1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

له ختيځ آلمان څخه دريم هيواد او بيا لوېديځ آلمان ته سفر

د برلين د دېوال د نړېدو څخه څو اوونۍ مخکي د دريمو هيوادونو له لارې لوېديځ آلمان ته تيښته د دې سبب بلل کيږي چي د ختيځ او لوېديځ آلمان تر منځ د ديوال بنسټ ولړزېږي.

د ۱۹۸۹کال په دوبي کي د ختيځ آلمان يو شمېر وګړو خپل هيواد ته شا وګرځوله او په هنګري، پولند، چيکسلواکيه او ختيځ برلين کي يې د لوېديځ آلمان په سفارتونو کي پناه واخيسته.

په لومړي سر کي د دغو کسانو شمېر کم وو خو وروسته دغه شمېر په سلهاو او بيا په زرهاو سو چي غوښتل يې د لوېديځ آلمان په سفارتونو کي په پناه غوښتلو سره لوېديځ آلمان ته خپل راتګ حتمي کړي. دا چي د ختيځ او لوېديځ آلمان ټول وګړي د لوېديځ آلمان د اساسي قانون له مخي آلمانيان ول، نو د لوېديځ په نظر په سفارتونو کي پناه اخيستنه يو قانوني عمل وو.

په هنګري هيواد کي اصلاح غوښتونکي سوسيالستان پر واک ول او دغه هيواد د اقتصادي ډېواليتوب له ګواښ سره مخامخ وو. په بوداپست کي د حکومت نوې تګلاره د دې سبب وګرځیده چي د هنګري او اوتريش تر منځ پوله په پوره قاطعيت سره نوره ونه ساتل سي. دا د دې سبب سو چي په زرهاو شرقي آلمانيان د خپلو ماشومانو او کورنيو سره يو ځای د هنګري د لاري اوتريش ته واوړي. دا په داسي حال کي چي د هنګري هيواد هغه عسکر چي پخوا به يې دغه پوله په ټينګه ساتله د دغو شرقي آلمانيانو د مخنيوي هيڅ هڅه ونه کړه. په دې توګه سره د لومړي ځل له پاره د ختيځ بلاک او د لوېديځي اروپا تر منځ په وسپنيزه پرده کي لومړي سوري رامنځ ته سول.

په پراگ کې د لویدیځ آلمان سفارت ـ ۱۹۸۹ کال

په پراگ کې د لویدیځ آلمان سفارت ـ ۱۹۸۹ کال

کمزوره سوې وسپنيزه پرده

د سپتامبر په ۱۱مه نیټه په لسهاو زرو د ختيځ آلمان وګړو پر پخوانۍ وسپنيزه پردې بريا تر لاسه کړه. د هنګري پر پوله وسپنيزه پرده نه وه موجوده بلکه څو د لرګيو خادې ولاړي وې. د شرقي آلمان دولتي مشر ايريش هونيکر، او د هغه حکومت دغه حالت زښت اندېښمن کړل.

د چکسلواکيې واکمنانو هم پر دې غور کول پیل کړل چي د پخواني قوانينو له مخي چلن پیل کړي. د چکسلواکيې او همدې راز د ختيځ آلمان حکومتونه په دې کي هم نظره ول چې د اشخاصو له خوا د سفارتونو نيول کیدل غیر قانوني عمل دی. خو د ختيځ په بلاک کي تفاهم د کمزوره کیدو په حال کي وو.

هيڅ چا داسي اټکل نه وو کړی چي د ۱۹۸۹ کال د دوبي د پای احتجاجونه به د دومرو لويو بدلونونو لامل سي. خو د آلمان د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير هانس ډيټريش ګينشر، وايي چي د همداسو لويو بدلونونو اټکل يې کړی وو.

سفارتونو ته پناه وړل

د ختيځ يو شمیر وګړو په هنګري او پولنډ کي د آلمان سفارتونو ته پناه يو وړه. دغو شرقي آلمانيانو غوښتنه کوله چي بايد لوېديځ آلمان ته د سفر کولو اجازه او اړين اسناد ورکړل سي. خو د ختيځ آلمان رژيم د لوېديځ آلمان د حکومت څخه غوښتنه درلوده چي په يادو هيوادونو کي دي خپل سفارتونه وتړي ترڅو د ختيځ آلمان و احتمالي پناه ور وړونکو ته يو زګنال ورکړي.
هانس ډيټريش ګینشر د آلمان د بهرنيو چارو د وزير په توګه د ختيځ آلمان د هغو کسانو په تړاو د تصميم نيولو مسؤليت پر غاړه درلود چي غوښتل يې لوېديځ ته سفر وکړي. د لوېديځ آلمان حکومت د ختيځ آلمان نه يوازي دا چي د سفارتونو د تړلو غوښتنه ونه منله، بلکه ګينشر سفارتونو ته امر وکړ چي د ورغلو شرقي آلمانانو ښه پالنه وکړي.

ګينشر لا خپله جمله نه وه پوره کړې چي په انتظار شرقي آلمانيانو د خوښۍ په نعرو او چيغو پیل وکړ.

ګينشر لا خپله جمله نه وه پوره کړې چي په انتظار شرقي آلمانيانو د خوښۍ په نعرو او چيغو پیل وکړ.

د ۱۹۸۹ کال د سپتامبر په مياشت کي د هغو آلمانيانو شمیر تر ۵۰۰۰ څخه زيات سو، چي په پراګ کي يې د لوېديځ آلمان سفارت ته پناه ور وړې وه. دوی غوښتنه درلوده چي بايد لوېديځ آلمان ته يووړل سي. د يادي مياشتي په ۳۰ نیټه، د ماښام پر شپږ نيمو بجو ګينشر په پراګ کي د آلمان په سفارت کي راڅرګند سو. نوموړي د سفارت د لوړي برنډې څخه په انتظار حاضرين مخاطب کړل او ویې ویل: « ګرانو هيوادوالو، موږ دلته راغلي یو چي درته ووايو چي نن ستاسو د سفر...» ګينشر لا خپله جمله نه وه پوره کړې چي په انتظار شرقي آلمانيانو د خوښۍ په نعرو او چيغو پیل وکړ.

د اکتوبر په لومړۍ نېټه د دغو شرقي آلمانيانو څخه لومړي ۱۲۰۰ کسان د اورګاډي په مرسته د لوېديځ آلمان پولې ته راداخل سول. په دغه ورځ په ټوليزه توګه ۶۰۰۰ شرقي آلمانيان لوېديځ ته راورسیدل. د دغې پيښي څخه شپږ اوونۍ وروسته د برلين ديوال له منځه ولاړ او ختيځ او لوېديځ آلمان متحد سول.

هانس ډيټريش ګینشر د سپتامبر د ۳۰ نیټې د پيښي په هکله وروسته وويل چي په ژوند کې یې تر ټولو احساساتي شیبه وه.