام اساساتو ته توهين يا سپکاوې وکړي هغه به د محاکمي وړ وي او له هغه دی پوښتنی وشي. خو د دي تر څنگ په افغانستان کی داسي مسايل شته د بیان ازادی خو لا پريږده، دلته د مطبوعاتو ازادی سمه نه شته. په دي کي ډیري ستونځي دي سانسور ډير زيات دې.ځنی اصطلاحات دي چې د هغوپه باره کي موږ پلټني او ليکني نه شو کولي.
د مثال په ډول: د تروريزم په باره کي د جهادی مشرانو په اړه، د دوي د کړو وړو يا د جهاد د کلمي يا د مجاهد يا د جنگ سالار او يا د اداري فساد په رشوت اخستني د مخدره موادو کرل او قاچاق يې په ادارو کي رشوت اخستل او په ادارو کي د غير مسلکی کسانو ټاکل،دا هغه مسايل دی چې په دی باره کي پلټنی کيږي. د تحقيق لړئ زموږ خپلي ټولني پيل کړیده،چې د اختلاس په باره کي د ځمکو د نيونو په باره کي او د اوپراتیفي پيسوپه باره کي يو مضمون ليکلي ؤ،چې هر کال اته سوه ميلونه افغانۍ چې دی دا بي ځايه مصرفیږي. دی ليکنی ډير خلک را پارولي وو او ډيري ستومځي يې جوړی کړي وي. تليفونونه يې کول چې دا گذارش چا لیکلي دی. دغه پنځه لس والیان چې دی هر کال اته سوه میلونه افغانۍپرته له اداری مصارفو او ولایتي مصارفو اخلي او دا دی ته لار برابروي،چې په افغانستان کی خلک رشوت واخلي او والیان په رشوت مقرر شی. هر والي چې مقرريږی د پنځه لس ميلونو افغانيو پوري دوي ته اوپراتيفي پیسي منظوريږي، چې له دغو پیسو نه دوی د مقررئ پر وخت پيسي ورکوی او ځان مقروروي.

پ: بلی سمندر صاحب! تاسي د رسنئيو او ارزونی د کميسون په اړه څه نظر لرئ ؟ آيا دا به د ژورنالستانو گواښنه نه وی چې د دولت له خوا د دی کميسون د له منځه وړلو وړانديز کيږي .

ځ: په دغه کمیسون کي زه يو کال غړې وم او هلته مي کار وکړ،په حقيقت کي ډیر قوي کمیسون هم نه ؤ. خو بيا هم شته والې يې د مطبوعاتو په گټه دې. کله کله چې دا رنگه ستونځي رامنځ ته کيږي، نو دی کميسون ته مراجعه کوی او دا کمیسون پريکړه کوی. خو ډیر ځله موږ لیدلي په هغه وخت کي،چې زه د دی کميسون غړې وم ما وليدل چې دغه کميسون دومره توان نه درلود. په هغه مسايلو کي چې د ستری محکمي او يا د څارنوالئ مخه ونيسي او يا هم د دننه چارو د وزارت، د دفاعي چارو د وزارت اويا د نړيوال ائتلاف او ياهم د لوړپوړوچارواکو. نو ژورنالست به لومړې بندی شو،بيا به له هغه نه وروسته دی کمیسون ته دوسيه تله.
ياني لومړې بايد دوسيه کميسون ته راغلی واي او له هغه نه وروسته ژورنالست نيول شوي وای. ډيري داسي پيښي وي،چې لومړې به ژورنالست نيول کيده،هغه به بندی ؤ دوسيه به يې روانه وه په محکمه کي له هغي وروسته به دی کميسون ته راتله. اوبل د کميسون د غړو ټاکل چې دی دا مدام د معيار او اصولو پر بنسټ نه ټاکل کيږي. دا اوسنې کميسون،چې ټاکل شوې دې د ډاکتر صيب رحيم په وروسيتو وختو کي چې له وزارت نه د ده پوست خلاصيده نو ده يو شمير خلک دی پوست ته وټاکل،چې د پروسيجر خلاف دی. ځکه هلته دابايد انتخابي شکل ولري.
د رسنئيو استاذی بيخي کم دی يواستاذې د رسنئيودې،چې هغه هم زموږ يو ژورنالست دې،چې له پنځوسو کلونو نه زیات عمر لری اود نوی ژورنالست په هکله به هغه قوت ونه لری.

بلي سمندر صيب! په اوس وخت کي افغاني ژورنالستان زیادتره په ولاياتو کي گواښل کيږي او که په مرکز کي؟

د ولاياتو کچه به پورته وی نسبت مرکز ته،ځکه په ولاياتو کي ډیري ستونځي دی ډيرمسایل دی چې ځوان ژورنالستان ډر غښتلي دی،ډير ښه احساس لری. دوی غواړی چې دغه مسايل په بي طرفانه ډول وڅيړي وليکي اوخپاره يې کړی. راپورونه پری وليکي. کله کله دغه مقاومتونه په ولاياتو کي سخت ډير وی. د ژورنالستانوپه وړاندی زور زياتي ډير دی. په ژورنالستانو نیوکي کیږي لیکني يې سانسور کيږي. له کابل نه د ولاياتو کچه لوړه ده.